...

جرمني په خپله افغان کډوال یواځې پریښودل خو په پاکستان نیوکې کوي

اروپایی هیوادونو تشې خبرې او اندیښنې څرګندوي او پاکستان میلونونو افغان وګړو ته له ۴ څلورو لسیزو زیات وخت لپاره هم په دې هیواد کې ځای ورکړې دې
جرمني په خپله افغان کډوال یواځې پریښودل خو په پاکستان نیوکې کوي

دا د جرمني دوه مخې پالیسي ده چې په خپله خو ی افغان وګړو ته د جرمني ویزه ور نه کړه خو بیا په پاکستان ګوتې را اوچته وي او او د اندیښنو څرګندونه کوي چې پاکستان ولې افغان وګړي افغانستان ته واپس استوي: کارپوهان

اسلام‌اباد : جرمني هیواد په دې وروستیو کې پر پاکستان د ۲۱۱ افغان کډوالو د شړلو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه، دا هغه افغانانو وو چې د برلن د بشري داخلې د پروګرام له مخې ورته د بیا مېشتېدو حق ورکړل شوی وو، خو په خپله جرمني د ۲۰۲۵ کال د ټاکنو وروسته دغه پروګرام ځنډولی دی او زرګونه افغانان یې په پاکستان او افغانستان کې په یو ډیر لوی ستونزمن حالت کې پرېښي دي.

کارپوهان وایی چې د برلن ددې تضاد او دوه مخې تګلارې په اړه په برلن باندې د اعتبار، ثبات او د افغان کډوالو په اړه نوې او لوی پوښتنې را ولاړې کړي دي.

په داسې وخت کې چې پاکستان هم د کورنیو ستونزو ، نړيوال امنیتي ګواښونو او په پاکستان کې د افغان وګړو په یو شمیر غیرقانوني کارونو کې د ښکیل له وجهې پریکړه کړې ده چې پي او آر کارډ لرونکې، ورسره افغان سیټیزن کارډ لرونکي او نور هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ کوم قانوني جواز نه لري، واپس افغانستان ته لیږلو پریکړه کړې ده.

دلته دا خبره هم مهمه ده چې باید یادونه وشی چې ایران هم په دې لنډو ورځو کې په ګنړ شمیر کې چې شمیره ی تر یو ملیونه رسیږي ،واپس افغانستان ته رالیږلي دي.

د مهاجرینو په اړه کارپوهان وایی چې دا د جرمني دوه مخې پالیسي ده چې په خپله خو ی افغان وګړو ته ی د جرمني ویزه ور نه کړه خو بیا په پاکستان ګوتې را اوچته وي او او د اندیښنو څرګندونه کوي چې پاکستان ولې افغان وګړي افغانستان ته واپس استوي.

کارپوهان دا هم وایی چې د جرمني د کال ۲۰۲۵ بشري داخلي پروګرام ځنډول په عملي توګه په افغان وګړو یو پټ بندیز دې چې د جرمني د پخوانیو ژمنو پر ضد دې .

دلته کارپوهان او عام وګړي دا پوښتنه هم را اوچتوي چې جرمني په پاکستان د ناقانونه افغان وګړو افغانستان ته په واپس ستنولو نیوکې کوي خو په خپله برلن افغانان واپس د طالبانو په کنټرول کې هیواد ته واپس لیږي او دا د برلن دوه مخې تګلاره ده.

پاکستان د ریښتینو امنیتي ګواښونه سره مخ دې

په داسې وخت کې چې پاکستان د ناقانونه افغان وګړو افغانستان ته د واپس لیږلو پریکړه کړې، پاکستان په حقیقت کې د سخت امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخ دې .

د امنیتي او حکومتي سرچینو په وینا په هیواد کې یو شمیر افغان وګړي په سختو جرمونو کې ککړي دي، سرچینې وایی چې په اوسني حالت کې په باجوړ ضلع کې هم یو شمیر وسله وال چې زیات پکې افغان وګړي دي ، په ترهګریز بریدونو او په هیواد کې ناامني راوستلو کې ککړي دي.

په داسې وخت کې چې هم دا افغان وګړي په جرمونو کې ککړي او د هیواد د ناامنۍ او بې ثباتي ، او په هیواد کې د ترهګرۍ لامل جوړیږي، د پاکستان دولت دا پریکړه عادلانه ده چې افغان وګړي خپل وطن ته واپس ولیږي چې دوی د افغانستان په جوړولو او پیاوړي کولو کې ونډه واخلي.

دلته یوه بله پوښتنه هم را ولاړیږي چې د جرمني او نور اروپایی هیوادونو په افغان مهاجرینو بندیزونه د پاکستان لپاره هم ستونزې زیاتوي او په پاکستان د افغان مهاجرینو بار نور هم زیاتوي.

جرمني افغان وګړو ته پناه ورکړو کې پاتې راغلې

د جرمني حکومت پخوانۍ ژمنه چې دوه زره هغه افغان وګړي چې نیټو ځواکونو سره ی کار کړې،پناه به ورکړي، په دې ژمنه کې پاتې راغلې دې.

په دې ژمنه کې د جرمني حکومت پاتې راغلې دې او دا نیوکه چې په پاکستان ی کوي چې افغان وګړي واپس پاکستان ته لیږي،غیرعادلانه ده.

پاکستان څو ځله د افغان وګړو ستنولو نیټه وغځوله؟

دلته یو بل مهم ټکي ته هم باید اشاره وشي چې پاکستان هغه هیواد دې چې په هر سخت وخت، هغه که د سوویت یونین په افغانستان یرغل وو، که د مجاهدینو حکومت شخړې وې او که په افغانستان د نیټو ځواکونو طالبانو سره جګړه، پاکستان تل د په ملیونو افغان وګړو له په کور کې ځای ورکړې دې او وس هم په ملیونو افغان وګړي په پاکستان کې میشت دي خو وس پاکستان پریکړه کړې چې افغان وګړي باید پاکستان ته په راتلو سره بشپړ قانوني اسناد ولري نو بیا دوی کولې شي دلته راشي ،ژوند وکړي او کاروبار ته وده ورکړي.

پاکستان د افغان وګړو اافغانستان ته واپس لیږلو پریکړه د نړیوالې ټولنې په غوښتنه درې ځل غځولې ده خو د جرمني هیواد په لومړي ځل هم د افغانانو سره کړې ژمنه ماته کړه او دا پریکړه ی د ځنډ ښکار کړې چې افغان وګړو ته اسناد ورکړي چې جرمني ته لاړ شي. دا نیټه غځول د تل لپاره نه شي کیدلې پرته له دې چې مقابل لوري هم عملي ګامونه واخلي.

د کډوالو د چارو څارونکي ټینګار کوي چې پاکستان د کډوالو د درلودو اوږده او درنه تجربه لري، خو لوېدیځ هېوادونه په ځانګړي ډول جرمني، د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي دي .

دلته باید یادونه وشي چې جرمني په لومړي ځل ۲۰۰۰ افغان وګړو ته اسناد ورکولو کې پاتې راغلې دې نو بیا باید په پاکستان هم ګوته پورته نه کړي ځکه چې پاکستان له ۴ څلورو کلیزو راهیسي زیاتې مودې څخه په ملیونونو افغان کډوالو له په دې هیواد کې د ژوند کولو لپاره ځای ورکړې دې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.