تازه خبرونه

افغانستان نه د ترهه ګرو بريدونه دواړو هيوادونو اړيکې اغيزمن کوي،جلاوطن افغانانو اجلاس رياستي پاليسي نه ده،خارجه دفتر

هند لخوا په لويه پيمانه د وسلې اخستل د سيمې امن لپاره خطره ده، پاکستان د هر قسم صورتحال مقابله کولو لپاره تيار دے، خارجه دفتر ترجمان

1 min read

افغانستان نه د ترهه ګرو بريدونه دواړو هيوادونو اړيکې اغيزمن کوي،جلاوطن افغانانو اجلاس رياستي پاليسي نه ده،خارجه دفتر

افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي، خارجه دفتر

August 23, 2025

د خارجه وزارت ترجمان شفقت علي خان هفته وار پريس بريفنګ ته وينا په مهال پاکستان ته د چين د خارجه وزير وانګ اي دوره ګټه وره بللي ده،وئيلي ئي دي چې دې دورې په مهال د افغانستان،مشرقي وسطي صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو خبرې شويدي، شفقت علي خان وينا ترمخه د وانګ اي اسلام آباد سفر به د دواړو هيوادونو اړيکې نورې هم پراخه کړي پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو کښې سي پيک فيز ټو،تجارت،سرمايه کارۍ او توانائۍ شعبو کښې تعاون باندې اتفاق شوېدے ۔ خارجه دفتر ترجمان کابل ته د خارجه وزير اسحاق ډار دوره او ملاقاتونو تفصيلات هم ميډيا سره شريک کړېدے او وئيلي ئي دي چې کابل کښې د پاکستان،افغانستان او چين خارجه وزيرانوشپږم سه فريقي اجلاس شوي وو چې پکښې سياسي،معاشي او سيکيورټۍشعبو کښې تعاون په معاملو خبرې شوي وې ۔ درې واړو ملکونو د منطقې امن او څوکالۍ لپاره مشترکه اقدامات پورته کولو باندې زور راوړې وو د دې ترڅنګ د پولو سيکيورټۍ ،ترهه ګرۍ د خطرو مخ نيوي په معاملو تفصيل سره خبرې شوې وې او درې واړو خارجه وزيرانو د مخادره موادو او سمګلنګ مخ نيوي او جرمونو خاتمے لپاره خپل مينځي تعاون باندې متفق شوي وو،د يوې پوښتنې په جواب کښې شفقت علي خان ووئيل چې د کابل دورې په مهال د خارجه وزير اسحاق ډار د افغان هم منصب امير خان متقي سره ملاقات هم شوي وو،اسحاق ډار د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليدو معامله افغان خارجه وزير سره پورته کړي وه ۔ د خارجه دفتر د ترجمان وينا ترمخه پاکستان د خپل ګاونډي هيواد افغانستان سره ښه اړيکې غواړي خو د افغانستان نه د ترهه ګرۍ خطره د پاکستان د ايجنډې بنيادي جز دے افغانستان کښې موجود ترهه ګر نه صرف د دواړو هيوادونو تعلقاتو باندې خراب اثرات پريباسي بلکه افغانستان کښې ترهه ګر بيا منظم کيدل د منطقې امن و استحکام له هم خطره ده ۔ د خارجه دفتر ترجمان اسلام آباد کښې د افغان جلا وطن مشرانو او د اسلامي امارت د مخالفينو اجلاس په حواله د افغان دولت انديښنو بے ځايه ګرځولي دي او وئيلي ئي دي چې دا اجلاس يو پرائيوټ تهنک ټينک لخوا رابللي شويدے دا يو اعلانيه ملاقات دے دا اجلاس د پاکستان رياستي پاليسۍ سره تړل نه دي پکار دا قسمه غونډو سره د حکومت هيڅ واسطه نه وي ۔ پاکستان کښې د ترهه ګرو خلاف روان عملياتو کښې د نورو ملکونو د مرستو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې پاکستان کښې د شرخوښو خلاف چې کوم پوځي عمليات جاري دے دا پاکستان په خپل سر کوي دې کښې د هيڅ ملک مرسته يا څه قسم کومک نشته البته د پاکستان او نورو ملکونو ترمينځ انټلي جنس تعاون شته د ترهه ګرۍ د خطرو يا د شرخوښو د راتګ راتګ په حواله د معلوماتو د تبادلې لپاره دا قسم انټلي جنس تعاون ضروري هم وي ۔

د هند د جارحيت به غاښ ماتې جواب ورکوؤ،خارجه دفتر

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان د سند طاس معاهدې په حواله د ثالثې عدالت د فيصلې هرکلي کړې او وئيلي ئي دي چې ثالثي عدالت هم د پاکستان د موقف تائيد کړېدے او د هند لخوا د دې معاهدې څه قسم خلاف ورزي ئې مسترد کړيده، د خارجه دفتر ترجمان د هند نيوکليئر بليک ميلنګ بيانيه د مودي حکومت لخوا جوړه کړي شوي ګمراه کن مفروضه ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې د دې مقصد پاکستان بدنامول دي۔ خارجه دفتر ترجمان واضح کړيده چې پاکستان يو ذمه وار ايټمي طاقت دے کمانډ اينډ کنټرول ئې په سويلين نګرانۍ کښې مکمل محفوظ دے په پاکستان د دروغو الزامات د هند د واکمنو پخوانې عادت دے ۔ شفقت علي خان د هند لخوا په لوئې مقدار کښې وسله اخستو باندې تشويش کړېدے،وئيلي ئي دي چې په دې معامله نړي والې ورورلۍ هم خاموشي خپله کړيده، منطقه کښې د وسلې زغل سيمه د عدم استحکام ښارکولې شي۔۔ د خارجه دفتر ترجمان هند له خبردارې ورکړېدے که چرې د پاکستان خلاف ئې دوباره څه قسمه جارحانه اقدامات وکړل يا د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي ئې وکړه نو فوري او موثره جواب به ورله کوؤ او د هرقسم حالاتو ذمه واري به د هند په سر وي ۔ د خارجه دفتر ترجمان دا هم وئيلي دي چې خارجه وزير اسحاق ډار هند له د کشمير بشمول په ټولو مسائلو او معاملو د مذاکراتو وړانديز کړېدے بايدچې مودي انتظاميه د دې وړانديزمثبت جواب ورکړي ۔ خارجه دفتر ترجمان وائي چې چين کښې کيدونکې د ايس سي او تنظيم سرمشريزه غونډې دوران د وزيراعظم شهبازشريف او دهندد هم منصب نريندر مودي ترمينځ د ملاقات هيڅ امکان نشته ۔ پريس بريفنګ ته وينا په مهال د خارجه وزارت ترجمان د فلسطين بشمول نورو معاملو باندې هم تفصيلي خبري کړي او د خبريالانو د پوښتنو جواب ئې ورکړېدے، په غزه د اسرائيل د قبضې په حواله د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې ګريټر اسرائيل جوړولو او فلسطنيان د غزه نه شړلو په حواله د اسرائيل د حکومتي مشرانو بيانونه د نړي وال قوانينو او د متحده قامونودقراردادونو خلاف ورزي ده غزه کښې فوري جنګ بندي پکار ده ۔

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *