تازه خبرونه

ترهګرۍ په ضد جنګ او بیانیه: باید نړۍ دوه مخې سیاست پریږدي

پاکستان په ملګري ملتونو کې د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د نړۍ په دوه مخي سیاست باندې ګوتې اوچتې کړي دي او دې بیانیې ته ی د نړۍ پام راګرځولې دې.

1 min read

ترهګرۍ په ضد جنګ او بیانیه: باید نړۍ دوه مخې سیاست پریږدي

د ملګرو ملتونو له تالار څخه د پاکستان غږ ټولې نړۍ اوریدلې دې، پاکستان غړي په ملګري ملتونو کې ویلي دا ناعادلانه عمل دې چې د ترهګرو په نوملړ کې یواځې مسلمانان دي او په دې نوملړ کې غیرمسلم نشته

August 22, 2025

د هندوکش بادونه توپیر نه کوي. دا د ډبرو تنګو درو او حاصل‌خیزو درو تر منځ یو شان خپرېږي، د مبارزې زمزمه، د زغم کیسې، او د هغو ژوندونو غږونه ځان سره وړي چې د ترهګرۍ په سیوري کې له منځه تللي. له همدې سیمې څخه چې تاریخ یې د امپراتوریو د ټکرونو او د تمدنونو د یوځای کېدو شاهده پاتې شوې

د پاکستان د ملګرو ملتونو استازي، سفیر عاصم افتخار احمد، د ترهګرۍ ضد د نړیوالو دوه ګونو معیارونو پر وړاندې تند انتقاد وکړ، دا نیوکې ی د امنیت شورا په غونډه کې چې د ۲۰۲۵ د اګست په ۲۰–۲۱ نېټه وشوه وکړې

د نائن الېون وروسته او د پاکستان قربانۍ

له ۹/۱۱ وروسته پاکستان ځان د نړۍ د ترهګرۍ ضد جګړې او د ادراکاتو د سیاست په منځ کې وموند. په نړۍ کې به داسې کم هېوادونه دومره دروند بشري او اقتصادي قیمت ورکړي لکه څنګه چې پاکستان ورکړی، د ۸۰ زرو نه ډېر د وګړو ژوند له لاسه تللې او د خپل بند ساه او وینه ی ورکړې، سلګونه میلیارده ډالر تاوان، او نسلونه ټپي شوي.

له ۲۰۰۰م کال کې د القاعدې له منځه وړلو څخه ، تر داعش، تحریک طالبان

پاکستان ،بلوڅ بیلتون خوښې ډلې سره د مقابلې پورې چې د هندي ادارو سره اړیکو لرلې ، پاکستان تل د فزیکي او فکري جګړې په لومړې کرښه کښې ولاړ پاتې شوې دې.

هغه د تیر مارچ د جعفر ایکسپریس پیښه یاده کړه چې ۳۱ کسان پکې اووژل شول، او د می میاشتې د خضدار د ښوونځي بس برید چې په پایله کې ی ۱- ماشومان قرباني شو.

د ليبلونو سياست او د اسلاموفوبيا سيوری

سفير عاصم په وينا کې پر يوې زړې ناعادلۍ خبرې وکړې، او هغه د ترهګرۍ يو اړخيزه تعريف و. وې ویل چې “د امنيت شورا د ترهګرو په نوملړ کې ټول نومونه مسلمانان دي، خو غير مسلم افراطيان ځانونه خلاصوي. دا چلند بايد بدل شي..”

له نائن الېون وروسته د ترهګرۍ نړيوال بيانې زياتره د مذهب په سترګه افراطيت کاته، چې تعصبات يې پياوړي کړل او سياسي اجنډې يې پټ کړل. پاکستان ته دوه ګونې ننګونې دي: يو خوا د خپلې خاورې دننه د ترهګرۍ مقابله، او بله خوا په نړۍ کې د اسلام د افراطيت سره تړل کېدل، دا دروند اغېز لري . په پاليسيو کې هم او په ولسي ذهنونو کې هم، د مشروع ضد ترهګرۍ اقدامات تر نيوکو لاندې راځي، خو د دولت جبر ته سترګې پټېږي.

د دولتي ترهګرۍ او سيمه ييزو سازشونو انکشاف

عاصم افتخار په ښکاره د هغو دولتي عناصرو نوم واخيست چې د پولې هاخوا ترهګرۍ کې ښکېل دي. د هند رول په پاکستان کې د عدالت نه پرته وژنې او حملې راوپارولې، چې پکې د مې د ۶–۷ خونړي بريدونه هم شامل دي چې ۵۴ عام وګړي، په کې ۱۵ ماشومان، شهيدان شول. د بلوڅ لبريشن ارمي په څېر ډلې د افغانستان له غير حکومتي سيمو ګټه اخلي، چې دا د پراکسي جګړو او د نړيوالې بې‌پروايۍ خطرناک تړاو ښيي.

ډيجېټل ترهګري

ترهګري نور د سرحدونو پورې محدوده نه ده. افراطيان له ټولنيزو رسنيو، آی سي ټيز او مصنوعي ځيرکتيا نه کار اخلي څو ځوانان ترهګر جوړ کړي، جلب او جذب وکړي او تاوتريخوالی ستاينه کړي. د پاکستان استازي څرګنده کړه چې نړيواله همکاري ضروري ده – له انټرپول نه تر ملي کچې د قانون پلي کوونکو ادارو پورې – څو د ترهګرو ډلو “ډيجېټل ترهګري” بنده شي.

د ترهګرۍ پر ضد د بيا فکر کولو اړتيا

پاکستان يوازې عملياتي حل نه بلکې د اخلاقي وضاحت اړتيا ياده کړه. نړۍ بايد د ترهګرۍ له ريښو سره مقابله وکړي.

د مخنيوي لارې، پرمختګ، او د محروميت حل چې افراطيت ته ساه ورکوي. په همدې ډول بايد د دولتي ترهګرۍ او نيواک پر وړاندې چوپتيا ختمه شي، که هغه مقبوضه جمو او کشمير وي او که فلسطيني سيمې، چې ظلم په کې د “انسداد ترهګرۍ” په نوم پټيږي.

اصلي توپير د ترهګرۍ او د بهرني نيواک پر وړاندې د مشروع مبارزې تر منځ دی، چې اکثره په نړيوال بيانې کې له پامه غورځول کېږي. د ملګرو ملتونو اوسني بنديزونه د پخوا سوچ پر بنسټ دي، نه يوازې نوي ګواښونه له پامه غورځوي بلکې د اسلاموفوبيا داغ هم پرې لګېدلی دی، په نوملړ کې د مسلمانانو نومونه شته خو غير مسلم افراطيان پکې نشته، دا یو ډیر ناعادلانه عمل دې.

نن چې ترهګر په الګوريتمونو کې هم وده کوي او په ميدانونو کې هم، د ډيجېټل چاپېريال تنظيمول د پولو د ساتنې په څیر ضروري دي. .

اغېزمنه وينا

که څه هم د پاکستان استازي وينا نيويارک کې وشوه، خو غږ يې د امنيت شورا له تالاره ډېر لرې خپور شو. اصلي پيغام دا و چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د انتخاب پر اساس نه شي کېدای. د پاکستان په پولو کې تراژيدۍ، د کشميريانو چوپ مقاومت، او د فلسطين د خلکو ساه بندي ټول د يوې سترې منافقت کيسه کوي. لسيزې کېږي چې جګړې تپې شوې، لاسوهنې توجيه شوې او ټوله سيمه بې‌ثباته شوې، خو دوه‌ګوني معيارونه لا هم پر ځای دي، د نيواک پر وړاندې مقاومت ترهګري بلل کېږي، خو د دولت تشدد ته د قانون جامه ور اغوستل کېږي.

د اخلاقي وضاحت امتحان

دا هغه درز دی چې پاکستان له ډېرو کلونو نه ورته اشاره کوي. کله چې د نړۍ ځواکمن ادارې د سياسي اسانتيا پر بنسټ تعريفونه بدلوي، کله چې اسلاموفوبيا د بنديزونو او بيانې جوړونه رهبري کوي، نو د ګډ امنيت موخه تشه پاتې کېږي.

ترهګري يوه حقيقت دی : پاکستان دومره ويني ورکړي چې د دې شاهد جوړېږي. خو په همدې ډول له کابل نه تر غزه، او له سرينګر نه تر رفح پورې ظلم هم حقيقت دی .

هندوکش موږ ته يوه ساده خبره راپه ګوته کوي

طوفانونه سرحدونه نه پېژني. که نړۍ غواړي د ترهګرۍ ګواښ په رښتينې توګه مخه ونيسي، بايد د خپلو اصولو د ټولو لپاره د يوشان تطبيق زړورتيا پيدا کړي. که نه، نو ترهګري به تل د نړيوال منافقت په درزونو کې وده کوي

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *