تازه خبرونه

سي ټي ډي د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې یو مهم غړې نیولې

ملزم میرخان محمد د انټرنیشنل اسلامک پوهنتون څخه د وکالت ډګري ترلاسه کړې

1 min read

سي ټي ډي د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې یو مهم غړې نیولې

د سي ټي ډي لوري نیول شوي تن د خپل جرم اعتراف هم کړې

August 22, 2025

سي ټي ډي، کاونټر ټیررازم ډیپارټمنټ د ترهګرو په ضد کاروایی، د ترهګری ډلې یو مهم غړې ی نیولې دې

د تفصیلاتو ترمخه، یو شخصي ټي وي دعوی کړې ده چې د بلوچ بیلتون خوښې ډلې مشر ډاکټر محمد عثمان قاضي نزدې ملګري ی نیولې دې

د ټي وي راپور ترمخه ملزم میرخان محمد د انټرنیشنل اسلامک پوهنتون څخه ی د وکالت ډګري ترلاسه کړې او په بلوچستان کښې د پراسیکیوټر انسپکټر په دنده ټاکل شوې وو

ویل کېږي چې نیول شوی کس د ترهګرو لپاره اسانتیا برابرولو کې ښکېل و او د ریاست پر ضد فعالیتونو کې بوخت ویو

شخصی ټي وي دا دعوی کړې ،په راپور کې زیاتوي چې سي ټي ډي د نوموړي څخه پلټنې پيل کړي، چې په ترڅ کې یې هغه د شلو نه زیاتو بریدونو او پېښو کې د خپل لاس لرلو اعتراف هم کړی دی

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې لنډو تیرو ورځو کې ډاکټر عثمان قاضي چې د خپل جرم اعتراف ی په یو ویډیو کې کړې،هم ریاستي اړوند ادارو له لوري ونیول شو

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې بلوڅ بیلتون خوښه هغه کالعدم ډله دې چې په بلوچستان کې په زیاتو ترهګریز بریدونو کې لاس لري، په جعفرایکسپریس برید کښې هم دغه ډله ښکیل وه چې په پکې یو شمیر بې ګناه وګړي شهیدان کړې شوي وو

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *