د چين خارجه وزير وانګ اي سره د اعلي پائۍ وفد د پاکستان په مهمه دوره د شورو په ورځ ماښام اسلام آباد ته رارسيدلې وو، په نور خان ائير بيس باندې خارجه وزير اسحاق ډار د خپل هم منصب وانګ اي تود هرکلي کړي وو۔
د چين خارجه وزير وانګ اي د اسلام آباد په خارجه دفتر کښې د خپل هم منصب اسحاق ډار سره ليده کاته کړيدي او ورسره ئې د دواړو ملکونو اړيکو پراختيا،شريکې دلچسپي په معاملو،مختلف شعبو کښې تعاون او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړيدي، اسحاق ډار د چين د خارجه وزير د پاکستان د دورې هرکلې کړې او وئيلي ئي دي چې دې دورې سره به د دواړو ملکونو ترمينځ د مودو راهسې قائم د ملګرتيا او ورورولۍ تعلق نور هم مضبوط شي ۔ ملاقات نه پس د دواړو ملکونو د خارجه وزيرانو شپږم سټريټجک ډائيلاک شويدي چې پکښې د دواړو ملکونو د تعلقاتو په ټولو امورو،سي پيک ټو منصوبه شورو کولو،تجارتي ،معاشي او دفاعي شعبو کښې همکارۍ پراخه کولو او د سيمې امن او استحکام په معاملو تفصيلي خبرې شويدي ۔ ملاقات په مهال د دواړو ملکونو وفدونو مشترکه هدفونه ترلاسه کولو لپاره د رابطو او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې زور راوړېدے ،د سيمي امن لپاره د پاکستان او چين سټريټجکي شراکت داري او نزدې اړيکې مهم ګرځولي شويدي ۔ اسحاق ډار او وانګ اي په مشترکه توګه د سټريټجک ډائيلاک صدارت کړې وو۔ دواړو ملکونو ترمينځ د وزيرانو په سطح سټريټجک ډائيلاک پنځم دور د تير کال مئي مياشت کښې په بيجنګ کښې شوي وو۔
د سيمې صورتحال او وانګ اي اسلام آباد سفر
د اسلام آباد دوره کولو نه مخکښې د چين خارجه وزير د ګاونډي هيوادونو هند او افغانستان دورې هم کړې وې او د خپل هند هم منصب او نورو چارواکو سره ئې ملاقاتونه کړي وو ۔ د پاکستان او هند تاؤ تريخوالي او د سيمې صورتحال په تناظر کښې د وانګ اي د پاکستان دوره خصوصي اهميت لري ۔ د هند او افغانستان دورې په مهال هم وانګ اي د دې ملکونو د چارواکو سره د منطقې د سيکيورټۍ او په خصوصي توګه د پاکستان او هند ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي د کمولو په معاملو خبرې کړې وې ۔ وانګ اي بهارت دوه ورځنې دورې او نوي دلي کښې شوي ملاقاتونو تفصيلاتو نه خپل پاکستاني هم منصب اسحاق ډار خبر کړي وو ۔ خارجه دفتر د وانګ اي د اسلام آباد سفر او ملاقاتونه د دواړو ملکونو اعلي چارواکو د رابطو او دورو تسلسل ګرځولې دے ،د دې دورې مقصد د پاکستان او چين ترمينځ اقتصادي او تجارتي تعلقات او دفاع بشمول نورو شعبو کښې همکارۍ ته وده ورکول دي ۔ د مئې مياشت کښې د پاکستان او هند ترمينځ جهګړې نه پس د چين د اعلي حکومتي چارواکي د پاکستان دا وړومبې دوره ده ۔
سيمي امن لپاره پاک چين مشترکه کوششونو باندې اتفاق
پاکستان او چين خارجه وزيرانو د ملاقات نه پس پريس کانفرنس ته وينا په مهال د سيمي امن او استحکام لپاره مشترکه کوششونه کولو باندې اتفاق کړيدے، اسحاق ډار ووئيلي دي چې چين سره ښه تعلق ساتل د پاکستان د خارجه پاليسۍ برخه ده او وخت تيريدو سره د دواړو ملکونو اړيکې نورې هم مضبوطيږي ، خارجه وزير د پاکستان دوره کولو باندې د وانګ اي شکريه ادا کړيده او د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات پراخه کولو لپاره د وانګ اي او د چين د صدر شي جن پنګ د کوششونو ستائينه ئې کړيده ۔اسحاق ډار د چين د هم منصب سره خپل ملاقات ګټه ور بللي دے او د پاکستان د خپلواکۍ او علاقائي امن لپاره پاکستان سره تعاون باندې د چين د واکمنو شکريه ئې ادا کړيده ،خارجه وزير د يوې پوښتنې په جواب کښې ووئيل چې پاکستان د چين سره خپل تجارتي تعلقات نور هم مستحکم کول غواړي،وانګ اي سره د ملاقات او سټريټجک ډائيکلاک په مهال سي پيک فيز ټو، د سلامتيا معاملو کښې د يوبل سره تعاون او په اولسي سطح رابطو د غزم اظهار شوېدے ۔ د چين خارجه وزير وانګ اي پاکستان کښې اوسني سيلابونو لوجې شوي ځاني زيانونو باندې د افسوس اظهار کړې او د سيلاب متاثرينو بيا بحالۍ او آباد کارۍ لپاره ئې د پاکستان سره تعاون او مرستې کولو وړانديز کړېدے ۔ د وانګ اي وينا وه چې پاکستان او چين د يوبل باوري ملګري دي او په ټولو معاملو زمونږ موقف يوشان دے ، د چين خارجه وزير پاکستان خپل قابل اعتماد اتحادي ګرځولي دے او وئيلي ئي دي چې د ترهه ګرۍ د خاتمے،کرکيله، توانائۍ او مائننګ شعبوبشمول نورو شعبو کښې پاکستان سره تعاون سيوا کول غواړو د پاکستاني وزيراعظم د چين د دورې په طمع يو۔