د پاکستان مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ نن په پایه تخت کابل کې د اګسټ په ۲۰مه د درې اړخیزه شپږمه غونډه ترسره شوه
په دې مهمه درې اړخیزه غونډه کې د درې ګاونډي هیوادونو پاکستان ، چین او افغانستان ترمینځ په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي همکارۍ په څیر مهمو موضوع ګانو ټینګار وشو۔
د درې اړخیزه غونډې په ګډه اعلامیه کې درې واړو اړخونو د ترهګرۍ په ضد د ګډو هڅو د ګډو هڅو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه، د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییز پرمختګ، روغتیا، تعلیم، کلتور او د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخو کې هم د همکارۍ د ژورولو عزم تکرار کړو
دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په دې مهمه غونډه کې په یوه مهمه اقتصادي موضوع هم خبرې وشوې، سي پیک افغانستان ته غځولو او ددې لارې چین، پاکستان او منځنۍ آسیا یو بل سره نښلولو او رانزدې کولو په دې مهمه موضوع هم ټینګار وشو
د کابل په ګلخانې ماڼې کې هم مهمه غونډه
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي او مل پلاوي سره چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، نن غرمه د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم شتون لرولو.
رئیس الوزراء د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي. موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.
محترم رئیس الوزرا څرګنده کړه، چین یوازې له افغانستان نه، بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په پرمختګ کې همکار پاتې شوی او تل یې مثبت رول لوبولی دی. نوموړي اوویل چې له چین څخه مو غوښتنه داده چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هیڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو هم غواړو چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره اختیار کړي.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا وویل، په افغانستان کې له تېرو ۴۵ کالو راهیسې ډېرې ستونزې وې چې د نړۍ لویو طاقتونو په راتګ سره لا زیاتې شوې، مګر د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې.
نوموړي اوویل او ټینګار ی وکړو چې زموږ پالیسي داده چې له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي د چین او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشاره دواړه ښه ملګري هیوادونه وبلل او زیاته یې کړه، چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري یوو چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه زه یوازینی کس یم چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هیوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
ښاغلي وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی. موږ له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو یوو او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوو. هیله ده چې افغانستان هم د امنیت په برخه کې زموږ اندېښنې درک کړي.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي او هیله یې وښوده چې په دې اړه ددوی اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه وشي او خپلې همکارۍ زیاتې شي ۔
الحاج ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل، زما نېکې هیلې د چین مشرتابه ته ورسوئ او هغوی ته ډاډ ورکړئ چې موږ په عمل کې ثابته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه هیچاته هم امنیتي ګواښ او یا بله کومه ستونزه نه ده متوجه شوې او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو چې له افغانستان نه نورو ته زیان واړوي