تازه خبرونه

اسلام آباد کې د امن لپاره غونډه، کابل سخت غبرګون ښودلې

د کابل واکداران وایی چې دوی به د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد نه کاروی خو بیا د کابل دا دوه مخې پالیسي ده چې د ټي ټي پي ضد ګامونه نه اخلي
اسلام آباد کې د امن لپاره غونډه، کابل سخت غبرګون ښودلې

متقي د افغانستان د خپلواکۍ نمانځلو په موقع ویلي دي چې ګاونډیان باید وس د افغانستان په اړه بد خوبونه و نه ویني

د افغانستان سرپرست بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، سیمه ییزو هېوادونو ته په ځانګړي ډول پاکستان ته توند خبرداری ورکړی، وروسته له هغې چې د اسلام اباد یو څېړنیز مرکز اعلان وکړو چې د افغان تبعیدي سیاستوالو، د ښځینه فعالانې او سیاسي څېرو په ګډون به دوه ورځنی غونډه جوړوي. .

متقي د زمري ۲۸مه (۱۹ اګست)، د افغانستان د ۱۰۶مې د ازادۍ ورځې په لمانځغونډه کې په کابل کې وویل چې افغانستان کې اوس یو “ډېر ښه نظام” رامنځته شوې ، نوموړي ګاوڼدیانو ته پیغام ورکړې چې نور دې د افغانستان په اړه بد خوبونه نه ویني.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان ډېر په ښه ډول پرمخ روان دی، اوس که ګاونډیان وي او که نور هېوادونه، باید د افغانستان لپاره بد خوبونه نور پرېږدي. افغانستان یو موټی شوی دی. د ډېرو تجربو وروسته، افغانستان یو ښه نظام جوړ کړی دی.

په دې اړه هغه د پښتو صوفي شاعر رحمان بابا یو څو شعرونه هم اوویل

ته چې بل په غشو ولې هسې پوې شه

چې هم دا غشي به ستا په لور ګوزار شي

کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې

چرې ستا به دې کوهي په غاړه لار شي

په دغه غونډه کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم حاضر و. متقي د پښتو صوفي شاعر رحمان بابا له شعره په الهام وویل چې هر ډول دښمنانه عمل ته به په ورته ډول ځواب ورکړل شي. .

له پاکستان سره ترینګلي اړیکي

که څه هم د پاکستان له لوري کابل ته پرله پسې پلاوي ورغلي چې پکې د آی‌اېس‌اې مشر، د پوځ د قول اردو قوماندانان، دیني عالمان، سناتوران، خبریالان او حکومتي استازي شامل دي خو د طالبانو مشرتابه د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړلو کې هیڅ څرګند پرمختګ نه دی کړی. .

دا دریځ د طالبانو د ستر مشر هبت الله اخندزاده له هغه فرمان سره په ټکر کې دی چې ویلي یې دي: د افغانستان خاوره باید د سرحدي بریدونو لپاره ونه کارول شي.

سیمه ییزې اندېښنې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د متقي په دې خبرداري څه نه دي ویلي. خو شنونکي وايي چې په کې څرګنده تناقض موجود دی:

دلته باید یادونه وشی چې کابل د اسلام اباد په یوه ملکي سولې غونډه سخت اعتراض کوي خو خپله ټي ټي پي او بي ایل اې په څیر ترهګرو ډلو ته پټ ځایونه ورکوي.

د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد د افغان تبعیدي سیاستوالو کوربه توب د پاکستان له لوري “ډېره ناسمه پرېکړه” بللې. خو افغان ګډونوالو لکه فوزیه کوفي د هغه اندېښنې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د سیاسي خبرو لپاره ځای برابرول د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې دغه غونډه د سولې جوړولو او د ګډون پر پراخولو لپاره ده نه چې دا غونډه د بې ثباتۍ لپاره، خو د کابل لپاره اصلي ازموینه دا ده چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

افغانستان باید یواځي د رحمان بابا په شعرونو وړاندې کولو سره خپل ځان خلاص نه کړي او خپله ذمه واري او مسولیت څخه اوپیژني

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *