تازه خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف او فیلډمارشل عاصم منیر سوات او بونیر ته تللي

په اغیزمنو سیمو کې د اړوند حکومتي ادارو لوري او یو شمیر د خیر ښیګړې تنظیمونو لوري د مرستو لړۍ روانه ده

1 min read

وزیراعظم شهباز شریف او فیلډمارشل عاصم منیر سوات او بونیر ته تللي

په رسنیو کښې چاپ د یو راپور له مخې وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر تر ټولو لومړی سوات ته لاړل چرته چې د وفاقي وزیر امیر مقام له خوا د دوی هرکلی وشو

August 20, 2025

وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر د سېلاب ځپلو سیمو د دورې لپاره روان شوي، او رسنیو راپور وایی چې دوی د خیبر پښتونخوا سویټزرلینډ سوات ته رسیدلې دي.
په رسنیو کښې چاپ د یو راپور له مخې وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر تر ټولو لومړی سوات ته لاړل چرته چې د وفاقي وزیر امیر مقام له خوا د دوی هرکلی وشو۔

د چارواکو په وینا، وزیراعظم او فیلډ مارشال له سوات وروسته بونیر ته تللي دي، رسنیو راپور وایی چې دا لوړپوړي چارواکي به په دې سیمو کې سیلاب ځپلو سیمو لیدنه وکړي او اغیزمنو کسانو سره به لیدنه وکړي.

دلته باید یادونه وشی چې د کلاوډبرسټ او سیلابي څپو څخه د خیبر پښتونخوا تر ټولو زیات اغیزمن شوې سیمې بونیر او قبایلي سیمه باجوړدي.

په اغیزمنو سیمو کې د اړوند حکومتي ادارو لوري او یو شمیر د خیر ښیګړې تنظیمونو لوري د مرستو لړۍ روانه ده.

د این ډي اېم اې په وینا، نن سهار د باجوړ او مانسهرې لپاره دوه جلا جلا مرستې لیږل شوي دي ، چې پکې خیمې، کمبلونه، جنریټرونه، د اوبو ایستلو پمپونه، د وریژو بوجۍ او درمل شامل دي۔

د این ډي اېم اې د معلوماتو له مخې، دغه مرستندویه سامان به د سېلاب ځپلو خلکو تر وېش وړاندې اړوندې ضلعي ادارې ته وسپارل شي۔ این ډي اېم اې د پاکستان فوځ او فلاحی ادارو په مرسته د خیبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان لپاره مرستندویه سامان هم لیږي.

دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د باجوړ دوره وکړه، هلته یې د تحصیل سلارزۍ د سېلاب اغېزمنو کورنیو سره غمشریکي وکړه او د وژل شویو کسانو لپاره یې د وفاقي حکومت له لوري د ۲۰ لکه روپۍ مرستې اعلان وکړ. بل پلو په خیبرپښتونخوا کې د صوابۍ په ضلع کې هم پرون د کلاوډبرسټ او سختو بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه د سېلابي اوبو لاندې شوي دي. د پي ډي اېم اې د وړاندوینې له مخې د اګست له ۱۷ څخه تر ۱۹ نېټې پورې د سختو بارانونو امکان شته او اوسنی باراني لړۍ به د اګست تر ۲۱ نېټې پورې په وقفو سره روانه وي

Related Articles

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

د افغانستان د طالبانو په ضد جوړ ملي مقاومت څرګندوي چې د طالبانو، القاعدې او نورو سختدریځه ډلو جنګیالي په ګډه عملیات کوي او ټي ټي پي یوازې د سرلیک په توګه کارول کېږي؛ د بهرنیو جنګیالیو راتګ د طالبانو په امر روان دی

December 9, 2025

د برتانیه عدالت لوري جان جهانزيب ته ۱۰ کاله او ۸ مياشتې، او اسرار نيازل ته ۹ کاله او ۱۰ مياشتې قيد سزا ورکړل شوې؛ دواړو ځوانانو په جرم اعتراف کړی

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *