تازه خبرونه

د وریځو چاودنه او سیلابي څپې: ۶۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړې: این ډي ایم اې

د پاکستان نزدې دوست چین په پاکستان کښې د سېلاب او بارانونو له امله د رسیدلې مالي او ځاني تاوان په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده

1 min read

د وریځو چاودنه او سیلابي څپې: ۶۷۰ کسانو ژوندل له لاسه ورکړې: این ډي ایم اې

په رپورټ کښې وایی چې په زیان رسیدونکو سیمو کښې تر زیات اغیزمنه سیمه بونیر دې او په دې سیمه کښې یواځې ۲۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې

August 19, 2025

پي ډي ایم اې د معلوماتو له مخې د ورستیو بارانونو او سېلابي څپو له امله د صوبې په بېلابېلو سیمو لکه سوات، بونیر، باجوړ، مانسهره، شانګله، دیر لوئر، بټګرام او صوابۍ کښې تراوسه ۳۵۸ وګړي مړه شوي چې پکې ۲۸۷ نارينه، ۴۱ ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي، او ۱۸۱ کسان ټپيان شوي دي چې پکې ۱۴۴ نارينه، ۴۴ ښځې او ۱۰ ماشومان دي، او رپورټ زیاتوي چې ۷۸۰ کورونه ته زیان رسېدلی چې پکې ۴۳۱ کورونه لږ او ۳۴۹ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، د رپورټ له مخې تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه بونیر ده چیرته چې یواځې ۲۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی کله چې په یاده صوبه کښې یادې پېښې په بېلابېلو ضلعو کې رامنځته شوې دي.



انجنېر امېر مقام د باجوړ دوره

همداراز باید یادونه وشي چې نن د وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د باجوړ دوره وکړه، هلته یې د تحصیل سلارزۍ د سېلاب اغېزمنو کورنیو سره غمشریکي وکړه او د وژل شویو کسانو لپاره یې د وفاقي حکومت له لوري د ۲۰ لکه روپۍ مرستې اعلان وکړ. بل پلو په خیبرپښتونخوا کې د صوابۍ په ضلع کې هم پرون د کلاوډبرسټ او سختو بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه د سېلابي اوبو لاندې شوي دي. د پي ډي اېم اې د وړاندوینې له مخې د اګست له ۱۷ څخه تر ۱۹ نېټې پورې د سختو بارانونو امکان شته او اوسنی باراني لړۍ به د اګست تر ۲۱ نېټې پورې په وقفو سره روانه وي. پي ډي اېم اې اړوندو ضلعي ادارو ته لارښوونه کړې چې د مرستو او ژغورنې چارې چټکې کړي او اغېزمنو خلکو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي، او رپورټ زیاتوي چې د پي ډي اېم اې د ایمرجنسي آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعال دی او عام ولس کولای شي د هر ډول پېښې د خبر ورکړې او د هوا د حالاتو د معلوماتو لپاره د وړیا مرستې په کرښه ۱۷۰۰ سره اړیکه ونیسي.



چېن لوري د تسلې او خواشېنې پېغام

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د بارانونو او سېلابي څپو له امله عام وګړي سخت اغېزمن شوي او مالي او ځاني زیانونه ور رسېدلي، د پاکستان نېږدې دوست هېواد چین خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده، د چین د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوی د سېلاب له امله د وژل شويو کسانو له کورنيو او ټپيانو سره خواخوږي لري او باور لري چې د پاکستان ولس به له دې ناورین وروسته ژر د بیا رغونې پر لور ګامونه واخلي، د وزارت ویاند زیاته کړې چې د چين خارجه وزير وانګ اي له خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار سره د تسلۍ او خواخوږۍ څرګندونې کړې دي، او په پاکستان کې د چين سفارت د مېشتو چينايي وګړو د خير ښېګړې څارنه کوي او تر دې دمه په سېلابي پېښو کې د کوم چينايي وګړي د مرګ يا ټپ کېدو کوم خبر نه دی ترلاسه شوی، یادونه کېږي چې په هېواد کې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله د مړينې شمېر له ۶۵۰ څخه اوښتی دی او د این ډي ایم اې د معلوماتو له مخې د جون له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې په دغو پېښو کې ۶۷۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵ زره کسان ژغورل شوي دي.

Related Articles

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې چې د صوبې حق دې زر تر زره موږ ته راکړل شي

October 25, 2025

د ضلع خیبر په تحصیل باړه وسله وال صدر عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په اړه راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

October 25, 2025

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

د دوحه تړون وروسته پریکړه شوې وه چې په راتلونکې ۲۵ اکتوبر به د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ترکي کې غونډه کیږي

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *