تازه خبرونه

پنجاب ته په کنځلو سره تاسو ته هیڅ په لاس نه راځي: سینیټر عرفان صدیقي

اپوزیشن مشر سینیټر عرفان صدیقي په آل پارټیز کانفرنس کښې چې په اسلام آباد کښې راجوړ شوې وو اوویل چې که د پاکستان فوځ مضبوط وي نو پاکستان او مونږ ټول به خوندي او قوي یو

1 min read

پنجاب ته په کنځلو سره تاسو ته هیڅ په لاس نه راځي: سینیټر عرفان صدیقي

اپوزیشن مشر سینیټر عرفان صدیقي اوویل چې مونږ ټولو ته په کار ده چې د هند پر وړاندې دا لويه بريا ونمانځوځکه پاکستان د ځان نه پنځه چنده ستر هېواد ته ماتې ورکړې

August 19, 2025

۔دوه ورځې وړاندې په اسلام آباد کښې د عوامي نېشنل ګوند له خوا رابلل شوې د ټولو ګوندونو،آل پارټیز کانفرنس کښې د حکومت استازي سينيټر عرفان صدیقي په خپله وينا کښې وويل چې پاکستان د ټولو صوبو په يو ځای کېدو او په بنیاد ولاړ دی، که صوبې وي نو پاکستان به وجود ولري_
ده وويل چې پنجابیان هم وژل کېږي، د پنجاب اوسېدونکي هم د شناختي کارډ په ښودلو ذبح کېږي او حلالیږي خو د بلوچستان پر ضد د پنجاب له لوري هېڅ کوم غږ نه پورته کېږي_

ده وويل چې اختلاف او بدګماني دې د خپلې کچې پورې محدودې وساتئ او پرې بحث وکړئ، خو خپل اختلاف دې د پاکستان پر ضد مه کاروې،زیاته ی کړه چې که پاکستان قائم وي نو صوبې به هم ولاړې وي او که صوبې نه وي نو بیا به پاکستان هم قایم نه وي_
ده وويل چې پاکستان ته د پاکستان په نظره او وګورئ او اختلاف مو په کرکه مه بدلوې، ستاسې د صوبو استازي په وفاق کې ناست وي چې د دې هېواد د قانون جوړونې برخه وي_

ده وويل چې پاکستان يوازې د پنجاب صوبه نه ده او یواځې پنجاب یواځې پاکستان نه شي کیدلې. پاکستان د ټولو صوبو نه جوړ شوی، صوبې زمونږ د سر تاجونه دي، خيبر پښتونخوا او سندھ د وفاق پر تندي ځلا او ګاڼه ده. ده زياته کړه چې که صوبې وي نو پاکستان به هم قائم وي_

سینیټر عرفان صدیقي د ګډونوالو پر نيوکو ځواب اوویل چې پاکستان د پاکستان له نظره وګورئ. ده وويل چې پاکستان د ټولو صوبو نه جوړ يوه ښایسته د ګلونو ګلدسته ده، که تاسې دې ته زيان ورسوئ نو بيا به دا پاتې نه شي_

په فوځ نيوکو ځواب کښې ده وويل فوځ څخه هر څوک ګیلې لري، مونږ ی هم لرو، خو شکايت او ګیلې باید په کرکه بدلې نه کړو_
ده وويل چې په دې هېواد کښې څلور مارشل لاوې لګېدلې دي چې د دې هېواد بینادونه يې کمزوري کړي دي. ده زياته کړه که راتلونکې کښې څوک داسې حرکت وکړي نو مونږ به يې مخالفت او مزاحمت وکړو_

ده وويل چې فوځیان هم ددې هیواد اوسیدونکي او ښاریان دي. ده زياته کړه چې همدغه فوځ د دې هېواد دفاع کړې او کولای ی شي_
ده وويل چې په ترهګرۍ کښې عام خلک، پوليس او فوځيان وژل کېږي. پر فوځ دا نيوکه بې ځايه ده چې ګواکې ترهګري دوی کوي. اخر غوځ ولې داسې کار وکړي چې عام اولس اووژل شي؟
ده وويل چې د ترهګرۍ اغېزمنو صوبو کښې پنجاب هم شامل دی او پنجابي خلک هم وژل کېږي. ده وويل چې تر نهه نوي زره کسان وژل شوي چې ډېری يې فوځيان دي_

په دې وروستيو کښې د پاکستان لوري د هند په ضد بريا په اړه ده وويل په دغو ورځو کښې زه استانبول کښې وم، کله مې چې پاسپورټ هوايي ډګر کښې اهلکار ته ورکړ نو کارکوونکي پاسپورټ ته وکتل، بيا يې زما خواته وکتل او مسکۍ شو، بيا يې په لاس د بري او فتحې اشارې وکړه_
ده وويل چې مونږ ټولو ته په کار ده چې د هند پر وړاندې دا لويه بريا ونمانځو. دا کومه کوچنۍ خبره نه ده، پاکستان د ځان نه پنځه چنده ستر هېواد ته ماتې ورکړې ده، نو مونږ ټولو ته په کار ده چې دا بريا ولمانځو_

ده وويل که خدای مه کړه کوم بريد وشي نو همدا فوځ به د پاکستان او ولس دفاع کوي. ده وويل چې په بلوچستان او ټولو صوبو کښې فوځ د هېواد د دفاع لپاره بوخت دې_

ده وويل چې مولانا فضل الرحمان د ملي ډایلاګ ښه وړاندیز کړی دی. که څوک تحفظات،اندیښنې لري، يوه کميټه جوړه کړئ او د هغو نومونه پکې شامل کړئ چې تحفظات او اندیښنې لري. زیاته ی کړه چې زه به د هغوی خبرې او قضیه په خپله وزيراعظم ته يوسم او د بحث لپاره به ورته وړاندې کړم_

ده وويل چې زمونږ پر حکومت نيوکه کېږي چې ګواکې مارشل لا يې لګولی. ده وويل ايا په مارشل لا کښې د ټولو ګوندونو غونډې کېږي؟ ايا په مارشل لا کښې داسې سياسي ډایلاګ کېږي؟

ده وويل چې د کرايې په قانون کښې چې ویل ی تاسو د کرايې دار کاغذونه نه دي جمع کړي، زه ی د شپې ناوخته له کوره پورته کړم، عدالت ته ی وړاندې کړم_

ده وويل چې د جمهوريت لپاره ټولو قربانۍ ورکړي دي. ده زياته کړه که د پاکستان آيين قائم وي نو پاکستان به هم قائم وي. ده وويل چې په آيين کښې د اصلاحاتو لپاره تل ځای وي، نو ځکه تر اوسه ۲۶ بدلونونه شوي دي

ده وويل چې د هند په آيين کې ۴۰ بدلونونه شوي دي. ده وويل که تاسې غواړئ پر آيين د تبرپه څیر ګوزار وکړې نو مونږ به اجازه ورنکړو. ده زياته کړه که د پاکستان آيين قائم وي نو پاکستان به هم تل قایم او تل پاتې وي

Related Articles

د ضلع خیبر په تحصیل باړه وسله وال صدر عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په اړه راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

October 25, 2025

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

د دوحه تړون وروسته پریکړه شوې وه چې په راتلونکې ۲۵ اکتوبر به د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ترکي کې غونډه کیږي

October 25, 2025

عملیات له خفیه معلوماتو وروسته ترسره شول، ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګر کم عمره ماشومان دي، راپور دې چې یو مهم کمانډر هم په دې کې له منځه وړل شوې

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *