تازه خبرونه

په صوبه کښې د سختو بارانونو اټکل: ټول ښوونځي به تر یوې اونۍ وتړل شي: اعلامیه

دا پریکړه صوبایی حکومت په داسې وخت کښې کړې چې په صوابۍ کښې هم د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ډیر زیات مالي او ځاني زیان شوې دې

1 min read

په صوبه کښې د سختو بارانونو اټکل: ټول ښوونځي به تر یوې اونۍ وتړل شي: اعلامیه

خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کښې د پاکستان فوځ او یو شمیر نور غیرسرکاري او د خیرښیګړې تنظیمونو په اغیزمنو سیمو کښې د ژغورنې اپریشن پیل کړې دې

August 19, 2025

د خیبر پښتونخوا حکومت د اولس د ژغورنې په اړه په یوه سرکاري اعلامیه کښې ویلي دي چې نن نه به تر یوې اونۍ پورې په صوبه کښې ټول سرکاري او غیرسرکاري سکولونه تړلي وي.
په خپره شوې سرکاري خبرپانړه کښې ویل شوي دي چې ۱۹م اګست څخه تر ۲۵م اګسټ پورې به د خیبر پښتونخوا په اوچتو سیمې کښې ټول سرکاري او غیرسرکاري سکولونه تړل شوي وي.
په اعلامیه کښې ویل شوي دي چې دا پریکړه دې لپاره شوې ده چې د زده کوونکو ،ښوونکو او نور د سکول اهلکارو ژوند خوندي کړې شي.
دلته باید یادونه وشی چې د صوبې په اوچتو سیمو سوات، شانګله، بونیر او قبایلي سیمه باجوړ کښې د کلاوډ برسټ او سختو سیلابي څپو له امله په سلګونو وګړو ژوند له لاسه ورکړو .
دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په صوابۍ کښې هم پرون د وریځو د چاودنې او سختو سیلابي څپو له وجهې ګڼ شمیر کورونه په سیلابي څپو کښې ډوب شول او ۴ څلور کسانو ژوند هم له لاسه ورکړو.
این ډي ایم اې په یو رپورټ کښې ویلي دي چې په ټول ملک کښې ۶۶۰ د سختو سیلابونو او طوفاني باران له وجهې وژل شوي دي

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *