تازه خبرونه

د هند اپوزیشن مشر د هند لوی جمهوریت بربنډ کړې

کارپوهان وایی چې نړۍ هند ته د لوی جمهوریت په نظر ګوري خو په حقیقت کې په دې لوی جمهوریت کې د مودي په څیر د سیاست په شکل کې داسې سیاسي مشران دي چې سیاست او جمهوریت د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي
د هند اپوزیشن مشر د هند لوی جمهوریت بربنډ کړې

د کرناټک وزیراعلی سدارامیا هم دغه دریځ تکرار کړ او د هند ټاکنو کمېشن یې په “خیانت” تورن کړ

راهول ګاندي چې د هند په کانګرس کښې اپوزیشن مشر دې د بې جي پي او د ټاکنو په کمیشن سختې نیوکې کړي دي او د کال ۲۰۲۴ د لوک سبها ټاکنې ی دولتي درغلي بللې ده.

نوموړي ویلي، د وزیراعظم نريندرا مودي شهرت د “آپريشن سندور” وروسته په چټکۍ سره راټيټ شوی او د هغه حکومت اوس د ولسي ملاتړ پر ځای د درغلیو او د ادارو پر کنټرول ولاړ دی.

دا ټاکنې نه وې، بلکې د خلکو د آزادۍ غلا وه: راهول ګاندي د انتخابي درغلیو پنځه لارې

راهول ګاندي د څېړنو له مخې د ټاکنو پنځه اصلي درغلۍ په ګوته کړې

لومړۍ درغلي ی دا په ګوته کړې چې رای ورکوونکي په بیلابیلو صوبو کښې رجسټر شوي او ددوی نومونه څو ځله لیکل شوي وو، په جعلي شناختي کارډونو ،په جعلي نومونو کسان رجسټر شوي وو ، په یوه پته ډیر ووټران رجسټر شوې وو، په یوه پته سلګونو رای ورکوونکي رجسټر شوي وو، څلورمه درغلي ی دا کړې وه چې د رای ورکوونکو په انځورونه کښې درغلي شوې وه او داسې ووټونه ۴،۱۳۲ وو.

پینځمه درغلي فارم ۶ غلط کارول وو، په دې فراډ کښې ۳۳،۶۹۲ ووټونه وکارول شول چې جعلي او غلط وو.


د ټاکنو کمېشن – د بی جې پي وسیله؟

راهول ګاندي اوویل چې د ټاکنو کمیشن باید بې طرفه وی خو د ټاکنو کمیشن داسې و نه کړل، دا کمیشن په حقیقت کې بې جې پي کاروي، ووټر لسټونو لاس ته راوړونه بنده کړې شوه، د رای اچونې مرکزونو سی سی ټي وي فوټیج غایب کړې شو او د ډیجیټل ریکارډ آډټ هم رد کړې شو.

دلته باید یادونه وشی چې دکرناټک وزیراعلی سدارامیا هم دغه دریځ تکرار کړ او د هند ټاکنو کمېشن یې په “خیانت” تورن کړ.

بی جې پي غبرګون

بی جې پي دا تورونه سیاسي ډرامه وبلل، خو ټاکنو کمېشن راهول ګاندي ته ننګونه وکړه چې “په سوګند سره دې نومونه واخلي.” شنونکي وایي، دا د فشار او وېرې تګلاره ده تر څو اصلي پوښتنې خاموش کړي.

هند دیموکراسي بربنډه شوه

راهول ګاندي وویل، اوس په هند کې ټاکنې د خلکو مینډېټ نه بلکې “پروګرام کېدونکي” او “کنټرول کېدونکي” دي. په مهاراشټرا، هریانه او مدهيه پردېش کې د رایو توپیر غیر منطقي وو، او په یو پي او ګجرات کې د رایه ورکوونکو شمېر د سرشمېرنې سره سمون نه خوري.

هغه زیاته کړه، دا یوازې د هندي ولس ستونزه نه ده، بلکې د نړیوالې جمهوریت لپاره هم خطر دی.

راهول ګاندي وویل چې دا ټاکنې نه وې، بلکې د ولس آزادي لوټ کول وو نوموړي د عدالتي پلټنو، د مدني ټولنو فعاله ونډې او د نړیوالې ټولنې د پام غوښتنه وکړه.

دلته باید یادونه وشی چې نړۍ دا فکر کوي چې هند یو لوی جمهوریت دې خو په اصل کې دا لوی جمهوریت د مودي په څیر کسانو قبضه کړې او دا جمهوریت او د هند ولس د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

Related Articles

د بلوچستان لبريشن آرمي وسله‌والو په مبينه توګه يوه ښځه د ټوپک په زور تښتولې، امنيتي ادارې د ژغورنې او پلټنو عمليات پيل کړي.

January 29, 2026

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *