تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې دې فوځي اپریشن بند شي: آل پارټیزکانفرنس

آل پارټیز کانفرنس کښې دا غوښتنه هم شوې ده چې ضم ضلعو کښې دې اختیارات سول انتظامیه له ورکړل شی او ۳ درې ایم پي او دې هم ختم کړې شي
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې دې فوځي اپریشن بند شي: آل پارټیزکانفرنس

په اعلامیه کښې وایی چې د جبري ورکېدنه په کلکه غندنه کوي او د ورکو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي

نن د اتوار په ورځ مېرېټ هوټل اسلام اباد کښې دعوامي نېشنل ګوند لوري راغوښتل شوي د آل پارټۍ کانفرنس په ګډه اعلاميه کښې ويل شوي دي چې په پاکستان کښې بدامني او ترهګري د تېر وخت د ناکامو تګلارو نتيجه ده. د جمهوريت په اصلي معنو کښې نافذول او د صوبو له حقونو پرته سوله او پرمختګ ناشونی دی. ترهګري او انتها که په هر ډول وي په کلکه ی غندو.

اعلاميه کښې غوښتنه شوې چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې دې فوځي عمليات سمدستي بند کړل شي، د عدليې تر څار لاندې دې د حقيقت موندنې کمېشن جوړ کړل شي.

په اعلامیه کښې ویل شوي او دا غوښتنه هم شوې چې د قاتلانو ډلې او وسله وال دې ختم کړې شي او د اتلسمې آئيني ترميم بشپړ تطبيق دې وشي.

سپیشل انوسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل دې ختم شی اود این ایف سي ایوارډ باندې دې عمل باوري کړې شي.

په اعلاميه کښې دا هم ويل شوي چې د معدنياتـو او وسایلو په اړه دې د صوبو حقونه ومنل شي، په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کښې دې غير قانوني ځمکنۍ وېشنې لغوه کړل شي، په بلوچستان کښې دې لېویز ځواک د نوي دور پر بڼه جوړ کړل شي او په ورګډو ضلعو کښې دې واکونه ملکي ادارو ته وسپارل شي.

په اعلامیه کښې وایی چې د جبري ورکېدنه په کلکه غندنه کوي او د ورکو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. همدارنګه ويل شوي چې سياسي بنديان دې خوشې کړل شي ،

څلورم شیډول او ۳ درې ایم پي او دې ختم شي او د آزادو سیاسي فعالیتونو فضا دې رامنځته کړې شي.

اعلامیه کښې زیاتوي په آزاده میډیا دې بندیزونه پای ته ورسوي او پیکا ایکټ هم دوی ردوي.

اعلاميه کښې د شهيدانو (اې اېن پي) د قاتلانو د نيولو غوښتنه شوې ده، د بهرنيو جګړو څخه د لېرې پاتې کېدو غوښتنه شوې ده. همدارنګه ويل شوي چې تجارتي لارې دې بېرته پرانستل شي او د صوبو په اختيار کښې ورکړل شي.

د فوځي عملياتو او ترهګرۍ ځپلو سيمو د بيا رغونې غوښتنه شوې ده او د بې کوره شو ستنېدنه او هغوی ته معاوضه ورکولو غوښتنه هم شوې. .

اعلاميه کښې د فرنټير کانسټبلري په فېډرل کانسټبلري بدلولو مخالفت څرګند شوی دی. د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلې ضلعې دې آفت ځپلې وګرځول شي او د رېسکيو 1122 ګاډي دې د خېبرپښتونخوا حکومت ته وسپارل شي. د ضلع کرم بندې لارې دې پرانستل شي.

د افغان کډوالو جبري ستنېدنه په کلکه غندل شوې، د بلوچستان زرعی پوهنتون دې بېرته د تعليمي چارو لپاره فعال کړل شي. .

اعلاميه کښې ويل شوي چې د ۲۳ اګست امن مارچ به وځنډول شي ، په ګډ دريځ کښې ټينګار شوی چې د پاکستان امنيت او پرمختګ د آئين پر برلاسي او د صوبو پر مساوي حقونو کښې دې

Related Articles

د پاکستان لومړي وزیر شہباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل، څو د دواړو هېوادونو اړیکې او اقتصادي همکاري په ستراتیژیکه کچه نوره هم پیاوړې شي۔

February 25, 2026

شننه ښيي چې د پاکستان تحريک انصاف پلویان په انلاین نړۍ کې ټاکلې همدردي ښيي، د ښځو د حقونو موضوع د سیاسي پیغام رسولو لپاره کاروي، نه د ثابتو اصولو پر اساس.

February 25, 2026

طلال چودري ترکیې ته خپل بریالی سفر بشپړ کړ، د دوه‌ اړخیزې همکارۍ په برخه کې یې د ترهګرۍ ضد، امنیتي، او د مخدره توکو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړې

February 25, 2026

د امیسټي انټرنیشنل د سویلې آسیا د بې‌طرفۍ، د کارکوونکو په ټاکنه، او په سیمه‌ییزو راپورونو کې د هندي دولت د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنې راپورته شوي

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *