تازه خبرونه

بونیر کښې د ۲۰شل اربه روپو زیات زیان شوې دې

د راپورونو ترمخه ټولو زیات زیان رسیدونکې سیمې باجوړ او بونیر دي
سېلاب څلور لوی پلونو ته جزوي زیان رسولی او دوه پلونه یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي

بونیر کښې له سختو بارانونو او سیلابونو له امله ځایی اولس ته ډیر زیات مالي او ځاني زیان رسیدلې دې، ۲۳۰۰ کورونه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي

د بونیر ځایی انتظامیه ترمخه په بونیر کښې ۳۵۰ وګړي د سخت باران او سیلابونو له امله شهیدان شوي دي

بونیر : د خیبر پښتونخوا په بونیر کښې د ضلعي ادارې د لومړنۍ رپورټ ترمخه، په دغه ضلع کښې تر اوسه پورې ټول ۳۵۷ کسان مړه شوي او ۶۷۱ تنه ټپیان شوي دي، همدارنګه ۴۰۵۴ څاروي هم د سېلاب او سختو بارانونو له امله له منځه تللي دي.

په سیمه کښې د کورونو د تباهۍ په اړه په رپورټ کښې ویل شوي دي چې ۲۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول سخت باران او سیلابونو ویجاړ کړي دي، ۴۱۳ کورونو ته کم زیان رسېدلی دی، ۶ دولتي ښوونځي په بشپړه توګه سېلاب وړې دي او دوه د پولیسو سټېشنونه هم سیلابي اوبو ویجاړ کړي دي. .

د سېلاب له امله د خلکو کاروباري مرکزونو ته هم ستر زیان رسولې دې. ټولټال ۶۳۹ موټرې په بشپړ ډول تباه شوي، ۸۲۴ دوکانونو ته جزوي زیان رسېدلی او ۱۲۷ دوکانونه په بشپړه توګه په سیلابي اوبو کښې له منځه تللي دي. .

سېلاب څلور لوی پلونو ته جزوي زیان رسولی او دوه پلونه یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي. درې دولتي روغتونونو ته هم جزوي زیان رسېدلی دی. .

د لومړي اټکل له مخې، یوازې د بونیر په ضللع کښې ه ۲۰ اربه روپو څخه زیات مالي تاوان رسېدلی دی.

د ضلع بونیر دې انساني بحران په اړه صوبایی حکومت وایی دوی د ژغورنې اپریشن دوام لري او د زیان په اړه معلومات راجمع کولو لپاره ی یو مرکزي ایمرجنسي یونټ فعال کړې دې.

وړمه ورځ ایچ ټي این سره په خبرو کښې د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاه ویلي وو چې دوی په ټوله صوبه او قبایلي سیمه باجوړ کښې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اولس ته د رسیدلې زیان په اړه غمجن دي او ددې مالي او ځاني زیان په اړه به ګامونه واخستل شی ترڅو دوی ته مرستې ورسول شي.

بل اړخ ته د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کښې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري میډیکل کیمپونه فعال شوي دي او په سیمه کښې ی د اغیزمن شوو کورنیو غړو علاج او دوی ته دارو درمل ورکول پیل کړي دي

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *