تازه خبرونه

باجوړ کښې د ترهګرو په ضد اپریشن: پرون څخه ګرځبندیز لګیدلې

باجوړ کښې د ترهګرو په ضد عملیات دوام لري
د سرکاري او امنیتي سرچینو ترمخه د باجوړ په بعضې سیمو کښې وسله وال چې زیات افغان وګړي دي،غواړي ناامني خپره کړي

باجوړ کښې په سیمه کښې د امن لپاره د مشرانو جرګه وسله والو ډلو مشرانو سره ناکامه شوه،وروسته بیا د ترهګرو په ضد د اپریشن پریکړه وشوه

د باجوړ په ماموند تحصیل کښې تر ۲۱م د اګست کرفیو لګول شوې ده چې د ترهګرو ډلو په ضد هدفمند اپریشن ترسره شي

په قبایلي سیمه ضلع باجوړ کښې د ترهګرو ډلو په ضد عملیات کولو لپاره په

تحصیل ماموند کښې عملیاتو له امله په ۲۴ سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی دی۔

د خیبرپښتونخوا د داخلې څانګې تر منظوري وروسته ضلعې ادارې اعلامیه خپره کړې ده۔

د اعلامیې له مخې د ګرځبندیز پر مهال په سړک ګرځیدل او له کوره بهر راوتل منع دي۔

په اعلامیه کښې ویلې شوي دي چې ګرځبندیز به له اګست پر ۱۶مه د ماښام له ۵ بجو څخه د اګست تر ۲۱مې پورې د ماښام تر ۵ بجو پورې عملي وي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې صوبایی حکومت او امنیتي ځواکونو له لوري وسله والو ډلو ته د ځایی مشرانو جرګې له لارې مهلت ورکړل شو چې دوی دې د باجوړ بعضې سیمو څخه اووځي خو د مشرانو جرګه وسله والو سره په خبرې کښې بریالۍ نه شوه او صوبایی حکومت پریکړه وکړه چې په دې سیمو کښې به د ترهګرو ډلو په ضد عملیات وشي ترڅو د ځایی اولس ژوند او مال خوندي شي او امنیت په ځای شي.

په اعلامه کښې ویلې شوي دي چې خلک دې په یادو شوو وختونو کښې خپل ټول کاروونه پای ته ورسوي او په کورونو کښې دې پاتې شي، په اعلامیه کښې زیاتوي که اولس دا کار و نه کړې او له لارښوونې سرغړونه وکړي نو د هر ډول ناخوښې پېښې مسؤلیت به هم د دوی پر غاړه وي۔

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *