تازه خبرونه

خېبر پښتونخوا سيلاب تباه کارۍ،ټوله صوبه کښې غم ،امريکې، برطانيې او نور ملکونو سيلابونو کښې ځاني زيان باندې د افسوس اظهار کړې،پاکستان سره ئې د يو والي اظهار کړېدے

نړي وال ملکونو خېبرپښتونخوا کښې سيلابونو لوجې شوي زيانونو باندې د افسوس اظهار کړېدے
خېبرپښتونخوا ۹ ضلعې د سيلابونو نه سخت مثاثره،د بحالۍ او بيا آباد کارۍ په کارونو به کالونه ولګي

خېبرپښتونخوا تباه کن سيلابونه،ټوله صوبه کښې غم

متاثره سيمو کښې امدادي هلۍ ځلې جاري ،وفاق به د مشکل په دې وخت کښې خېبرپښتونخوا يواځې پرينږدي،وزيراعظم شهباز شريف

صوبه کښې دوه ورځې مخکښې راغلي سيلابونو د نقصاناتو او د متاثرينو بيا آباد کارۍ جائزه اخستو لپاره د وزيراعلي علي امين ګنډا پور په مشرۍ کښې هنګامي اجلاس شوېدے چې پکښې پي ډي ايم اے چارواکو،ډپټي کمشنرانو او نور اعلي چارواکو شرکت کړي وو ۔ پي ډي ايم اے او متعلقه چارواکو د سيلابونو لوجې شوي نقصاناتو په حواله وزيراعلي ګنډا پور له تفصيلي بريفنګ ورکړېدے ، وزيراعلي اجلاس ته وينا په وخت سيلاب ځپلي سيمو کښې د ريليف کارونه تيزولو هدايت کړې او وئيلي ئي چې بند سړکونه او لارې کهلاؤيدو ته دې وړومبې ترجيح ورکړې شي ۔ وزيراعظم متاثرينو ته په فوري توګه امدادي رقم ورکولو هدايت هم کړېدے ۔ خېبرپښتونخوا حکومت د سيلاب متاثره علاقو لپاره په هنګامي بنياد پنځوس کروړ روپۍ فنډز جاري کړېدے ۔ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې وفاقي حکومت به د مشکل او غم په دې لمحاتو کښې د خېبر پښتونخوا اولس چرې هم يواځې پرينږدي، په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې اين ډي ايم اے چيئرمين ته ئې د سيلاب نه متاثره نهه ضلعو کښې امدادي کارروائۍ تيزولو او د تګ راتګ لارې کهلاؤلو لپاره اقداماتو تيزولو هدايت کړيدے ۔۔ متاثره سيمو کښې کور په کور او کوڅه په کوڅه غم دے،دې غمژنه پيښه کښې د مړه شوؤ کسانو اجتماعي جنازې ادا شويدي ۔ خېبر پښتونخوا حکومت د دې پيښې خلاف د يوې ورځې سوګ نمانځلې وو بلخوا په متاثره علاقو کښې ريسکيو آپريشن مکمل کيدو نه پس ريليف آپريشن ، د متاثرينو د بحالۍ او بيا آباد کارۍ عمل شورو شوېدے،ريليف آپريشن کښې د پاک پوځ اهلکار هم برخه اخلي ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د سيلاب متاثرينو د بحالۍ متعلق خصوصي هدايات جاري کړيدي،خېبر پښتونخوا کښې تعينات د پاک پوځ اهلکارو ته د سيلاب ځپلو بحالۍ کښې مرسته کولو او د پوځ اضافي دستې خېبر پښتونخوا ته د ليږلو حکم ئې کړيدے ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د پوځ انجنيئرانو ته د متاثره علاقو تباه شوي پلونه په فوري توګه د جوړولو او اولس ته ريليف لپاره عارضي پلونه د جوړولو هدايت کړېدے ۔ سيکيورټي ذريعو ترمخه پاک پوځ د يوې ورځې تنخوا او راشن سيلاب متاثرينو ته وقف کړېدے ۔

سيلاب نقصاناتو باندې د بهرملکونو اظهار افسوس

مختلف ملکونو خېبرپښتونخوا، ګلګت او کشمير کښې اوسني سيلابونو لوجې شوي ځاني زيان باندې د افسوس اظهار کړېدے ۔ اسلام آباد کښې د امريکې سفارت پاکستان کښې راغلي سيلابونو لوجې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس اظهار کړېدے، د امريکې سفيرې نيټلي بيکر خپل پيغام کښې ټول غم ځپلي او متاثره خاندانونو سره د غمرازۍ اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې د امريکې سفارتي ټيم دې مشکل وخت کښې د پاکستانيانو سره اوګه په اوګه ولاړ دے ۔ سعودي عرب، برطانيې، آسټريليا او فرانس سفارتخانو لخوا جاري شوي بيانونو کښې هم د پاکستان په شمالي برخو کښې د سيلابونو لوجې د ۳۰۰ نه زيات کسانو په مرګ د افسوس اظهار کړېدے ۔ د دې ملکونو سفيرانواوهائي کمشنرانو خپل پيغاماتو کښې د کلاؤډبرسټ او بارانونو لوجې اوړيدلي ځاني او مالي نقصاناتو باندې د افسوس اظهار کړېدے او پاکستان حکومت او د متاثره کسانو لواحقينو سره ئې د غمرازۍ او خواخوګۍ اظهار کړېدے ۔ دې ملکونو د مشکل په دې لمحاتو کښې پاکستان سره د يووالي اظهار هم کړېدے ۔

موسمياتي بدلون د آفتونو لوئې سبب

پاکستان بشمول د نړۍ نور ملکونه د موسمياتي بدلون د خطرو سره مخ دي چې لوجې ئې تير څو کالو راهسې سيلابونو، اوچکالۍ او د ګرمۍ شدت کښې اضافه په نظر راغلې ده ۔ اوسني سيلابونو نه مخکښې پاکستان کښې په کال دوه زره لسم او کال دوه زره دويشتم کښې هم خونړي سيلابونه راغلې وو چې د لکونو خلک ئې متاثره کړي وو۔ موسمياتو محکمې ماهرينو ترمخه د معمول نه زيات يا بے وخته بارانونه کيدل او کلاؤډ برسټ واقعات هم د موسمياتي بدلون په خطرو کښې راځي ۔ د ګلګت بلتستان او کشمير نه پس د خېبر پښتونخوا په نهه ضلعو کښې کلاؤډ برسټ د پيښې لوجې په دومره لوئي شمير کښې د مرګ ژوبلې واقعات رامخې ته شويدي ۔ ماهرين وائي چې کلاؤډ برسټ يو داسې قدرتي آفت دے کوم چې د سترګو په رپ کښې په لويه پيمانه تباهي خورولو سبب ګرځي ۔ د کلاؤډ برسټ په وجه ډير کم وخت کښې د باراني اوبو داسې چپه راشي چې خلکو له ځانونه د سنبهالولو او پيشګي انتظامات کولو هيڅ موقع په لاس ورنه شي او په ساعت کښې روغ روغ کلي او آبادي په اوبو کښې لاهو شي ۔ تير څو ورځو راهسې په ګلګت بلتستان،کشمير او اوس د خېبر پښتونخوا په سيلاب ځپلو سيمو کښې کلاؤډ برسټ د وجې په دومره کم وخت کښې زيات ځاني او مالي زيانونه اوړيدلي دي ۔موسمياتي بدلون، د زمکې درجه حرارت کښې مسلسل اضافه او ماحولياتي توازن خرابيدو لوجې په غريزو علاقو کښې د کلاؤډ برسټ واقعاتو کښې اضافه معمول جوړ شوېدے ۔ د راتلونکي نسلونو د بقا لپاره په موسمياتي بدلون قابو موندل ضروري دي د دې د مخ نيوي لپاره په نړي وال سطح هم کوششونه جاري دي ۔

Related Articles

د پاکستان لومړي وزیر شہباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل، څو د دواړو هېوادونو اړیکې او اقتصادي همکاري په ستراتیژیکه کچه نوره هم پیاوړې شي۔

February 25, 2026

شننه ښيي چې د پاکستان تحريک انصاف پلویان په انلاین نړۍ کې ټاکلې همدردي ښيي، د ښځو د حقونو موضوع د سیاسي پیغام رسولو لپاره کاروي، نه د ثابتو اصولو پر اساس.

February 25, 2026

طلال چودري ترکیې ته خپل بریالی سفر بشپړ کړ، د دوه‌ اړخیزې همکارۍ په برخه کې یې د ترهګرۍ ضد، امنیتي، او د مخدره توکو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړې

February 25, 2026

د امیسټي انټرنیشنل د سویلې آسیا د بې‌طرفۍ، د کارکوونکو په ټاکنه، او په سیمه‌ییزو راپورونو کې د هندي دولت د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنې راپورته شوي

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *