آزاد کشمير،ګلګت بلتستان او مقبوضه کشمير کښې هم دې قدرتي آفت لوجې ۴۶ کسان مړه شويدي، متاثره سيمو کښې ايمرجنسي نافذ
د ملک په مختلف برخو کښې د پشکال د بارانونو سلسله دوامداره ده،اوسني بارانونو يو وارې بيا د خېبر پښتونخوا برني علاقو کښې سيلابونه راوستي او په لويه پيمانه ئې نقصانات کړيدي ۔ بونير کښې طوفاني بارانونه نه پس سيلابونه راغلي دي ، ګوکند،پير بابا او خواؤ شا سيمو کښې کورونه،ودانې او پلونه اوبو اوړيدي،د بونير ډپټي کمشنر ترمخه سيلابونونو د ۸۵ کسانو ژوند اخستې دے ۔ د باجوړ سالارزۍ تحصيل کښې کلاؤټ برسټ او آسماني تندر پريوتو نه پس سيلاب راغلې وو،د باجوړ ډپټي کمشنر شاهد علي رسنيو ته وئيلي دي چې سيلاب او د غر ګټ راپريوتو لوجې څلور کورونه په مکمله توګه تباه شويدي چې لوجې ئې ۲۱ کسان مړه شويدي ۔ سوات کښې هم تازه سيلابونه راغلي دي ، په شيبو واريدلي باران لوجې په مينګوره خوړ، خوازه خيله، هزاره خوړ،مدين،چارباغ،بريکوټ کښې سيلابونه راغلي وو، د چارباغ تحصيل په بشبنړ علاقه کښې يو کور سيلابي اوبو اوړېدے چې لوجې ئې شپږ کسان مړه شويدي ۔ د بټګرام او مانسهرې په پوله پروت نيل بند کلي کښې هم د شپې په وخت سيلابونه راغلي ۔ د بټ ګرام ضلعي انتظاميې ترمخه د آسماني تندرپريوتو نه پس خوړونو او نالو کښې سيلاب راغلې وو، د سيلابونو لوجې دولس کسان مړه شويدي، د بټګرام اسسټنټ کمشنر د مړه شوؤ کسانو شميره سيوا کيدو انديښنه څرګند کړيده ۔د کوزدیر میدان سوري پاو کرکنئ کلي کښې د تيز باران لوجې د کور چهت لويدلې دے چې پکښې درې زنانه او دوه ماشومان مړه شويدي ۔ مانسهره کښې د بسيا په مقام يو ګاډې درياب ته پريوتو لوجې دوه تنه مړه شويدي، ريسکيو چارواکو په کوششونو ګاډي کښې ناست څلور کسان حفاظت سره د اوبو نه راويستلي دي،بالا کوټ کښې په يو کور د خاورې خټ غورځيدلې دے چې لوجې ئې مور او لور مړه شويدي ۔ سرن ويلي کښې د لينډ سلائيډنګ په وجه خواؤ شا ۲۰۰ سيلګر ګهير شوي وو ولې مقامي خلکو او ريسکيو اهلکارو دغه سيلګري حفاظت سره د متاثره کلي نه راويستلي وو۔ په ګلګت بلتستان کښې هم د بارانونو او سيلابونو سلسله جاري ده ،ګوپس کلي کښې سيلاب تباهي خوره کړيده او لس کسان اوبو اوړې وو،سيلابونو لوجې ۸۰ کورونه مکمل ويجاړ شويدي بلخوا مقبوضه کشمير او آزاد کشمير کښې هم کلاوډ برسټ ځاني زيانونونه کړيدي،مظفرآباد کښې شپږ تنه او د مقبوضه کشمير کشتواړ کلي کښې شپږ څلويښت کسان مړه او په درځنونو ژوبل شويدي ۔