د پاکستان ۷۸مې د آزادۍ په ورځ د افغانستان اسلامي امارت چارواکي له لوري د خوښۍ او پیغام رالیږل یو ښه پرمختتګ دې.
په داسې ورځوکښې چې د پاکستان اولس او حکومت ددې هیواد ۷۸مه د آزادۍ ورځ په ډیرو خوښیو نمانځي، له ګاونډي هیواد افغانستان چارواکو لوري هم د پاکستان او اسحاق ډار په نامه د خوښۍ او مبارکي پیغام رالیږل شوې دې.
د بشپړ راپور ترمخه د افغانستان سفارت لوري په اسلاماباد کښې د پاکستان اسلامي جمهوريت د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان حکومت او ولس ته خپل صادقانه مبارکي وړندې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له لوري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نامه یو لیک کښې وایی چې مونږ خپله ټينګه ژمنه بيا تکراروو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ اړيکې لا پياوړې کړو.
په دې خبرپانړه کښې وایی چې مونږ د سيمې د سولې، ثبات او هوساينې د ګډو هيلو د پوره کولو لپاره بشپړه ډاډ ورکوو.
په دې خبرپانړه کښې له افغانستان لوري ددې خبرې هم ډاډ ورکړل شوې چې دوی به د دوه اړخیزه سوداګرۍ، په سیمه کښې د امن او د اولسونو ترمینځ د رابطو او مینې زیاتولو لپاره کار وکړي.
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې د پاکستان د آزادۍ او خپلواکي په ورځ له افغانستان ګاونډي هیواد څخه داسې پیغام او خبرپانړه راتلل یو ښه پرمختګ دې او داسې ګامونه به د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزه سوداګرۍ او سیاسي اړیکو کښې د لا زیاتوالي او ښه کولو باندې تمام شي.