تازه خبرونه

د مفتي منېر شاکر په وژنه کښې ککړ کسان نېول شوي

د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، د دیني عالمانو په نښه کولو کښې ی ښکېله ډله بربنډه کړې

1 min read

د تورنو کسانو په نيولو سره د مهمو ځایونو د حملو پلان شنډ شوی

د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، د دیني عالمانو په نښه کولو کښې ی ښکېله ډله بربنډه کړې او د داعش خراسان شبکه له منځه وړل شوې ده.

August 14, 2025

مفتي منېر شاکر تیرکال ۲۰۲۵ په پینځلمس د مارچ خپل جومات سره په بمي چاودنه کښې سخت ژوبل کړې شو چې بیا وروستو ی ژوند له لاسه ورکړو.

د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) نن د زیارت په ورځ دا خبر ورکړې چې د د ترهګرۍ ضد عملياتو کښې ی لويه بريا ترلاسه کړې او په پېښور کښې د مفتي منير شاکر د وژنې په پېښه کې ښکېل ډله يې په نښه کړې ده او نیولې ده.

سي ټي ډي خيبر پښتونخوا ويلي، د مفتي منېر شاکر د وژنې قضيه حل شوې، د پېښې سره تړلې ډله په ګوته شوې او تورن کسان ی نيول شوي دي۔

په بيان کښې ويل شوي چې په پېښور کښې په ۱۸ ترهګريزو پېښو کښې ښکېله ډله نيول شوې ده۔

د سي ټي ډي په وينا، د ډي اېس پي سردار حسين خان په ګډون د ۱۴ پوليسو د وژنې په پېښو کښې ککړ کسان نيول شوي دي۔

په بیان کښې ی ویلي دي چې د تورنو کسانو په نيولو سره د مهمو ځایونو د حملو پلان شنډ شوی، او د دوی له قبضې څخه وسله او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، د دیني عالمانو په نښه کولو کښې ی ښکېله ډله بربنډه کړې او د داعش خراسان شبکه ی له منځه وړل شوې ده، په بیان کښې زیاته کړې چې د ۱۱ مې د پېښور ځانمرګي بريد مسوول هم نيول شوې دې.

سي ټي ډي ويلي چې په ۸ بريدونو کښې يو ډول وسله کارول شوې ده.

مفتي منېر شاکر څوک وو؟ لشکر اسلام سره ی څه تړاو وو؟

ددلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې مفتي منیر شاکر هغه یو دیني عالم وو چې د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې ی د لشکر اسلام په نامه یوې وسله والې ډلې بنسټ کیښود، د معلوماتو ترمخې مفتي منیر شاکر لشکر اسلام ډلې بنیا د کال ۲۰۰۴ په دسمبر کال کښې کیښودو او د پاکستان حکومت دا وسله واله ډله په کال ۲۰۰۸ کښې ناقانونه اعلان کړه.

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشي چې د لشکر اسلام ډلې سره مسلکي اختلافاتو له وجهې د لنډي کوتل په بازار ذخه خیل او وادي تیراه کښې یو شمیر ډلو او ځای اولس د لشکر اسلام په ضد وسله را اوچته کړه او په سیمه کښې ناامني او بې ثباتي خپره شو او له دې کورنۍ جهګړې له وجهې په سلګونو ځایی ځوانانو ژوند له لاسه ورکړو.

دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې په باړه کښې حاجي نامدار سره د مسلکي اختلافاتو له امله مفتي منېر شاکر او د هغه بل ملاتړکوونکي منګل باغ له باړه تحصیل څخه اوویستل شو او په بازار ذخه خیلو کښې ی د ګاګرینه په سیمه کښې خپل مرکز پرانستلو.

دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې مفتي منېر شاکر ترډیر وخت پورې غایب وو چې څو کاله وړاندې بیا راڅرګند شول او د خیبر ضلعې او د پیښور په جوماتو کښې ی بیا خپله دنده پیل کړه او په سیمه کښې ی یو ځل بیا ډیر پلویان پیدا کړل.

تیر کال ۲۰۲۵ د مارچ په ۱۵مه نیټه پیښور کښې هغه د خپل جومات سره نزدې په یوه زوروره بمي چاودنه کښې په نښه کړې شو او سخت ټپي شو چې بیا وروسته ی د پيښور په لیډي ریډنګ روغتون کښې ساه ورکړه.

Related Articles

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *