تازه خبرونه

د يوم آزادۍ او معرکه حق آپريشن د کاميابۍ جشن د قامي جوش او جذبې سره نمانځلې شوې ،قامي بيرغ پورته کولو دستورې،د ملک دفاع او استحکام لپاره يو موټي کيدوعزم

د يوم آزادۍ جشن قامي جوش او جذبې سره نمانځلې شوېدے

1 min read

د ملک دفاع او خپلواکۍ باندې به هيڅ قسمه سمجهوته ونه کړو،فيلډ مارشل عاصم منير

د ملک دفاع محفوظ ساتلو عزم سره يوم آزادي نمانځلې شوې

August 14, 2025

په څوارلسم اګست آزادي ترلاسه کولو نه پس د هند خلاف کامياب بنيان مرصوص آپريشن يو نوې پاکستان نړۍ ته معرفي کړېدے ،د هند جارحيت ناکامه کول د پوځ مهمه کاميابي وه،وزيراعظم شهباز شريف

د يوم آزادۍ په مناسبت سرښار اسلام آباد کښې د ۳۱ او د صوبو په سرښارونو کښې د ۲۱ توپو سلامي ورکړي شوي وه، کراچۍ کښې د قائداعظم او په لاهور کښې د علامه اقبال په مزارونو د ګارډز د بدلون او په سرکاري ودانو د قامي بيرغ پورته کولو خصوصي دستورې شويدي ۔ وزيراعظم شهباز شريف پاکستان مونومنټ کښې قامي بيرغ پورته کړے او د شهيدانو په يادګار ئې ګلونه ايښودي دي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په ګورنر هاؤس کښې او وزيراعلي علي امين ګنډا پور د ډيره اسماعيل خان په پوليس لائن کښې د پاکستاني قامي جهنډې پورته کولو دستورو کښې شرکت کړي وو ۔ د يوم آزادۍ په مناسبت خپل پيغاماتو کښې صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف،د ټولو صوبو ګورنرانو،وزرائے اعلي او د سياسي پارټو مشرانو اولس له د يوم آزادۍ مبارکي ورکړې او خپل پيغاماتو کښې ئې په شريکه د ملک امن او استحکام لپاره کوششونه کولو عزم کړېدے ۔ صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف خپل پيغاماتو کښې وئيلي دي چې څښکال د آزادۍ جشن د يو نوي اميد او وياړ سره نمانځو،د پاکستان قيام او د معرکه حق کاميابي د دوه قامي نظريې د حقيقت ګټه وه نن ټوله نړۍ پاکستان په يو نوي شکل کښې ويني يو داسې ملک چې د هيچا دباؤ او خطرو ته ئې سر ټيټ کړې نه دے ۔

پوځ به د ملک په آزادۍ او خپلواکۍ هيڅ سمجهوته ونه کړي، فيلډ مارشل

د پوځ مشرانو هم ټول اولس له د آزادۍ دجشن مبارکي ورکړيده او پاکستان يو آزاد ملک جوړونکي مشرانو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړېدے، خپل بيل بيل پيغاماتو کښې د درې واړو پوځ مشرانو وئيلي دي چې د قائداعظم محمد علي جناح په قيادت کښې زمونږ مشرانو د قربانو په ذريعه دا ملک آزاد کړېدے ،دا قربانۍ مونږ ته لارښودنه کوي چې د ملک د پولو او اولس د تحفظ لپاره به د هيڅ قسم قربانو نه ډډه ونه کړو۔ آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير د يوم آزادۍ په مناسبت خصوصي پيغام کښې وئيلي دي چې پوځ پيشه وارانه مهارت او جنګي تيارۍ باندې مکمل اعتماد لري د پولو د تحفظ لپاره به د هيڅ قسم قربانو نه ډډه ونه کړو او نه به د ملک په خپلواکۍ څه سمجهوته وکړو ۔ فيلډ مارشل د ملک آزادۍ لپاره مبارزه کونکي او د معرکه حق شهيدانو ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړيدي،د فيلډ مارشل عاصم منير بيان ترمخه پاک پوځ د روايتي، غير روايتي او هائبرډ خطرو د مخ نيوي لپاره مکمل تيار دے مونږ سيمه کښې امن غواړو خو هيڅوک دې هم دا د پاکستان کمزوري ونه ګڼي ۔ خپل بيان کښې فيلډمارشل زياته کړيده چې هند د پاکستان خلاف د روايتي جارحيت مظاهره کړې وه او د پاکستان عامه آبادۍ باندې ئې حملې کړې وې خو پاک پوځ د اولس په ملاټر د دې جارحيت غاښ ماتې جواب ورکړې او بنيان مرصوص آپريشن مو کړې وو کوم چې په تاريخ کښې د پاک پوځ د باتورۍ او ملک سره د وفادارۍ د جذبې علامت جوړ شوېدے ۔

د ملک دفاع لپاره جنګي صلاحيتونو نور مضبوطوؤ،وزيراعظم

د يوم آزادۍ او معرکه حق آپريشن کښې د کاميابۍ په حواله مرکزي دستوره تيره شپه اسلام آباد کښې شوي وه،چې پکښې صدر مملکت آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل عاصم منير،د پوځ مشرانو، بهرملکي سفيرانو،پارليمنټ ممبرانو او لوئي شمير کښې عام خلکو ګډون کړې وو ۔ دستورې په مهال د پوځ دستو د مارچ پاسټ مظاهره کړې، د ترکيه او آزربائيجان د پوځ دستو هم مارچ پاسټ کړې وو،صدر مملکت ته په دې موقع
خصوصي سلامي پيش کړي شوي وه ۔ دې دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف ټول قام له د آزادۍ مبارکي ورکړي او وئيلي ئي دي چې څوارلسم اګست عام ورځ نه ده بلکه د دې ورځې د اهميت په شا اوږد تاريخ پروت دے چې د کومې آزادۍ لپاره زمونږ مشرانو ۷۸ اويا کاله مخکښې قربانۍ ورکړې وې هم د دغې جذبې لاندي پاک پوځ د قام په مرسته معرکه حق آپريشن کښې دښمن له ماتي ورکړې وه او ثابته کړې ئي ده چې ژوندي قامونه چرې هم د خپل دفاع نه غافله نه وي ۔ د وزيراعظم وينا وه چې هند د يوې دروغو دعوي په بنياد په پاکستان حمله کړي وه او مودي ته په خپل جنګي طاقت ډير غرور وو خو هغه ته دا معلومه نه وه چې جنګونه د وسلې په زور نه ګټلي کيږي او پاکستان ورته داسې سبق وښودلو چې ټول عمر به ئې ياد ساتي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د ملک دفاعي صلاحيت مضبوطولو لپاره آرمي راکټ فورس کمانډ د جوړولو اعلان وکړو او وئي وئيل چې جديد ټيکنالوجۍ باندې برابر او د دښمن په هر اړخ د حملي صلاحيت لرونکې فورس به د پاکستان روايتي پوځي طاقت نور هم مستحکم کړي ۔ وزيراعظم زياته کړيده چې ايټمي قوت لوجې د اسلامي ملکونو پاکستان سره ډير اميدونه تړلي دي ، وزيراعظم شهباز شريف دا هم وئيلي دي چې د ايټمي طاقت مطلب دا نه دے چې ګني پاکستان د چا خلاف جارحانه عزائم لري بلکه د هند جوهري جارحيت توازن لپاره ايټمي صلاحيت ترلاسه کول د پاکستان لپاره ضروري وو ۔ خپل تقرير دوران وزيراعظم د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ لپاره د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ د کردار ذکر کړې، د هغه شکريه ئې ادا کړېده او طمع ئې څرګند کړيده چې صدر ټرمپ به د متحده قامونو د قراردادونو مطابق د کشمير مسئله هم حل کړي ۔

Related Articles

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

د امنیتي سرچینو ترمخه ځانمرګي برید ګر میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ سره د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه – څلوريامنیتي سرتیرې معمولي ټپیان شوي

December 19, 2025

د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه ایی بی ای او ایس بي پې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر سروې ښيي چې د کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي ته زیات شوی

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *