تازه خبرونه

د پاکستان آزادۍ په شپه یو شمیر سیمو کښې ترهګریز بریدونه

ضم قبایلي سیمه خیبر او د خیبر پښتونخوا په یو شمیرنورو سیمو کښې ترهګریز بریدونه شوي، ۵ پولیس اهلکار شهیدان شوي دي
د پاکستان آزادۍ په شپه یو شمیر سیمو کښې ترهګریز بریدونه

ضلع خیبر کښې هم د جشن آزادۍ نمانځول په مهال د پولیسو پوسته په نښه شوې ده خو کوم ځاني زیان نه دې اوښتې

د خیبر پښتونخوا او ضم ضلعو په سیمو کښې د پاکستان د ۷۸مې ازادۍ نمانځلو په موقع یو شمیر ترهکریز بریدونه شوي دي چې پکښې یو شمیر پولیس اهلکار شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو ترمخه په خیبر پښتونخوا کښې د ۶ ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې ۵ پولیس اهلکار شهیدان او ۵ نور ټپیان شوي دي۔

د پولیس ترمخه د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کښې هم د پولیسو پوستې سره د چاودیدونکي موادو چاودنه شوې ده، په بل ترهګریز برید کښې لنډي کوتل کښې یو کور مخې ته هم نامعلومه کسانو چاودیدونکي مواد ایښودلي وو او وچاودیدل، خو سرچینې وایی چې کوم ځاني زیان نه دې شوې.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله‌والو په یو وخت کې په اپر دیر، لوئر دیر، پېښور ، بنو او ضلع خیبر کښې پولیس په نښه کړي دي۔

پولیس وايي چې ترهګرو په اپر دیر کښې د پولیسو پر موبایل، په لوئر دیر کښې د پولیسو پر پوستې، په پېښور کښې د حسن خېل پر تاڼې او دوه نورو پوستو باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې د پولیسو سرتېرو یې بریدونه شاته وتمبول۔

د پولیسو په وینا، د پېښور د ښاري څنډې په حسن خېل تاڼه کښې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ د ډېر وخت لپاره ډزې وشوې۔ په برید کښې یو پولیس اهلکار شهید او یو ټپي شو۔

پولیس زیاتوي چې په اپر دیر کښې وسله‌والو د پولیسو موبایل په نښه کړ، چې په پایله کې ۳ اهلکار شهیدان او ۳ ټپیان شول۔

همدارنګه، د لوئر دیر د لاجبوک په سیمه کې د پولیسو پر پوستې د برید پر مهال یو پولیس کانسټیبل شهید شو۔

په بنو کې وسله‌والو د مزنګ پر پولیس پوستې برید وکړ، خو د پولیسو د ځوابي اقدام په ترڅ کې شاته وتمبول شول۔

د بنو د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي وایي چې پولیسو مېړانه وکړه، په کلکه یې مقابله وکړه او بریدکوونکي یې تېښتې ته اړ کړل

Related Articles

د کابل د هوايي برید وروسته د افغان چارواکو له خوا د سلګونو کسانو د مرګ ادعاوې راپورته شوې، چې له امله یې د پېښې د خپلواکو پلټنو غوښتنې هم زیاتې شوې دي

March 18, 2026

پاکستان د نړیوال د تېلو بحران له امله د سپمايي اقداماتو په ترڅ کې د مارچ ۲۳ پریډ لغوه کړی او پر ځای به په ټول هېواد کې ساده مراسم ترسره شي

March 18, 2026

پاکستان د کابل پر روغتون د برید په اړه د هند ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هوايي بریدونه یوازې د ترهګرو پر مرکزونو شوي او د ملکي زیان مخنیوی شوی

March 18, 2026

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *