پاک افغان بارډر تورخم سره نزدې د پاکستان ۷۸ مې آزادۍ ورځ په مناسبت سره په ۱۳اګسټ د لنډي کوتل تحصیل په جرګه هال کښې تابیا شوي د کیوکشن کان انټرنیشنل کراټي آزادۍ کپ ۲۰۲۵ په سیالیو کښې له افغانستان څخه میلمه ټیم او د پاکستان په خیبرپښتونخوا کښې میشت ګنړ شمیرد کراټې ټیمونو او ددوی استاذانو برخه واخسته.
د ټورنامنټ راجوړونکو مشرانو حیات نذیر شینواري او نوراسلم شینواري ترمخه په سیالیو کښې لومړې پوزیشن لنډي کوتل، دویم هري پور او دریم پوزیشن د پیښور ټیم ترلاسه کړو.
د کراټۍ دا سیالۍ د ضلع خیبر او لنډي کوتل انتظامیه په مرسته د کیوکشن کان کراټې جاپان د پاکستان لپاره برانچ چیف حیات نذیر شینواري، د ضلع خیبر لنډي کوتل د مارشل آرټس کیوکشن کان کراټې په میدان کښې یو فعال او مثبت کردار ادا کوونکي ،د مارشل آرټ یو تکړه لوبغاړې او د پاکستان لپاره د کیوکشن کان کراټې برانچ چیف نوراسلم شینواري په هڅو را جوړې شوې وې.
رسنیو سره خبرو کښې مقبول شاه ګردیوال(کیوکشن کان افغانستان برانچ چیف) اوویل چې د سپورټس سیالۍ راجوړول ډیره یو ښه او مثبت ګام دې.
نوموړي اوویل چې د لوبو په سیالیو کښې د افغانستان او پاکستان لوبغاړي یو بل سره لیدنه کوي او یو بل سره د ورورولۍ او مینې څرګندونه کوي، زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې باید مونږ داسې د سپورټس غونډې او سیالیو تابیا کولو ته دوام ورکړو چې نړۍ ته پیغام ورکړو چې دا سیمه هم ټیلنټ لري او د نړۍ نورو قامونو په څیر په سپورټس کښې فعاله ونډه لري او نړۍ ته د امن پیغام ورکوي.


مقبول شاه ګردیوال اووی او غوښتنه ی وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت واکمن باید لوبو او لوبغاړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ټینګار ی وکړو چې باید چارواکي یوې لوبې ته پام و نه کړي او د مارشل آرټ افغان لوبغاړو اندیښنې او ستونزې هم واوري او ددې ستونزو هوارولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د خیبر پښتونخوا په هري پور کښې میشت نور آغا هاشمي د کیوکشن کان کراټې یو تکړه پخوانۍ افغان لوبغاړې او له جاپان څخه د کیوکشن کان کراټې سند اخستونکې او د کراټې کوچ دې،په هري پور کښې په سلګونو د کراټې شاګردان لري او د هیواد مثبته څیره نړۍ ته ورښایی.
نوموړي اوویل چې دوی په لنډي کوتل کښې د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت تابیا شوي دې آزادۍ کپ سیالیو کښې په برخه اخستلو ډیر خوشحاله دي.
هاشمي زیاته کړه او ټینګار ی وکړو چې لوبې انسانان د نشه ی توکو او له بدو کارونه څخه بچ کوي او باید اړوند چارواکي په سیمه کښې د لوبو د پرمختګ ، ځوانانو او لوبغاړو ته د سپورټس اسانتیاوې ورکړي ترڅو دوی بدو کارونو څخه بچ کړې شي.
نوموړي اوویل چې په لڼډي کوتل سیمه کښې هم د مارشل آرټ تکړه لوبغاړي دي او نن ی ولیدل چې ځوانانو په دې سیالیو کښې په ډیره میړانه برخه واخسته او نړۍ ته ی پیغام ورکړو چې دا سیمه هم تکړه د کراټې لوبغاړي لري.
هغه اوویل چې په افغانستان کښې او په هري پور کښې ی ګنړ شمیر افغان او پاکستانیان ځوانان شاګردان دي او دوی د خپل هیواد بیرغ په نړۍ کښې پورته کړې دې او د خپل هیواد نمایندګي ی کړي ده.
هغه اوویل چې لوبغاړې د خپل هیواد لپاره اعزازونه ګټي او د خپل هیواد بیرغ په نورو هیوادونو کښې پورته کوي، غوښتنه ی وکړه چې باید چارواکي د ځوانانو او لوبغاړو مرسته وکړي چې دوی په ښه توګه د خپل هیواد خدمت وکړي.
د آزادۍ کپ په راجوړولو کښې د مرستې په اړه حیات نذیر شینواري ،نوراسلم شینواري، حضرت جی شینواري، ذاکر عمر شینواري اوویل چې دوی د ضلع خیبر ډپټي کمشنر، ورسره د لنډي کوتل انتظامیه ډیره مننه کوي چې د آزادۍ کپ په راجوړولو کښې ی دوی سره مرسته وکړه.
د کراټۍ دې مشرانو له ډې نایټ ریسټورنټ مشر جان زاده څخه هم ځانګړې مننه وکړه چې له افغانستان څخه راغلي میلمه ټیم لوبغاړو او د نورو صوبو نه راغلي د کراټې مشرانو او لوبغاړو میلمستیا ی وکړه او د ټولو لوبغاړو د خوراک انتظام ی وکړو.
دا هم مهمه ده چې د لوبغاړو لپاره اعزازونه هم له ډې نایټ ریسټورنټ مشر جان زاده له لوري ورکړل شو.
د ډې نایټ ریسټورنټ مشر جان زاده اوویل چې دا ددوی لپاره د ویاړ خبره ده چې د آزادۍ کپ دې لوبغاړو میلمستیا ی وکړه او ټینګار ی وکړو چې لنډي کوتل کښې به لکه د نورو حکومتي ادارو په څیر دوی هم د لوبغاړو او ځوانانو سره مرستو ته دوام ورکړي چې دا ځوانان د خپل قوم او وطن لپاره خدمت وکړي او د پاکستان او افغانستان نومونه په نړۍ کښې روښانه کړي