د ټرمپ د ثالثې د کردار او د امريکې سفارتکارۍ په وجه پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالې ختم کړي شوي وو،ټيمي بروس
اسلام آبادکښې د پاکستان او امريکې ترمينځ د ترهه ګرۍ مخ نيوي په حواله مذاکرات شويدي ، متحده قامونو لپاره د پاکستان خصوصي سيکرټري نبيل منير او د امريکې د خارجه محکمې کوارډينيټر ګريګوري ډي لوجرفو په شريکه د دې مذاکراتو مشري کړي وه ۔ مذاکراتو دوران دوه اړخيزه اړيکو،د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې شويدي، امريکني وفد پاکستان کښې د ترهه ګرۍ حملو او په خصوصي توګه جعفر ايکسپريس او حضدار کښې د سکول په بس ترهه ګرو حملو کښې د ملکي وګړو او سيکيورټي اهلکارو په شهادتونو د افسوس اظهار کړې او د متاثره کسانو کورنۍ سره ئې د غمرازۍ اظهار کړېدے ۔ د مذاکراتو وروستو جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې دواړو ملکونو د هر قسم ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره مشترکه کوششونه کولو عزم کړېدے،دواړو وفدونو د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي، بلوچستان لبريشن آرمي او داعش د خطرو د مخ نيوي لپاره کوششونه کولو باندې زور راوړېدے ۔ د مذاکراتو د اعلاميې ترمخه
امريکني وفدد سيمې او نړۍ امن لپاره د پاکستان د کوششونو او د ترهه ګرۍ خاتمے لپاره ترلاسه کړي شوي کاميابو ستائينه کړيده ۔ د مذاکراتو دوران دواړو ملکونو د سيکيورټۍ چيلنجونو د مخنيوي او په خصوصي توګه د ترهه ګرۍ مقصدونو لپاره د ټيکنالوجۍ د استعمال لپاره موثره تګ لاره جوړولو باندې زور راوړېدے ۔اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې د دواړو ملکونو وفدونو د امن بحالۍ لپاره د متحده قامونو بشمول نور نړي وال فورمز او تنظيمونو سره تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدے ۔دې نه مخکښې د دواړو ملکونو ترمينځ مذاکرات تير کال مئي مياشت کښې شوي وو
سيمي امن لپاره به امريکي سره شريک کوششونه کوؤ،اسحاق ډار
د پاکستان په دوره راغلي د امريکې د خارجه محکمي کوارډينيټر ګريګوري ډي لوجرفو د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره ملاقات کړېدے ۔ د ملاقات دوران د پاکستان او امريکې تعلقاتو،سيکيورټۍ او دفاعي تعاون او د سيمې په صورتحال د خيالاتو بدلون شوېدے ۔ دواړو مشرانو په اسلام آباد کښې د پاک امريکه ډائيلاک هرکلي کړېدے او دې مذاکراتو دوران شوي فيصلو په معاملو ئې خبرې کړيدي ، خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې لخوا کالعدم بي ايل اے او مجيد بريګيډ نړي وال ترهه ګر ډله ګرځولو د فيصلې ستائينه کړيده ۔ ګريګوري ډي لوجر فو د سيمې د امن او استحکام لپاره پاکستان د امريکې مهم شراکت دار ګرځولي دي او د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره روان کوششونو باندې ئې د اطمينان اظهار کړېدے۔ دواړو مشرانو د رابطو او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدے ۔
د صدر ټرمپ ثالثۍ لوجې پاک ۔ هند جنګ بندي شوې،ټيمي بروس
د امريکې خارجه محکمې د پاکستان او هندترمينځ تاؤ تريخوالي کښې د امريکني چارواکو د کردار تصديق کړېدے ۔ واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته د وينا په وخت د امريکې د خارجه محکمې وياندې ټيمي بروس وئيلي دي چې د هند او پاکستان ترمينځ تاؤ تريخوالې کښې خطرناک حده پورې اضافه راغلې وه ولې د صدر ټرمپ د ثالثۍ کردار لوجې دواړو ملکونو ترمينځ جهګړه بند شوي وه ۔ د ټيمي بروس وينا وه چې دا تاؤ تريخوالي کمولو لپاره امريکني نائب صدر جے ډي وينس او خارجه وزير مارکو روبيو هم فوري اقدامات کړي وو،د پاکستان او هند واکمنو سره مو د ټيلي فون د لارې رابطې کړې وې او دواړه فريقين مو مذاکراتو ته رضا کړي وو ۔ ټيمي بروس زياته کړه چې د امريکې د سفارتکارۍ مقصد د پاکستان او هند ترمينځ جاري شخړې پرامن او پائيدار حل راويستل وو ۔ د امريکې خارجه محکمې وياندې دا هم وئيلي دي چې صدر ټرمپ نړۍ کښې جاري بحرانونو او جنګونه ختمولو کښې سنجيده دے هم دغه وجه ده چې د پاکستان او هند ترمينځ جنګ د هغه په کوششونو بند شوېدے ،دواړو ملکونو سره د امريکې ښه تعلقات مخکښې هم قائم وو او اوس هم دغه اړيکې بحال دي کوم چې يو مثبت علامت دے ۔