د امريکې د خارجه محکمې لخوا جاري شوي بيان ترمخه بلوچستان ليبريشن آرمي او د دې ډلې زيلي تنظيم مجيد بريګيډ نړي وال ترهه ګر تنظيمونه ګرځولي شويدي ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې بي ايل اے د مخکښې نه نړي واله ترهه ګر ډله ګرځولي شوي وه او د دې ترهه ګر ډلې په نګرانۍ کښې کار کونکې ګروپ مجيد بريګيډ هم “فارن ټيررسټ آرکنائزيشن” ګرځولي شويدے ۔ د امريکې خارجه محکمې بيان کښې زياته کړي شويده چې بي ايل اے تير کال کراچۍ ائير پورټ سره نزدې او په ګوادر پورټ اتهارټي کمپلکس د خودکش چاودنو ذمه واري قبول کړي وه، دغه رنګ روان کال مارچ مياشت کښې د کوئټې نه پيښور ته تلونکي جعفر ايکسپريس باندې هم د دې ډلې ترهه ګرو حمله کړي وه ،د امريکې خارجه محکمې په بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې پاکستان کښې د مختلف بريدونو ذمه واري قبولونکې بلوچستان ليبريشن آرمي ډله د ۲۰۱۹ کښې په خصوصي توګه نامزد نړي وال ترهه ګر تنظيم (ايس ډي جي ټي)ګرځولي شوي وو ولې د دې وروستو هم بي ايل اے د ترهه ګرۍ بريدونه جاري ساتلي وو او د دې ډلې زيلي تنظيم مجيد بريګيډ لخوا هم پاکستان کښې شوي د ځني خود کش چاودنو ذمه واري قبول کړي شويده چې لوجې ئې امريکې اوس دا دواړه ډلې نړي وال ترهه ګر تنظيمونه ګرځولي دي ۔ د امريکې خارجه محکمې دا کارروائي د اميګريشن اينډ نيشنلټي ايکټ د ۲۱۹ پوائنټ او د ايګزيکټيو آرډر ۱۳۲۲۴ لاندې کړيده، د امريکني حکومت فيصلې مطابق د کالعدم بي ايل اے او زيرنګران تنظيم مجيد بريګيډ ټولې اثاثے منجمند کړي شويدي ،دې تنظيم يا د دې ډلې د کسانو سره هر قسمه لين دين او نورې معاملې غير قانوني ګرځولي شويدي ۔ د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو بيان ترمخه مجيدبريګيډ او بي ايل اے ترهه ګر ډلې ګرځول نړۍ نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره د صدر ټرمپ او امريکني انتظاميې عزم په ډاګه کړيدے د دې اقداماتو په نتيجه کښې به د ترهه ګرۍ خطرو مخ نيوي کښې مرستې ملاؤ شي او د ترهه ګر تنظيمونو سره کيدونکي ملاټر او سهولت کارۍ خاتمه به هم يقيني شي ۔
د بي ايل اے وجود او د هند مرستې
په هند او افغانستان کښې موجود د پاکستان کالعدم تنظيم بلوچستان لبريشن آرمي په بلوچستان او سند کښې تير څو لسيزو راهسې جاري ترهه ګرۍ بريدونو کښې ککړ دي ۔ د هند استخباراتي اداره ” را” پاکستان د کمزورې کولو لپاره د بي ايل اے ، بلوچستان لبريشن يونائيټډ فرنټ،بلوچ ري پبلکن آرمي او د بلوچ لبريشن فرنټ نه علاوه نور ترهه ګر تنظيمونوسره مسلسل مرستې کوي ۔ مارچ ۲۰۱۶ کښې د پاکستان سيکيورټي ادارو لخوا د بلوچستان نه ګرفتار شوي د ” را” ايجنټ او د هندوستان نيوي حاضر سروس افسر کلبهوشن ياديو هم اعتراف کړېدے چې بلوچستان او سند کښې د ترهه ګرۍ بريدونو لپاره هند حکومت د پاکستان د کالعدم تنظيمونو ملاټر کوي ۔ بلوچستان کښې ترهه ګر ډلې په ۱۹۷۰ کښې راپورته شوي وې ۔ د آزاد بلوچستان نعره پورته کونکې ترهه ګر ډلې په کراچۍ،کوئټه،ګوادر، او د بلوچستان په نورو مهم ښارونو حملو کښې ککړ دي او د زياتره خونړي بريدونو ذمه وارې ئې قبول کړيده، په ابتدائي توګه د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو دور حکومت کښې د بلوچستان دې ترهه ګر تنظيمونو د پاکستان خلاف بغاوت شورو کړي وو ولې د رياست لخوا د دوي خلاف کارروائي شورو کيدو نه پس د دې تنظيمونو مشران او جنګيالي د پاکستان ګاونډي ملکونو ته تښتيدلي او هلته نه په بلوچستان کښې کيدونکي د ترهه ګرۍ د بريدونو منصوبې جوړه وي ۔ پاکستان په کال ۲۰۰۶ کښې بلوچ لبريشن آرمي کالعدم تنظيم ګرځولي وو۔ د دې تنظيم زياتره مشران او مهم کمانډران د سيکيورټي فورسز په عملياتو کښې وژلي شويدي او د تنظيم سرپرست مير بالاچ مري ۲۰۰۸ کښې په افغانستان کښې وژلې شوي وو.
د امريکې اقدامات د پاکستان موقف تائيد
امريکې لخوا د بلوچستان کالعدم تنظيمونه نړي وال ترهه ګرو لسټ کښې شاملول د پاکستان د موقف تائيد دے ، پاکستان په ګاونډي ملک افغانستان کښې د کالعدم تنظيمونو موجودګې او د دوي خوندي ټهکانو معامله د سلامتي کونسل،جنرل اسمبلۍ او په نور نړي وال فورم پورته کړيده، سلامتي کونسل هم د دې تصديق کړېدے چې افغانستان کښې د داعش،ټي ټي پي،بي ايل اے او القاعده بشمول نور ترهه ګر تنظيمونو وسله وال موجود دي او په کابل د طالبانو د قبضې نه پس دغه تنظيمونه نور هم منظم شويدي کوم چې د افغانستان د ګاونډي ملکونو او د سيمې بشمول درستې نړۍ لپاره لويه خطره ده ۔ پاکستان او سلامتي کونسل څو وارې د افغان حکومت نه مطالبه کړېده چې دوحه لوظنامې مطابق دې اسلامي امارت د افغانستان خاوره د هيڅ ملک خلاف نه استعماليدو وعدې پورا کړي او افغانستان کښې موجود ترهه ګر تنظيمونو په ضد دې فوري او موثره کارروائۍ وکړي ۔ افغان حکومت په هيواد کښې د ترهه ګرو شتون او دا ډلې بيا منظم کيدو په حواله د سلامتي کونسل او پاکستان دغه تورونه رد کړيدي او دعوي لري چې افغانستان کښې هيڅ وسله وال ډله موجود نه ده او نه د افغانستان خاوره د بل هيواد خلاف استعماليږي ۔