تازه خبرونه

څوک چې ترهګرو ته پناه ورکړي،هغوی به د سیمې اوباسو: د مشرانو جرګه

د سلارزی قوم ۱۰۰ زیات مشرانو دا پریکړه کړې چې دوی به ترهګر خپلو سیمو ته له راننوتلو مخه ونیسي او ترهګر به له خپلې سیمې اوباسي.

1 min read

څوک چې ترهګرو ته پناه ورکړي،هغوی به د سیمې اوباسو: د مشرانو جرګه

د سلارزو قوم مشرانو پریکړه کړې چې دوی به په سیمه کې ترهګرو ته اجازه ور نه کړي

August 12, 2025

په قبایلي ضلع باجوړ کښې د د سلارزۍ تحصیل د برَسدین قوم د مشرانو وړمه ورځ لویه جرګه ترسره شوه، په جرګه کښې ډیرې مهمې پریکړې وشوې.په دې مهمه جرګه کښې له ۱۰۰ سلو څخه ډېرو مشرانو ګډون وکړ. جرګې پرېکړه وکړه چې هر هغه څوک چې ترهګرو ته پناه ورکړي، له سیمې به وشړل شي او هېڅ ترهګر تنظیم ته به د سیمې د دننه کېدو اجازه ور نه کړل شي. د جرګې غړو وویل چې دوی په سیمه کښې سوله غواړي، ناامني راوستلو ، ترهګري خپرولو لپاره تیار نه دي، د جرګې ګډون والو اوویل چې په هر حالت کښې به د خپل هېواد دفاع کوي.

دلته ددې مهمې خبرې باید یادونه وشی چې د باجوړ د ماموند تحصیل په ۲۷ سیمو کې د هدفمند عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګول شوې دې. او ضلعي اداره له خلکو غوښتي چې خپلې کړنې او چارې ته پای ته ورسوي او د ګرځبندیز پر مهال دې په کورونو کښې پاتې شي چې د ترهګرو په ضد عملیاتو کښې ددوی ژوند بچ پاتې شي.دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی ، د امنیتي او سرکاري سرچینو په وینا چې د باجوړ په سیمو کښې ترهګر شتون لري چې زیات شمیر پکښې د افغان ترهګرو دې او دوی غواړي په سیمه کې ناامني او بې ثباتي راولي.

صوبایی حکومت ترهګرو ته مهلت ورکړې وو چې له سیمې دې اووځي که نا نو ددوی په ضد به اپریشن پیل شي، چارواکو له سیمې اوسیدونکو څخه هم غوښتې وو چې دوی دې له سیمې څو ورځو لپاره بهر شی ترڅو دوی سیمه له ترهګرو پاکه کړي.دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې د باجوړ په شپاړس سیمې کښې د جولایی په ورستیو ورځو کښې له امنیتي ځواکونو لوري سربکف عملیات ترسره شول.

باجوړ کښې د ګرځبندیز اعلان

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ په ۱۱ د اګست د ضلعې انتظامیې په وینا، د باجوړ په ماموند تحصیل کښې د هدفمند عملیاتو له امله په اووه ویشت (۲۷) سیمو کښې درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګول شوی دی. دا ګرځبندیز به د اګست په ۱۱مه د سهار له یولس بجو څخه د اګست تر ۱۴مې د سهار تر یولس بجو پورې په بشپړه توګه نافذ وي.بل لوري ته ځایی سرچینو ترمخه له ماموند سیمې څخه د خلکو په زیاته کچه کډه کولو لړۍ روانه ده، انتظامیې د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره تعلیمي ادارې خالي کړې دي چې پکښې ۱۰۷ ښوونځي او کالجونه -شامل دي چرته به چې دا بې کوره شوې کورنۍ ځاي په ځاي کړي.

باجوړ کښې ترهګري څوک کوي؟

د مقامي چارواکو په وینا، د باجوړ شاوخوا شل فیصده سیمه کښې وسله وال ګرځي راګرځي چې شاوخوا شپېته فیصده یې د افغانستان اوسېدونکي ښودل شوي دي. د سرچینو په وینا هم دغه وسله وال غواړي د باجوړ له لارې په مومند او ملاکنډ کښې بریدونه ترسره کړي او په سیمه کې ترهګري خپره کړي او ناامنۍ او بې ثباتي راولي.خو بل اړخ ته امنیتي سرچینې وایی چې دوی په باجوړ او ټولو قبایلي سیمو کښې ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې امن ته زیان ورسوي، زیاتوي چې دوی د ترهګرو په ضد اپریشن وکړي چې سیمه له ترهګرو پاکه کړي

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *