تازه خبرونه

د پي ټي آیی مشرانو په ضد د ترهګرۍ ضد عدالت مهمه پریکړه

شاه محمود قریشي بې‌ګناه وګرځول شو، د پریکړې ترمخه اعجاز چوهدري، ډاکټر یاسمین راشد او نورو ملزمانو ته لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده
د پي ټي آیی مشرانو په ضد د ترهګرۍ ضد عدالت مهمه پریکړه

د پرېکړې له مخې محمود الرشید، عمر سرفراز چیمه، ډاکټر یاسمین راشد او اعجاز چوهدري ته لس ـ لس کاله بند سزا ورکړل شوه

د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آیی مشرانو په ضد ۹ مې پېښې په اړه مهمه پریکړه مخې ته راغلې ده د ترهګرۍ ضد عدالت ځانګړې محکمې د ۹ مې پېښې اړوند په دوو مقدمو کې پرېکړه اورولې ده، چې له مخې یې شاه محمود قریشي بې‌ګناه وګرځول شو، د پریکړې ترمخه اعجاز چوهدري، ډاکټر یاسمین راشد او نورو ملزمانو ته لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده

د محکمې قاضي د کوټ لهکپت جیل دننه دا پرېکړه اعلان کړه. د پرېکړې له مخې محمود الرشید، عمر سرفراز چیمه، ډاکټر یاسمین راشد او اعجاز چوهدري ته لس ـ لس کاله بند سزا ورکړل شوه. عایشه بهټه ته د جناح هاوس ترڅنګ د موټرو د سوځولو په مقدمه کې لس کاله بند سزا واورول شوه، په داسې حال کې چې د شادمان تاڼې د سوځولو په مقدمه کې ۱۲ تورن کسان بې‌ګناه وګرځول شول .

د ترهګرۍ مقدمو لپاره دې ځانګړي عدالت سهیل خان، اویس، رفیع الدین، فرید خان، سلمان احمد، عبدالقادر، فیضان، طیب، سلطان، شاهیـد بیګ، ماجد علي او بخت روان ته له مقدمې څخه آزاد اعلان کړي دي. د انسداد ترهګرۍ محکمې عالیه حمزه ملک او صنم جاوید ته پنځه ـ پنځه کاله د بند سزا هم اورولې ده.دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې چې څو ورځې وړاندې همدې محکمې عمر ایوب، شبلي فراز او نورو کسانو ته هم د ۹ مې اړوند د سوځولو او ورانولو د پېښو په مقدمو کې سزاګانې اورولې وې.

دلته دا هم مهمه ده چې باید یادونه وشی چې وړمه ورځ د پي ټي آیی پخواني مشر او د عمران خان ځانګړي سلاکار فیاض الحسن چوهان له لوري په عمران خان او د هغه په کورودانې باندې د غلا کولو نوي تورونه ولګول شو، نوموړي دا تور لګولې چې عمران خان ته سروزرو لوټه په ډالۍ کې ورکړل شوه خو خان هغه لوټه ځان سره وساتله او توشه خانه کې ی داسې لوټه جمع کړه چې په هغه لوټه د سرو زرو اوبو رنګ لګول شوې وو

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *