مقبوضه کشميرنامکمل نړي واله ايجنډا ده ،د سلامتي کونسل قراردادونو مطابق حل کيدل پکار دي،په پاکستان حملو لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،فيلډمارشل عاصم منير
د امريکې دورې په مهال فيلډ مارشل عاصم منير پاکستاني کميونټي ته وينا کړېده او د ملک سيکيورټۍ ،پولو،منطقې صورتحال او په نورو مهمو موضوعاتو ئې تفصيلي خبري کړيدي ۔ د فيلډ مارشل عاصم منير وينا وه چې هندخپل ځان د “واشوا ګرو” او نړي وال طاقت په حيثيت پيش کول غواړي خو په عملي توګه داسې هيڅ هم نشته ۔ چيف آف آرمي سټاف وئيلي دي چې د هند استخباراتي اداره ”را “ په نړي وال کچ د ترهه ګرۍ په هلو ځلو کښې ککړ ده ، پاکستان نه د کلبهوشن ياديو،قطر کښې د هند نيوي اته افسرانو ګرفتاري او کيڼډا کښې د سيک غړي وژنه د دې ښکاره مثالونه دي ۔ خپله وينا کښې فيلډ مارشل عاصم منير د پهلګام حملې وروستو پيدا شوي صورتحال او د هند جارحيت د معاملو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې مودي انتظاميې د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي کړي وه ، بے ګناه کسان ئې شهيد کړي وو او دې جارحيت منطقه د جنګ په ډګر اودرولې وه،د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندي کولوباندې د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ شکريه ادا کوؤ۔ فيلډ مارشل خبر دارې ورکړېدے چې هند واکمن يو وارې بيا دا منطقه د عدم استحکام ښکار کول غواړي خو پاکستان د خپلې دفاع نه غافله نه دے د هندوستان د هر قسم جارحيت به غاښ ماتې جواب ورکوو۔
کشميرد پاکستان د وجود برخه ده،فيلډ مارشل عاصم منير
پاکستاني کميونټي ته وينا په وخت فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دي چې مقبوضه کشمير د هند کورنۍ معامله نه ده بلکه دا نامکمل نړي واله ايجنډا ده، قائد اعظم محمدعلي جناح کشمير د پاکستان شه رګ ګرځولې وو،د کشمير په حواله د پاکستان په موقف کښې هيڅ بدلون نه دي راغلے ۔ آرمي چيف عاصم منير زياته کړه چې د مقبوضه کشمير په معامله د متحده قامونو د سلامتي کونسل قراردادونه موجود دي پاکستان هم د دې قراردادونو مکمل ملاټر کوي ۔ د فيلډمارشل وينا مطابق پاکستان د کشمير په مسئله د هندوستان د امتيازي پاليسۍ خلاف په سفارتي سطح هم مهمې کاميابۍ ترلاسه کړيدي او د هند د جارحيت او شرمناک بيانيې خلاف مو سفارتي جنګ هم ګټلي دے ۔
ترهه ګرۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،فيلډمارشل
فيلډ مارشل عاصم منير په خپله وينا کښې د پاکستان سيکيورټۍ صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو هم تفصيل سره خبرې کړيدي او وئيلي ئي دي چې د ملک او سيمې امن و استحکام لپاره د سيکيورټي فورسز هلې ځلې جاري دي، پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې آخرنې مضبوط ديوال دے ۔ فيلډ مارشل واضح کړيده چې د پاکستان سيکيورټي ادارے د ترهه ګرو لپاره هيڅ قسم همدردي نه لري د دوي خلاف ګټه ور عمليات جاري دي ۔ د فيلډ مارشل عاصم منير وينا وه چې افغانستان کښې ترهه ګر تنظيمونو ټهکانې جوړې کړيدي او دغه شرخوښي په پاکستان کښې حملې کوي او د بدامنۍ د خورولو لپاره متحرک دي خو رياست به په قوي قوت سره د ملک نه په هر حال کښې دهشت ګردي ختموي، فتنه هند او فتنه خوارج ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي ۔ افغانستان خاورې نه په پاکستان د حملو په حواله د فيلډ مارشل عاصم منير بيان په داسې مهال رامخې ته شويدے چې درې ورځې وړاندې سيکيورټي اهلکارو د بلوچستان په ژوب ضلع کښې د افغانستان نه د ګڼ شمير کښې د ترهه ګرو پاکستاني حدود ته د داخليدو کوشش ناکامه کړي وو او د دوه ورځو د عملياتو دوران ئې د فتنه هند مرستيال 47 ترهه ګر وژلي وو، د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان هم خپل وروستي پريس بريفنګ کښې د افغانستان د طرف نه د ترهه ګرو د حملو په معامله خبرې کړې وې او وئيلي ئي وو چې خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې امن خرابولو لپاره هند په افغانستان کښې موجود شرخوښو ملاټر کوي،پاکستان سره د دې ثبوتونه هم شته او دا معامله به د پاکستان ملګري ملکونو او په نړي وال فورم پورته کوؤ