تازه خبرونه

په عمران خان باندي د غلا کولو یو بل لوی تور لګول شوې

دوی هغه د سرو زرو لوټه د راولپنډۍ په صرافه بازار کې د پیتلو په لوټه بدله کړه، بیا یې د پیتلو په لوټه د سرو زرو اوبه رنګ کړې: چوهان
په عمران خان باندي د غلا کولو یو بل لوی تور لګول شوې

د سرو زرو لوټه په پیتلو لوټه بدلولو وړاندې هم په عمران خان د توشه خانه څخه د ساعت غلا کولو تور هم لګیدلې وو

د پاکستان تحریک انصاف پخواني مشر او د عمران خان پخواني د مطبوعاتي چارو سلاکار، فیا ض الحسن چوهان، انکشاف کړی چې د کرتارپور د لارې د پرانېستې پر مهال پخواني وزیراعظم ته ورکړل شوی د سرو زرو لوټه ی د پیتلو په لوټه بدله کړه او بیا یې پر دغه لوټه د سرو زرو رنګ ولګولو او د توشه خانې ته ی وسپارله.

فیاض الحسن چوهان د یو مرکې پر مهال وویل چې تاسو به لویې لویې د فساد کیسې اورېدلي وي، خو د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ یا فبرورۍ په میاشت کې چې د کرتارپور د لارې د پرانېستې مراسم ترسره شول، په دغه مراسمو کې ریټایرډ جنرال قمر جاوید باجوه او په هغه وخت کې وزیراعظم (عمران خان) ګډون درلود
په دې موقعه سکهـ وګړو پخواني وزیراعظم عمران خان ته د سرو زرو یو لوټه د ډالۍ په توګه ورکړه .

چوهان د عمران خان او د هغه مېرمنې بشریٰ بي بي نومونه له اخیستو پرته هغوی ډېر غټ دوکه باز، لالچي او حرص کوونکي وبلل او ویې ویل چې دوی هغه د سرو زرو لوټه د راولپنډۍ په صرافه بازار کې د پیتلو په لوټه بدله کړه، بیا یې د پیتلو په لوټه د سرو زرو اوبه رنګ کړې او توشه خانه کې ی جمع کړه خو اصلي د سرو زرو لوټه یې خپل ځان سره وساتله ،هغه اوویل او زیاته ی کړه چې دا ددوی د کربشن لیول وو. .

پخواني صوبایي وزیر خپلې خپلې خبرو ته دوام ورکولو سره اوویل چې عمران خان ته له مالیزیا څخه یو ډینر سیټ ډالۍ کړې شو، چې پکې پلیټونه او پيالې شاملې وې، خو هغه دا پیالۍ او پلیټونه د راولپنډۍ په راجه بازار کې وپلورلې۔

فیاض الحسن چوهان وویل چې دوی به ویل چې نړۍ مې لیدلې ده، ، شهرت، عزت، وقار، پیسې او هر څه مې لیدلي دي، خو دا یو لالچي سړی او لوټه غل دی۔ نن زه د ټولې نړۍ پر وړاندې هغه ته د لوټې غل لقب ورکوم۔ بدبختانه، دا د پاکستان هغه پخوانی وزیراعظم دی چې لوټه غل دی۔ هغه ټینکار کوي او وایی چې خبره سمه ده چې لوټه د سرو زرو وه، خو دوی بیا هم لوټه غل دې.

نوموړي اوویل چې نن که ۱۴ اګست وي یا د ۶ سټمبر، دا سړې د پاکستان عزت، وقار، سوکالي، سالمیت، خوددارۍ او راتلونکي جنازه اوباسي او وایی دوی د آزاد کړې شي او پاتې دې هر څه دې تباه شي۔ هغه وایی او زیاتوي چې د ۱۴ اګست لپاره چې د دوی کوم پلان دې په هغه کې به هم دوی ذلیل او خوار شي.

دلته ددې خبر باید یادونه وشي چې د پنجاب پخوانۍ د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان په ۲۰۲۲ کې عمران خان خپل د مطبوعاتو سلاکار ټاکلی وو.

بل لوري ته، د کرتارپور لارې هغه مهال د سکهـ ویاند مهندر پال سنګ د فیاض الحسن چوهان دعوې رد کړې او ویلي ی دي چې په دروغجنو باندې دې د خدای لعنت وي او مونږ عمران خان ته هېڅ داسې کومه لوټه نه ده ورکړې .

Related Articles

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، پاکستان د ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې، چې ډېری یې د افغانستان له سرحد څخه سرچینه لري

February 24, 2026

پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې

February 24, 2026

جعلي خبر خپور شوی: د سند ګورنر د رخصتۍ یادونه ناسم ده، چارواکي خبرداری ورکوي

February 24, 2026

راپورونه وایي چې د امریکا–ایران خبرې ښايي تهران ته د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره وروستی چانس وي، ځکه خبرې د شخړې د مخنیوي لپاره تر ټولو مهم فرصت ګڼل کېږي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *