تازه خبرونه

د صدر ټرمپ په کوششونو يو بل لوئي جنګ ختم ، امريکني صدر د آرمينيا او د آزربائيجان ترمينځ هم جنګ بندي کړيده

وائټ هاؤس کښې د درې واړو ملکونو سربراهانو ملاقات،د جنګ بندۍ معاهده لاس ليک شوې،امن لپاره د ټرمپ د کردار ستائينه شوے

1 min read

د صدر ټرمپ په کوششونو يو بل لوئي جنګ ختم ، امريکني صدر د آرمينيا او د آزربائيجان ترمينځ هم جنګ بندي کړيده

ئټ هاؤس: آرمينيا ۔ آزربائيجان جنګ بندۍ تاريخې معاهده

August 9, 2025

د آزربائيجان صدر الهام عليوف او د آرمينيا وزيراعظم نيکول پشينيان د دواړو ملکونو ترمينځ ۳۵ کالو راهسې جاري د پولې په شخړه جنګ بنديدل تاريخي کاميابي ګرځولي ده او وائټ هاؤس کښې کيدونکې جنګ بندۍ په معاهده ” مشترکه اعلاميه” باندې ئې لاس ليک کړېدے ۔ دواړو ملکونو مشرانو د صدر ټرمپ سره ملاقات هم کړې وو چې پکښې د مجوزه جنګ بندۍ معاهدۍ او د دې وروستو دواړو ملکونو اړيکو په معاملو خبرې شوي وې ۔ صدر ټرمپ وئيلي دي چې د دواړو ملکونو ترمينځ جاري اوږد مهاله جهګړه ختمول آسان کار نه وو دې لپاره ئې ډير کوششونه کړې وو او دواړو ملکونو ټول عمر لپاره د ښه ګاونډيانو او ملګري هيوادونو په حيث اړيکې ساتلو باور راکړېدے ۔ معاهدې ترمخه دواړه ملکونه به د يو بل د خپلواکۍ احترام کوي،سفارتي او تجارتي اړيکې به قائموي ۔ دواړو ملکونو ترمينځ ټرانزټ کوريډور جوړول هم په دې معاهده کښې شامل دي ، دې کواريډور له ټرمپ روټ فار انټرنيشنل پيس اينډ پراسپرټي نوم ورکړې شوېدے ۔
په دې تاريخې معاهدې د لاس ليک دستورې په مهال صدر ټرمپ يو وارې بيا د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ د معاملې ذکر کړېدے وئيلي ئي دي چې د هغه په کوشش دواړو ايټمي طاقتونو ترمينځ جهګړه ختم شويده او د دواړو ملکونو مشرانو د لکونو خلکو ژوند بچ کولو لپاره د اوښيار توب مظاهره کړيده ۔ ټرمپ د روس او يوکرائن جنګ هم ډير زر د بنديدو اشاره ورکړيده وئي په دې معامله د خپل روسيه هم منصب پوټن سره ډير زر ملاقات کوم ۔ د آزربائيجان او د آرمينيا ترمينځ تاؤ تريخوالې د نګورنوکاراباخ د زمکې د ملکيت په شخړه خواؤ شا ۳۵ کاله مخکښې رامخې ته شوي وه دې دوران وخت په وخت دواړو هيوادونو ترمينځ جهګړه کښې د ديرش زرو نه سيوا کسان وژلي شويدي ۔

ټرمپ لپاره د نوبل امن انعام مطالبه


د آرمينيا وزيراعظم او د آزربائيجان صدر نړۍ کښې امن بحالۍ او د ملکونو ترمينځ جنګونه بندولو لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ د هلو ځلو ستائينه کړيده او وئيلي ئي دي چې د دې خدماتو په اعتراف کښې نوبل امن ايوارډ امريکني صدر له ورکول پکار دي ۔ د دواړو ملکونو مشرانو وئيلي دي چې د روغې جوړې لپاره پرامن ماحول جوړولو کوششونه د صدر ټرمپ د دريم ګړي کردار نه بغير ناممکن وو دواړه ملکونه په شريکه نوبل کميټۍ ته خط ليږي چې پکښې به مطالبه کولې شي چې پکښې به نوبل امن انعام صدر ټرمپ له ورکولو سفارش کولې شي ۔ دې نه مخکښې پاکستان حکومت هم نوبل امن ايوارډ ټرمپ له ورکولو مطالبه کړي وه ۔ وزيراعظم شهباز شريف د آزربائيجان او د آرمينيا ترمينځ د تاريخي امن معاهدې هرکلې کړېدے او وئيلي ئي دي چې دې سره به په منطقه کښې د امن او استحکام د يو نوي دور آغاز اوشي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د دواړو ملکونو ترمينځ اوږد مهاله جهګړې ختمولو لپاره د امريکني صدر د کردار ستائينه کړيده او د دواړؤ ملکونو مشرانو له ئې په دې تاريخي معاهدې مبارکي ورکړيده ۔ خارجه وزير اسحاق ډار هم د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ د معاهدې او د امريکني صدر د کردار ستائينه کړيده ۔

Related Articles

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې

December 10, 2025

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *