تازه خبرونه

په هند د امريکني صدر ټرمپ يو بل ګزار،درآمدي څيزونو باندې ټيرف ۵۰فيصد ته سيوا کړې شوے،د نورو بنديزونو خبردارې

صدر ټرمپ په فيصله د هند واکمنو ژړاګانې او فريادونه، د هندوستان په معيشت لوئې اثر پريوتو انديښنه
په هند د امريکني صدر ټرمپ يو بل ګزار،درآمدي څيزونو باندې ټيرف ۵۰فيصد ته سيوا کړې شوے،د نورو بنديزونو خبردارې

پنځوست فيصده امريکني ټيرف هند واکمن پريشانه کړې

د روس نه تيل اخستو سلسله جاري ساتلو باندې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په هند پنځويشت فيصده نور ټيرف لګولي دے چې ورسره يوې هفتې دوران امريکې ته د هند درآمد کيدونکي څيزونو باندې د ټيرف مجموعي شرح ۵۰ فيصد ته رسيدلې ده ۔ صدر ټرمپ په هند اضافي ټيرف لګولو په حواله ايګزيکټيو آرډر جاري کړېدے ۔ د ټرمپ حکمنامې مطابق د هندوستان په درآمدي مالونو به د روانې مياشتې ۲۷ نيټې نه د ټيکسونو نوې شرح لاګو شي ۔ دې نه مخکښې اوول آفس کښې ميډيا سره خبرو په مهال صدر ټرمپ وئيلي دي چې هند په لويه پيمانه د روس نه تيل اخلي کوم چې روس د يوکرائن خلاف جنګ کښې استعمالوي، پريس کانفرنس دوران د ټرمپ نه يو خبريال پوښتنه وکړه چې د هند نه علاوه خو چين او نور ملکونه هم د روس نه تيل اخلي د دې ملکونو په حواله به د امريکې پاليسي څه وي؟ د دې پوښتنې په جواب کښې صدر ټرمپ ووئيل چې څوک هم روس سره د تيلو معاهدې کوي هغه به د امريکې هدف وي،په چين باندې هم نور ټيرف لګولې شو ۔ صدر ټرمپ هند له خبردارې ورکړېدے که چرې پس د دې نه ئې هم د روس سره د تيلو معاهده ختم نه کړه نو تجارتي بنديزونه او د ټيرف شرح په سيوا کولې شو۔

د امريکې ټيکسونو شرح ،د مودي انتظاميې ژړاګانې

امريکې لخوا ټيرف کښې نورې اضافې د هند واکمن پريشانه کړيدي، د هندوستان خارجه وزارت په درآمدي څيزونو باندې اضافي ټيکس غير منصفانه ګرځولي دے ۔ د هند خارجه محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د صدر ټرمپ دا نوي اقدامات هيڅ جواز نه لري دا د هندوستان مفاداتو باندې براه راست حمله ده، د هند خارجه محکمې وياند رندهير جيسوال وائي چې د هند د درآمداتو انحصار د نړي وال منډو په بنيادونه وي هم دې درآمداتو لوجې د ملک معيشت وده کوي خو د بدقسمتۍ مقام دے چې امريکې د درآمدي مالونو ټيرف پنځوس فيصد ته زيات کړو خو د خپل مفاداتو د تحفظ لپاره هند هر اقدام پورته کولې شي ۔

د نريندر مودي ضد ،د هند د معيشت تباهۍ سبب

هندوستان د روس د تيلو د ټولو لوئې خريدار دے،د اندازې مطابق د روان کال وړومبي شپږ مياشتو کښې هند د روزانه په بنياد ۱۷ لکه ۵۰ زره بيرل تيل د روس نه درآمد کړيدي چې ملکيت ئې د اربو پاؤنډز ښودلي کيږي ۔ د روس ۔ يوکرائن جهګړې لوجې امريکې او يورپ بشمول د نړۍ زياتره ملکونو روس نه تيل اخستل بند کړيدي ولې هندوستان ته د دې تيلو په سپلائۍ کښې د هره مياشت اضافه راځي چې لوجې ئې امريکني صدر هم د هند خلاف تجارتي بنديزونه لګولو باندې غور شورو کړېدے، امريکني صدر څه ورځې مخکښې خپل يو بيان کښې وئيلي وو چې هندوستان د روس نه تيل واخلي او بيا دغه تيل په نړي واله منډۍ کښې په ګران نرخونو خرڅوي ۔ معاشي ماهرينو د هند په درآمدي سامونو د امريکې 50 فيصد ټيرف د هند په معيشت لوئي ګزار ګرځولي دے که چرې نريندر مودي خپله رويه کښې لچک رانه وستو او امريکې سره ډغره وهلو ضد ئې پرېنښودو نو نړي وال منډو کښې د هند تجارتي پوزيشن او ملکي معيشت ته لوئيې زيان رسيدو انديښنه ده

Related Articles

د بلوچستان لبريشن آرمي وسله‌والو په مبينه توګه يوه ښځه د ټوپک په زور تښتولې، امنيتي ادارې د ژغورنې او پلټنو عمليات پيل کړي.

January 29, 2026

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *