د اوږد مهال انتظار نه پس د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تعلقات بيا د ښه والي په طرف روان شويدي، که يو طرف ته د دواړو ملکونو سفارتي او حکومتي سطح باندې رابطې، ملاقاتونه او د يوبل ملکونو د دورو سلسله شورو شويده نو بلخوا د دواړو ملکونو اولس په زړونو کښې هم يو بل سره د ورورلۍ،ملګرتيا او اړيکو د قائمولو احساسات او جذبات رابيدار شويدي ۔ د پاکستان د آزادۍ جشن د خوشحالۍ نمانځلو لپاره خواؤ شا پنځه لسيزو نه پس د بنګله ديش سرښار ډهاکه او نورو سيمو کښې پاکستاني بيرغ ،بيجونه او ټوپۍ په نظر راغلي دي، په سوشل ميډيا يو ويډيو وائرل شويده چې پکښې دوه کسان ډهاکه بازار کښې د پاکستان او بنګله ديش جهنډې، بيجونه او د پاکستان د جهنډې په رنګ جوړ شوي پټے او ټوپۍ خرڅوي ۔ د دواړو ملکونو بيرغونه خرڅونکو وئيلي دي چې د دواړو ملکونو ډير څيزونه مشترک دي مونږ خپلو کښې وړوڼه يو د کينې او نفرت سلسله دې بايد چې په مکمله توګه ختم کړې شي ۔
د دوه قامي نظريې دښمنانو خپله پاليسي دفن
د هند سازشونو لوجې کال ۱۹۷۱ کښې بنګال د پاکستان نه جدا کيدو او بنګله ديش بيل ملک جوړيدو نه پس د پاکستان او بنګله ديش تعلقات کله ښه او کله به خراب وو، دا تعلقات نور هم خرابولو لپاره هند واکمنو د دوه قامي نظريې خلاف پروپګنډې شورو کړي وه او دعوي ئې لرله چې دوه قامي نظريه اوس تل لپاره خاورو کښې دفن شويده خو د اولس د احتجاجي تحريک په ذريعه بنګله ديش کښې پنځلس کالو راهسې نافذ د شيخ حسينه واجد حکومت ړنګيدو او د عبوري حکومت د قيام نه پس د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ اړيکې بيا د مضبوطتيا په طرف روان شويدي،د خيرسګالۍ د اظهار لپاره د دواړو ملکونو وزيرانو ترمينځ ملاقاتونو او رابطو سلسله بحال شويده،تيره هفته نيويارک کښې د فلسطين په حواله نړي وال کانفرنس په سائيډ لائن د خارجه وزير اسحاق ډار او د بنګله ديش د خارجه امورو مشير توحيد حسين سره ملاقات کړې وو او ورسره ئې د دواړو ملکونو اړيکو،دې کښې شوي پرمختګونو،سياسي ،اقتصادي او سياسي تعاون ته وده ورکولو او په نورو مهمو معاملو خبرې شوې وې، دواړو مشرانو په حکومتي سطح د رابطو دا سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړي وو، د دې ملاقات نه څو ورځې مخکښې داخله وزير محسن نقوي د بنګله ديش دوره کړي وه او ډهاکه کښې د خپل هم منصب سره ملاقات کولو نه علاوه د ايشيا کرکټ ټورنمنټ د تيارو او شيډول جاري کولو په حواله د ايشين کرکټ کونسل په اجلاس کښې ئې شرکت کړي وو ۔