تازه خبرونه

وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان سره به د مشرانو د جرګې دا دویم پړاو وي.
وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

د ځایی سرچینو ترمخه څو ورځې وړاندې د تیراه خلکو او مشرانو خبرداری ورکړی وو او ګواښ ی کړې وو چې که حالات همداسې پاتې شي نو دوی به په خپله د وسله والو په ضد ټوپک راپورته کړي

د کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان سره به د تیراه د مشرانو جرګه سبا کېږي، د وسله والې ډلې سره د ځای مشرانو د خبرو اترو دا دویم پړاو دي.

د بشپړه معلوماتو ترمخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نزدې د خیبر ضلعې په لرې پرته سیمه، وادي تیراه کښې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان او د برقمبرخېل قبیلې ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو به سبا د اګست په پنځمه نېټه وشي.

سرچینې وایي چې د جولای په ۲۸مه نېټه، د برقمبرخېل قبیلې زرګونو خلکو د قومي مشر حاجي ظاهر شاه آفریدی په مشرۍ د بهوټان سیمې ته حرکت وکړو او هلته یې د تحریک طالبان مبینه مرکزونو ته ورغلي وو او له وسله‌والو یې غوښتنه وکړه چې په سوله ییز ډول دې د وادي تیراه سیمه پرېږدي. .
د طالبانو لوري ځایی مشرانو له ځواب ورکولو مخکې د افغانستان دننه له خپلو مشرانو سره د مشورې لپاره وخت غوښتی وو چې له دې وروسته دواړو خواوو د اګست ۵مه د مذاکراتو لپاره وټاکله . .

په دې لړ کښې به سبا د نهې په ورځ د برقمبرخېل قبیلې په مرکزي سیمه باغ بازار کښې یوه لويه قومي جرګه راوغوښتل شي، چې پکې به د حاجي ظاهر شاه آفریدی په مشرۍ د قبیلې مشران او عام خلک برخه اخلي. د تحریک طالبان له لوري د ځواب تر ترلاسه کېدو وروسته به د قبیلې مشران په همدې جرګه کښې د خپل راتلونکي ګام پرېکړه وکړي. .

د ځایي سرچینو په وینا، د برقمبرخېل قبیلې مشران او خلک پوره ډاډه دي چې تحریک طالبان به د سیمې د ثبات لپاره مثبت او د امن غوښتونکی تصمیم ونیسي، چې پکې به د برقمبرخېل د ولس غوښتنو ته پام وشي. .

دا هم باید وویل شي چې په وادۍ تیراه کښې د تیرو څو میاشتو څخه امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، او د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو او ډزو له کبله تر اوسه څو تنه عام وګړي چې پکښې ماشومان هم شامل دي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي چې له امله یې خلک سخت اندیښمن شوي دي .

د ځایی سرچینو ترمخه څو ورځې وړاندې د تیراه خلکو او مشرانو خبرداری ورکړی وو او ګواښ ی کړې وو چې که حالات همداسې پاتې شي نو دوی به په خپله د وسله والو په ضد ټوپک راپورته کړي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې تیره اوونۍ د تیراه ځایی اولس د بهوټان په سیمه کښې د طالبانو مبینه مرکزونو په لور قرآن کریم په سر ورغلل او دا غوښتنه ی وکړه چې دوی دې له سیمې په سوله ییزتوګه لاړ شي خو طالبانو په ځواب کښې وویل چې دوی غواړي د دې موضوع په اړه له نورو طالب مشرانو سره مشورې وکړي او دې لپاره دې تر پنځم اګست پورې ورته وخت ورکړل شي .

دلته دا هم مهمه ده او باید یادونه وشي چې په باجوړ کښې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ تر دو ورځو پورې ډزبندي شوې ده او د باجوړ جرګې مشران نن وزیراعلی هاوس ته هم راغلي خو تراوسه پورې د جرګې په اړه اعلامیه نه ده جاري شوې

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *