په اردو ژبه کې یو مشهوره محاوره ده چې د ګاونډي خوشحالي دې تاسو خوشحالي ده او د ګاونډي غم دې تاسو غم دې.
که د دې محاورې معنی او مقصد ته وګورو نو څرګندېږي چې که ستاسو ګاونډی خوشحاله وي، نو په قدرتي توګه به تاسو هم خوشحاله یی، ځکه چې تاسو به د هغه په هره خوشحالۍ کښې شریک ی او که ستاسو ګاونډی په غم کښې وي، نو دا یوه څرګنده خبره ده چې تاسو به د هغه له غم او ستونزو سره شریک یی او تاسې به هم له دې غم څخه اغېزمن شئ.
پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو خلک د اسلام او ایمان د شریکې عقیدې له مخې یو له بل سره تړلي دي.
که د پاکستان او افغانستان د تېرو څلوېښت یا پنځوس کلونو اړیکو ته وګورو، نو پکې ډېرې خوږې ترښې راغلي، خو نړۍ شاهده ده چې هر کله افغانستان او افغان ملت له ستونزو سره مخ شوی، نو پاکستان د افغان ولس هر ډول ممکنه مرسته کړې ده۔
کله چې د ۷۰مې لسیزې په وروستیو کښې په افغانستان کښې سیاسي حالات خراب شول او په ۱۹۷۹م کال کښې پخواني شوروي اتحاد (سوویت یونین) په لکونو روسي پوځیان افغانستان ته واستول ترڅو هېواد اشغال کړي، نو دا وضعیت د پاکستان او چین په څېر ګاونډیو هېوادونو کښې هم اندېښنه او بېاطمیناني رامنځته کړه، ځکه چې د روس پلان دا و چې تودو اوبو (بحرونو) ته ځان ورسوي، چې له امله یې پاکستان ته هم د امنیت خطرونه پیدا شول۔

کله چې روس پر افغانستان یرغل وکړ، نو په لکونو افغانان مهاجر شول او ګاونډیو هېوادونو ته یې هجرت وکړ. ډېر شمېر افغان مهاجر ایران او پاکستان ته راغلل.
تاریخ شاهد دی چې پاکستان او د پاکستان ولس افغان مهاجرینو ته په زړونو کښې ځای ورکړ، هغوی ته یې په خپلو کورونو کې ځایونه ورکړل.
که څه هم نورو ګاونډیو هېوادونو افغان مهاجر یوازې په کیمپونو کښې وساتل او هغوی ته یې د تعلیم او آزاد کاروبار اجازه نه ورکوله، خو پاکستان کې داسې نه وو. دلته د افغان مهاجرو اولادونو تعلیم پیل کړ، لوړې زدهکړې یې وکړې، کاروبارونه یې جوړ کړل، او نن ټول شاهد دي چې د پاکستان په هر ښار کښې افغان مهاجر ښه کاروبار لري، چې دا د دې ثبوت دی چې د پاکستان ولس هغوی ته په زړونو کښې ځای ورکړی دې.
اوس راځو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو یوې نوې مثبتې مرحلې ته، د ۲۰۲۳م کال وروسته د افغانستان د مؤقتې حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اګست په ۴مه پاکستان ته سفر کوي.
هېله دا ده چې دا سفر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خوږو اړیکو د لا ښه کولو لپاره یو مهم ګام وي، ځکه چې اوس د دواړو خواوو چارواکو ښه درک کړی چې مقابله نه، بلکې دوامداره اړیکې او همکاري اړینه ده.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې امنیتي حالات خراب دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه کوي.
اسلامآباد ته سفر کولو په مهال به له پاکستانی چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي، لکه د ترهګرۍ مخنیوی، د فتنه الخوارج په سرحدي سیمو کښې شتون، او دوه اړخیزه سوداګرۍ ته وده ورکول،داسې موضوعګانې دي چې د پاکستان او افغانستان چارواکي به د خبرو لاندې راولي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، او له لوړپوړو پوځي مشرانو سره هم لیدنې وکړي.
سرچینې وایي چې له ۲۰۲۲م کال څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه فتنه الخوارج د پاکستاني ځواکونو پر ضد له ۴۰۰ زیات ترهګریز بریدونه کړي دي، چې دا ښيي د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کارېږي.
د افغانستان مشرتابه ښه پوهېږي چې فتنه الخوارج د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې په لاره کې لوی خنډ دی او باید له بېخه اوویستل شي.
په دې مهم سفر کښې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکولو موضوع هم شامله وي، ځکه چې د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال کښې د پاکستان صادرات افغانستان ته ۳۸.۶۸٪ زیات شوي، او پاکستان له مرکزي آسیا سره سوداګري هم پراخېږي.
تمه ده چې د دې سفر پر مهال به د افغانستان-پاکستان ترانزیټ سوداګرۍ تړون فعالول، او د ګمرک اړوند همغږي هم تر بحث لاندې راشي، چې دا اقدامات به سوداګریزو اسانتیاوو ته وده ورکړي او د اختلافاتو کچه به راټیټه کړي.
په پاکستان کې له اګست ۲۰۲۱ وروسته د غیرقانوني مېشتو افغان مهاجرینو موضوع هم یو حساس بحث دی، هیله ده چې دواړه هېوادونه دا موضوع هم په ښه نیت او تفاهم حل کړي، ترڅو د امنیتي اندېښنو تر څنګ د انساني عزت خیال هم وساتل شي.
امیرخان متقي به د خپل سفر پر مهال له پاکستاني پوځي مشرانو سره هم ملاقاتونه ولري او د سرحدي مدیریت، سرحدي امنیتي وضعیت، او نورو حساسو موضوعاتو باندې به تفصیلي بحث وشي.
د متقي په سفر کښې دا هم پلان شوې چې نوموړې به د اسلام آباد د سترایژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ته هم خپله وینا وکړي.
د دفاعي او سیاسي شنونکو په نظر، دا سفر دواړو خواوو ته یو فرصت ورکوي چې خپلې ستونزې او غوښتنې یو بل ته په خلاص مټ او نیت وړاندې کړي.
تردې لیک پورې یو داسې خبر راغلی چې د امیرخان متقي پاکستان ته د اګست څلورمې سفر ځنډول شوی دی. ویل کیږي چې دا سفر به په راتلونکي وخت کښې پلان شي.
که له یوې خوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خوږو اړیکو یوه نوې مرحله پيل شوې، نو له بلې خوا د دغو اړیکو د خرابۍ تر شا یو ښکاره لامل هم شته.
دا لامل په سرحدي سیمو کې د پاکستان ضد وسلوالو ډلو شتون دی، چې د ټولې سیمې د سولې او پرمختګ پر ضد دی، او اوس وخت راغلی چې دواړه هېوادونه دا مسئله د جدي اقداماتو له لارې حل کړي.
اوس مهال د پاکستان د افغانستان سره د پوله پر غاړه، په تیراه او باجوړ سیمو کې د امن وضعیت خراب دی. له سرحده پورې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د پاکستان امنیتي ځواکونه او عام ولس په نښه کوي، چې له کبله یې امنیتي ځواکونو او ولس ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
له بلې خوا، په یادو سیمو کې د سیمه ییزو مشرانو او دغو وسلوالو ترمنځ جرګې روانې دي.
په داسې حال کښې چې په سرحدي سیمو کښې نااميدي او بېثباتي خپره شوې، که د دواړو هېوادونو سیاسي او پوځي مشرتابه د سیمه ییزو مشرانو سره یو ځای له دغو وسلوالو ډلو سره خبرو ته کښېني، نو د ستونزې په هواریدلو کښې به ډېر ګټور ثابت شي ځکه چې د باجوړ وسلهوالو مشرانو سیمه ییزو مشرانو ته دا خبره په ښکار کړې چې که پر دوی بریدونه بند شي، نو دوی به هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي