د پاکستان په دوره راغلې د ايران صدر مسعود پزشکيان د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې د دواړو ملکونو تعلقات، تجارت بشمول مختلف شعبو کښې همکارۍ ،د پاکستان او ايران د پولو سيکيورټۍ او د سيمې په موجوده صورتحال خبرې کړيدي، دا مهم ملاقات وزيراعظم هاؤس کښې شوي وو،د ملاقات نه مخکښې د ايران صدر مسعود پزشکيان ته ګارډ آف آنر وړاندي کړې شوي وو۔ د دواړو مشرانو ملاقات په مهال د وفدونو په کچ مذاکرات هم شوي وو چې پکښې مختلف شعبو کښې د تعاون په معاملو غور شوي وو، په دې موقع دواړو ملکونو ترمينځ تجارت،ثقافتي رابطو،ريلوے،سمندري شعبې،توانائۍ ، آئي ټي او نورو شعبو کښې تعاون په حواله مفاهمتي ياداشتونو باندې لاس ليک او د دې دستاويزاتو تبادله شوي وه ۔
پاکستان به تل د ايران اصولي موقف تائيد کوي،وزيراعظم
ايران صدر سره د ملاقات نه پس مشترکه پريس کانفرنس ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ايران زمونږ ورور هيواد دے په هر مشکل وخت کښې دواړو ملکونو يو بل له د دوستۍ لاس ورکړېدے په دې اړيکو مونږ وياړ کوؤ او د ايران د صدر اسلام آباد ته راتګ به دا تعلقات نور هم مضبوط کړي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د اسرائيل د جارحيت د باتورۍ سره مقابله کولو باندې د ايران پوځ او سياسي قيادت کوششونو ستائينه وکړه او وئي وئيل چې د ايران د خپلواکۍ خلاف ورزي کونکي اسرائيل ته ايران داسې جواب ورکړې وو چې ټوله نړۍ ورته حيران پاتې شوه ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پرامن جوهري پروګرام د ايران حق دے او د متحده قامونو د چارټر مطابق هم ايران جوهري طاقت ترلاسه کولے شي پاکستان په دې حواله د ايران د اصولي موقف مکمل ملاټر کوي ۔ وزيراعظم شهباز شريف زياته کړه چې د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره د دواړو ملکونو موقف او سوچ يو دے،دواړه ملکونه د پولو په سيکيورټۍ باور لري په مشترکه پوله به د ترهه ګرۍ خلاف موثره اقدامات کوؤ ۔ وزيراعظم شهباز شريف د کشميريانو لپاره آواز پورته کولو او د کشمير په مسئله د پاکستان د موقف ملاټر کولو باندې د ايران د حکومت شکريه ادا کړيده ۔ پريس کانفرنس دوران وزيراعظم د دواړو ملکونو ترمينځ مفاهمتي ياداشتونو ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې ايران صدر سره ملاقات دوران په مختلف شعبو کښې تعاون ته وده ورکولو باندې دواړه ملکونه متفق وو او د لس ارب ډالر سالانه تجارتي هدف مو مقرر کړېدے ۔
د سيمې امن لپاره د پاکستان کردار مهم دې،مسعود پزشکيان
د ايران صدر مسعود پزشکيان د وزيراعظم شهباز شريف سره مشترکه پريس کانفرنس ته وينا په وخت د هغه او ايراني وفد ميلمستيا کولو او عزت ورکولو باندې د پاکستان د حکومت او اولس شکريه ادا کړيده ۔ د هغه وينا وه چې پاکستان او ايران تاريخي او ثقافتي رشتو کښې تړلي شويدي او وخت تيريدو سره د ملګرتيا او ورورولۍ دا تعلق نور هم مضبوط شوېدے ۔ د ايران صدر د اسرائيل د جارحيت خلاف د ايران ملاټر کولو باندې د پاکستان شکريه ادا کړيده او وئيلي ئي دي چې اوس وخت راغلې دے چې مسلمان ملکونه دې يو موټي شي او دوه اړخيزه تعلقاتو ته دې وده ورکړي ۔ د ايران صدروينا وه چې پاکستان سره ښه تعلق ساتل د ايران د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده په پولو سيکيورټي ښه کولو لپاره د دواړو ملکونو ترمينځ به تعاون او رابطې جاري وي، د يوې پوښتنې په جواب کښې مسعود پزشکيان ووئيل چې پاک ايران مشترکه اقتصادي زونز او په پولو تجارت ته وده ورکولو لپاره هم اقدامات پورته کولې شي د منطقې امن او څوکالي د دواړو هيوادونو مشترکه موقف دے راتلونکي وختونو کښې به هم د ملاقاتونو او رابطو سلسله جاري وي ۔د پريس کانفرنس په آخره کښې د ايران صدر مسعود پزشکيان وزيراعظم شهباز شريف له د ايران د دورې بلنه ورکړه او طمع ئې څرګند کړه چې هغه به ډير زر د تهران سفر وکړي ۔