تازه خبرونه

وزير خارجه اسحاق ډار ۔ ايران هم منصب عباس عراقچي ملاقات،دوه اړخيزه اړيکې او سيکيورټي تعاون باندې اتفاق

د ايران د صدر پزشکيان او وزيرانو د پاکستان دوره به د دواړو ملکونو تعلقات نور هم مضبوط کړي،اسحاق ډار
وزير خارجه اسحاق ډار ۔ ايران هم منصب عباس عراقچي ملاقات،دوه اړخيزه اړيکې او سيکيورټي تعاون باندې اتفاق

ايران سره تعلقات نور هم مضبوطول غواړو،اسحاق ډار

خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پاکستان په دوره راغلي د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د خپل هم منصب اسحاق ډار سره ليده کاته کړيدي ۔ ملاقات په مهال د پاکستان او ايران تعلقاتو،د پولو سيکيورټۍ صورتحال،مختلف شعبو کښې تعاون او په نورو مهمو معاملو د خيالاتو بدلون شوېدے ۔ دواړو وزيرانو د رابطو او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو د عزم اظهار کړېدے ۔ خارجه دفتر په بيان کښې زياته کړي شويده چې اسحاق ډار او عباس عراقچي دوه اړخيزه تجارت،توانائۍ شعبوکښې تعاون باندې اتفاق کړيدے ۔

د سيمې او مشرقي وسطي صورتحال په معاملو هم دواړو خارجه وزيرانو تفصيلي خبرې کړيدي او د سيمې امن او استحکام لپاره په شريکه کار کولو باندې زور راوړې شوېدے ۔د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د اسرائيل د جارحيت دوران د ايران د موقف تائيد کولو او دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره کوششونه کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده ۔ په دې موقع خارجه وزير اسحاق ډار پاکستان ته د ايران د صدر او کابينې د مهم وزيرانو د دورې هرکلي وکړو او وئيلي ئي دي چې دې دورې سره د دواړو ملکونو ترمينځ اوږده مودو راهسې قائم تعلقات به نور هم مضبوط شي ۔

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *