تازه خبرونه

ماته رافیل په کار دي

د مۍ په ۷مه نیټه د پاکستان فضایی ایر چیف مارشل سمدستي جې ۱۰ سي چې د چین جوړې جنګي الوتکې دي،په اړه لارښوونه وکړه چې دا الوتکې دې هوا ته پورته شي او د هند په رافیل الوتکو دې برید وشي
ماته رافیل په کار دي

د پوځي چارو شنونکو له مخې، په ۷ اوومه نیټه د مهه په دې فضایي نښته کې د دواړو هیوادونو شاوخوا ۱۱۰ جنګي الوتکې ښکېل وې۔

په ۷ اوومه نیټه د می د پاکستان او هند ترمینځ نښتې په اړه د رایټرز ځانګړې راپور مخې ته راغلې۔

برتانوي خبري آژانس رائټرز یو تفصیلي راپور خپور کړی چې پکې د پاکستان او هند ترمنځ د وروستۍ فضایي نښتې جزئیات بیان شوي دي. راپور وايي، پاکستان د هند له لوري فضایي برید شنډ کړی او د دې عملیاتو مهم تفصیلات یې ورکړي دي.

د راپور له مخې، د مې میاشتې په اوومه نېټه د شپې ناوخته، د پاکستان هوایي ځواکونو د عملیاتو مرکز کې بېړنی حالت رامنځته شو، کله چې لسګونه هندي جنګي الوتکې د سرحد بلې غاړې ته په حرکت کې ولیدل شوې. د وضعیت جدي والي ته په کتو، د پاکستان هوایي ځواکونو مشر، ائیر چیف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، له څو ورځو راهیسې پخپله د عملیاتو مرکز کې حاضر وو.

په دې بیړني حالت کښې د پاکستان فضایی ایر چیف مارشل سمدستي جې ۱۰ سي چې د چین جوړې جنګي الوتکې دي،په اړه لارښوونه وکړه چې دا الوتکې دې هوا ته پورته شي او د هند په رافیل الوتکو دې برید وشي۔

یو لوړ پوړي فوځي چارواکي له مخه ، ظهیر بابر په ښکار اوویل چې ماته رافیل په کار دي.

رائټرز ادعا کوي چې پاکستان په دې عملیاتو کې د هند څلور رافیل الوتکې، او ټول شپږ جنګي الوتکې را نسکورې کړي. تر اوسه هند دا دعوه نه ده رسماً رد یا تایید کړې.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د امریکا اولس مشر ډونالډ ټرمپ په تیرو دو ویناګانو کښې اوویل او دا ی منلې ده چې پاکستاني ځواکونو د هند ۵ پینځه رافیل الوتکې رانسکورې کړې وې، دا خبر د نړۍ ټولو رسنیو خپور کړې وو.

د پوځي چارو شنونکو له مخې، په ۷ اوومه نیټه د مهه په دې فضایي نښته کې د دواړو هیوادونو شاوخوا ۱۱۰ جنګي الوتکې ښکېل وې، چې دا یې د عصري تاریخ تر ټولو لوی فضایي جنګ ګڼړلې شي.

په دې اپریشن کښې د پاکستان له لوري پي ایل ۱۵ توغندي کارول د کامیابۍ لپاره ډیر ګټه ور او پریکړه کوونکي ثابت شول.
راپور زیاتوي چې دا پیښه د هند استخباراتي ادارو کمزورتیا څرګنده کړه، او د رافیل الوتکو تباه کېدو وروسته، د لویدیځ جوړو وسلو پر وړتیا شکونه پیدا شوي. پاکستان همدا راز ادعا کړې چې دې جګړه کې یې بریالۍ الیکترونیکي جګړه ترسره کړې.

رائټرز وايي، د دې نښتې له پای وروسته، ګڼو هیوادونو د چینایي جنګي الوتکو پېرلو ته لیوالتیا ښودلې، چې دا د نښتې نړیوالې اغېزې په ګوته کوي۔

دلته د یوې مهمې خبرې هم باید یادونه وشي چې په لومړې ځل هندي چارواکو نه منله چې ددوی رافیل الوتکې راغورځول شوي دي ، خو په آخر کښې بیا د هند یو لوړ پوړي چارواکي رسنیو باندې داسې ویډیو خپره شوه چې ویل ی چې ددوی الوتکې رانسکورې کړې شوي دی خو د الوتکو شمیرې په اړه ی څه نه وو ویلي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *