تازه خبرونه

معرکه حق آپريشن کښې د پاکستان ګټه ټولۍ نړې تسليم کړېده، ملک نه به د فتنه هند او ملک دښمنه عناصرو هرحال کښې خاتمه کوؤ،وزيراعظم

د نړي وال قوانينو مطابق پاکستان کښې ميشته ټول غيرقانوني افغان مهاجرين خپل ملک ته ډي پورټ کولې شي،وزيراعظم شهباز شريف
معرکه حق آپريشن کښې د پاکستان ګټه ټولۍ نړې تسليم کړېده، ملک نه به د فتنه هند او ملک دښمنه عناصرو هرحال کښې خاتمه کوؤ،وزيراعظم

فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خاتمه د حکومت ترجيح ده، وزيراعظم

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي او په ملک کښې د رياستي رټ قيام په حواله د سټئيرنګ کميټۍ اجلاس په اسلام آباد کښې شوي وو چې پکښې فيلډ مارشل عاصم منير،د قامي سلامتيا مشير ليفټنټ جنرل عاصم ملک،داخله امورو وزير مملکت طلال چودهري،وزير قانون اعظم نزير تارړ،د اطلاعاتو محکمې وزير عطا تارړ ، د وزيراعظم صلاح کار رانا ثنا الله ،د ټولو صوبو پوليس مشرانو او چيف سيکرټريانو شرکت کړي وو، اجلاس دوران د ملک امن و امان ،د ترهه ګرو خلاف روان پوځي عملياتو او د پولو سيکيورټۍ جائزه اخستې شويده، اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف د امن بحالۍ او ملک دفاع لپاره قرباني ورکونکي سيکيورټي اهلکارو ته خراج تحسين وړاندې کړې او وئيلي دي ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د خاتمے لپاره ټول قام ،سيکيورټي او قانون نافذ کونکې ادارے يو موټي دي ۔

د وزيراعظم وينا وه چې د پاکستان باتور پوځ نه صرف په آپريشن رد الفساد او ضرب عضب کښې په موثره توګه د ترهه ګرو مقابله کړيده بلکه معرکه حق آپريشن دوران ئې دښمن پوځ له هم داسې شکست ورکړي وو چې ټوله نړۍ ورته حيران پاتې شوي وه ۔ وزيراعظم زياته کړيده چې نړۍ د سيمې امن او استحکام لپاره د پاکستان کردار او قربانۍ تسليم کړيدي ملک د ترهه ګرو نه صفا کول د حکومت وړومبې ترجيح ده د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو او ملک دښمنه عناصرو خلاف به پوځي کارروائۍ جاري وي ۔ اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف د افغان کډوالو د انخلا په معامله هم خبرې کړيدي او وئيلي ئي دي چې په غير قانوني توګه پاکستان کښې ميشته افغانان د نړي وال قوانينو مطابق خپل ملک ته ليږلې شي او دا سلسله به جاري وي ۔

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *