تازه خبرونه

پاکستان او د امريکې اړيکو کښې مهم پرمختګ،دواړه ملکونو ترمينځ تجارتي معاهده شويده

يو ورځ به هند هم د پاکستان نه تيل اخستو معاهده کوی،ډونلډ ټرمپ

1 min read

پاکستان او د امريکې اړيکو کښې مهم پرمختګ،دواړه ملکونو ترمينځ تجارتي معاهده شويده

امريکې سره د پاکستان تجارتي معاهده

July 31, 2025

د معيشت د ودې په لور مهم پرمختګ امريکني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلی دی چې د پاکستان او امريکې ترمينځ تجارتي معاهده شويده. په سوشل ميډيا ويب سايټ ټروتھ سوشل باندې ورکړي شوي بيان کښې صدر ټرمپ وئيلي دي چې پاکستان سره تجارتي معاهدې حتمي شکل خپل کړيدے. د ټرمپ بيان ترمخه امريکه او پاکستان به د توانائۍ په شعبو او په خصوصی توګه د تيلو د تنصيباتو د ترقۍ لپاره په شريکه کار کوي.ډ صدر ټرمپ په بيان کښې زياته کړي شويده چې د امريکې او پاکستان ترمینځ د تيلو ذخائر د لټون او د زمکې نه تيل د راويستلو لپاره يوه کمپني ته ذمه واری سپارلو په حواله صلاح مشورې روانې دي او مقرر کړې شوې کمپني به د دواړو ملکونو ترمینځ د دې پارټنر شپ نګرانی کوي.صدر ډونلډ ټرمپ وائی چی يو ورځ به هندوستان هم د پاکستان نه تيل اخستو معاهده کوی.

پاکستان يواځې کولو د هند سازشونه ناکامه

په داسی مهال چې هندوستان حکومت د پهلګام حملے د ډرامے په معامله پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو هر ممکن کوشش کوی د امريکې سره تجارتي معاهده کيدل په معاشی او سفارتي محاذ باندې د پاکستان مهمه ګټه ده. که يو خوا د امريکي سره شوې معاهده به پاکستان کښې د توانائۍ بحران کښې کمې راولي نو بلخوا د دواړو ملکونو ترمینځ به اړیکې هم مضبوطې شي. پاکستان او امريکې تعلقاتو کښې تير څو میاشتو دوران مهم پرمختګونه رامخې ته شوي وو، فيلډمارشل عاصم منير او خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې ګته وري دورې کړې وې. صدر ټرمپ د فيلډ مارشل عاصم منير په درناوي کښی په خصوصي توګه د لنچ اهتمام هم کړې وو. امريکني چارواکي پاکستان د منطقي امن او استحکام لپاره مهم شراکت دار ګنی او صدر ټرمپ څو وارې د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره د پاکستان د کردار ستائينه کړيده. د پهلګام حملے او د آپريشن سندور د ناکامۍ نه پس نريندر مودی هر ممکن کوشش کړې چې پاکستان په نړيواله سطح یواځې کړې او دې لپآره ئې د پاکستان خلاف منفي او بے بنياده پروپګنډا مهم هم چلولی وو خو خپل مقصد کښې نه دې کامياب شوے،د امريکې او پاکستان ترمينځ تجارتي معاهدې هم پاکستان ته په اقتصادي او سفارتي محاذ نقصان رسولو لپاره د هند سرکار ټولی هلې ځلې او اميدونه خاوری کړيدی.امريکنی صدر ټرمپ د هند نه امريکې ته سپلائی کيدونکی مصنوعاتو باندې ۲۵فيصد هم لګولی دے.

Related Articles

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

د امنیتي سرچینو ترمخه ځانمرګي برید ګر میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ سره د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه – څلوريامنیتي سرتیرې معمولي ټپیان شوي

December 19, 2025

د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه ایی بی ای او ایس بي پې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر سروې ښيي چې د کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي ته زیات شوی

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *