تازه خبرونه

پاکستان د شندور آپريشن په حواله د هند وزيراعظم مودي او نورو وزيرانو بے بنياده دعوې او بيانات مسترد کړيدي

نريندر مودي د سياسي مقاصدو لپاره هندوستان اولس ګمراه کوي هم دغه وجه ده چې د سندور آپريشن ناکامي او نقصاناتو تفصيلات نه په ډاګه کوي
پاکستان د شندور آپريشن په حواله د هند وزيراعظم مودي او نورو وزيرانو بے بنياده دعوې او بيانات مسترد کړيدي

مودي د آپريشن سندور اصل حقائق د قام نه پټ ساتلي دي،خارجه دفتر

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان د هند په لوک سبها کښې د آپريشن سندور په معامله بحث دوران د پاکستان خلاف د هند د واکمنو ټول الزامات او بيانات په سختې سره مسترد کړيدي،د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه د هند واکمنو بياناتو کښې اصل حقيقت پټ ساتلي شوېدے او عوام ئې د ګمراه کولو کوشش کړيدے۔ شفقت علي خان بيان کښې وئيلي شويدي چې ټولې نړۍ ته معلومه ده چې پهلګام حملې نه پس هند واکمنو بغير د څه تحقيقاتو په پاکستان الزامونه ولګول او بيا ئې په د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزۍ وکړې او بے ګناه کسان ئې شهيد کړل ۔ د خارجه دفتر بيان کښې زياته کړي شويده چې د هندوستان د جارحيت پاکستان فوري او موثره جواب ورکړې وو او د هند الوتکې راغورځولو سره سره ئې پوځي هدفونه باندې کاميابې حملې کړې وې خو مودي انتظاميه دا ناقابل ترديد حقيقت د خپل اولس نه اوسه پورې پټ ساتلې دے ۔ خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان زياته کړيده چې پاکستان د پهلګام د حملې د شفاف تحقيقاتو وړانديز هم کړي وو خو نريندر مودي حکومت جنګي لار خپله کړي وه او پاکستان ورله داسې غاښ ماتې جواب ورکړې وو چې هند واکمن اوس د دې جنګ بندۍ په حواله د امريکې د مداخلت نه هم انکاري دي ۔

د هند د هرقسم جارحيت مخ نيوي به کوؤ،خارجه دفتر

د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې د هندپه پارليمنټ کښې د پهلګام حملې او سندور آپريشن په معاملو د بحث شورو کيدو په وخت مقبوضه کشميرکښې آپريشن مهاديو په نوم جعلي عملياتو هم ګڼ شمير سوالات پورته کړيدي دا څنګ اتفاق کيدې شي چې د پهلګام حملې مبينه ذمه وار په داسې مهال ووژلي شي کله چې پارليمنټ کښې په دې معامله بحث جاري وي ؟ ترجمان شفقت علي خان وائي چې دا قسمه جعلي آپريشنونو له پاکستان هيڅ اهميت نه ورکوي، پاکستان د شپږم او اووم مئي د حملو هندوستان له غاښ ماتې جواب ورکړي وو او داسې سبق ئې ورته ښودلې دے چې آئنده لپاره به په پاکستان د حملو دوباره غلطي نه کوي که چرې مودي بيا هم د پاکستان خلاف څه قسمه جارحيت وکړو نو د معرکه حق آپريشن نه به ورته هم سخت جواب ملاؤ شي ۔ د خارجه دفتر ترجمان مبينه ايټمي بليک ميلنګ په حواله د هند بيانيه ګمراه کن ګرځولي او وئيلي ئي دي چې پاکستان د خپل روايتي صلاحيتونو په ذور هند له شکست ورکړي وو۔ شفقت علي خان په بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې پاکستان د يو ذمه وار رياست په حيث منطقه کښې امن غواړي د کشمير بشمول په ټولو مسئلو هند سره با مقصده خبرو لپاره هر وخت تيار يو خو د امن خواهش د پاکستان کمزوري ګڼل نه دي پکار د ملک دفاع او خپلواکۍ به هر حال کښې تحفظ کوؤ

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *