تازه خبرونه

د ۳۵۴ ارب روپو زیات د کرپشن قیصه

د آډیټر جنرل دفتر وایی تر دې دمه یوازې ۳ اربه ۲۳ کروړه ۲۰ لکه روپۍ بیرته ترلاسه شوي

1 min read

د ۳۵۴ ارب روپو زیات د کرپشن قیصه

ددې لوی کرپشن کولو څخه معلومه شوه چې پخواني حکومتونو دا کمزوري کړې چې ددومره لوی کرپشن پلټنې ی نه دي کړي.

July 29, 2025

خیبرپختونخوا کښې د شلو کلونو بلدیاتي آډیټ رپورټ کښې په سلګونو اربو روپو مالي کرپشن انکشاف شوې دې

په خیبرپختونخوا کې د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۴ پورې د بلدیاتي حکومتونو د شلو کلونو آډیټ رپورټ کې د ۳۵۴ اربه ۱۲ کروړه ۶۰ لکه روپو نه زیاتې مالي بې‌ضابطګۍ افشا شوې دي چې تر اوسه ددې لوی کرپشن معلومات او ریښتونې پلټنې نه دي شوي

دلته دا خبره مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې کارپوهان وایي چې د دې بې‌ضابطګیو دوام یو مهم علت دا دی چې تر اوسه پورې یو مؤثر، فعال او کاروونکی نظام نه‌دی جوړ شوی چې دا اعتراضات حل کړي او ددې لوی کرپشن معلومات وکړي او ککړ راڅرګند کړي

په رسنیو کښې خپور د یو راپور ترمخه ، د آډیټر جنرل دفتر وایی تر دې دمه یوازې ۳ اربه ۲۳ کروړه ۲۰ لکه روپۍ بیرته ترلاسه شوي، خو پاتې ۳۵۰ اربه روپیو واپس لاس ته راوړنه نه ده شوې

آډیټ چارواکي وايي که حکومت د احتساب په نظام کې سمون رانه‌وړي، نو دا ډول آډیټ اعتراضونه به نور هم زیات شي. بل‌خوا، د بلدیاتو محکمه وایي چې دوی ته لا تر اوسه کوم آډیټ رپورټ نه‌دی ورکړل شوی

کارپوهان دا هم وایي چې د تحریک انصاف حکومت نه و توانېدلی چې د تحصیل اکاؤنټس کمېټۍ فعاله کړي او نه یې د مقامي حکومتونو د مالیاتو د څار لپاره د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ ته جدي قانوني واک ورکړو

په داسې وخت کښې چې په خیبر پښتونخوا کښې دا لوی کرپشن مخې ته راغلې ، د بیله بیلو تنظیمونو مشرانو له حکومت څخه غوښتي دي چې ددې لوی کرپشن دې صحیح پلټنې وشي او په دې لوی کرپشن کښې ککړ کسانو په ضد دې سخته کاروایی وشي چې دا لوټ کړې پیسې ددوی څخه واپس واخستل شي

Related Articles

د پاکستان پر ضد د هند استخباراتي ادارې را، افغان جي ډي ایی او اسرایلي موساد ګډ تبلیغاتي مهم پر مخ وړي خو چارواکي وایی دا د پاکستان ضد کمپاین به بریالۍ نه شي

October 29, 2025

په کرم ضلع کې په امنیتي ځواک باندې دې برید کې ۶شپږ اهلکار شهیدان شوي دي

October 29, 2025

د هند حکومت اعلان کړې دې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به فضایی تمرینونه وکړي

October 29, 2025

پرون کالعدم ټي ټي پي په امنیتي ځواکونو برید وکړو او درې اهلکار ی شهیدان کړل

October 29, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *