پاک افغان بارډر سره نزدې په قبایلي سیمه کښې امنیتي وضع خرابه شوې ده او د ضلع خیبر په تیراه کښې د ډزو له امله ۳ ولسي وګړي شهیدان شوي، ۸ اته نور ژوبل شوی دي
سرچینې وایی چې په سیمه کښې امنیتي حالات ډیر زیات خراب شوي خو په امینتي ځواکونه په دې قابو راوستلو لپاره هڅې کوي
د راپورونو له مخې، د خیبر ضلعې تیراه میدان سیمه کې د باغ بریګیډ مرکزي هیډکوارټر مخې ته د ولسي خلکو له لوري د احتجاج پر مهال حالات سخت ترینګلي شول
عیني شاهدان وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره فایرنګ وکړ، چې له املهیې لږ تر لږه ۳ ولسي وګړي شهیدان او ۸ نور ژوبل شوي. ژوبل کسان د درملنې لپاره پېښور ته انتقال شوي دي
سرچینې وایي چې مظاهره چیانو پر بریګیډ هیډکوارټر د تیږو ګوزارونه وکړل، چې په ځواب کې فایرنګ وشو. له فایرنګ وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او وضعیت ترینګلی شوی دی
دلته باید یادونه وشي چې دا مظاهره وروسته له هغه پیل شوه کله چې پرون د ذخہ خېل دربار په سیمه کې د اجمل خان نومي کس کوچنۍ لور هغه مهال شهیده شوه چې یو مارټر ګوله د دوی پر کور را اوغورځیدله
ځایی سرچینې وایی چې له دې غمجنې پېښې وروسته، خلکو د شهیدې نجلۍ مړی پورته کړ او لومړی یې د مومند غوز امنیتي پوستې مخې ته مظاهره وکړه، چې وروسته دا احتجاج د باغ بریګیډ هیډکوارټر ته وغځېدلو
عیني شاهدان وایي چې پر مظاهره چیانو فایرنګ په غیر ارادي توګه وو خو عام خلک پرې سخت غصه دي. تر اوسه د ضلعي انتظامیې یا امنیتي ادارو له خوا هېڅ رسمي بیان نه دی ورکړل شوی
ځایی سرچینې وایی چې په سیمه کښې امنیتي اقدامات سخت شوي او د حالات قابو کولو هڅې روانې دي
ځایی سرچینې دا هم وایی چې په سیمه کښې موبایل انټرنیټ او موبایل نیټ ورک بند کړې شوي دې چې له امله اولس ته په اړیکو ټینګولو کښې ستونزې رامخې ته دي
 
								 
								 
								 
								 
								 
								 
								