د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښو کښې د باچا خان مرکز په کوربتوب د عوامي نیشنل ګوند (اے این پی) خیبرپختونخوا تر سیوري لاندې قومي امن جرګه ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، قبایلي مشرانو او ټولنیزو استازو ګډون وکړ
د جرګې وروسته د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صدر میا افتخار په یو خبري غونډه کښې د جرګې ۲۸ ناتي اعلامیه خپره کړه
په اعلامیه کې مولانا خانزیب ته د پښتون ملت او خاورې ملي شهید لقب ورکړل شو او غوښتنه وشوه چې د هغه د وژنې د حقیقت معلومولو لپاره دې د سپریم کورټ د جج تر مشرۍ لاندې په لسو ورځو کې عدالتي کمېشن جوړ شي
جرګې وویل، د خیبرپښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو د سولې لپاره دې د سیاسي مشرانو نه یو جرګه جوړ شي، چې له فوځي اسټېبلشمنټ سره مذاکرات وکړي او دا واضح پیغام ورکړي چې دا سیمه نور د جګړو او نړیوالو شخړو میدان نه شي پاتې کېدلای


د جرګې ګډونوالو اعلان وکړ چې د بدامنۍ پرضد د احتجاجي تحریک لاندې کېدای شي په اسلام آباد یا راولپنډۍ کې پرلت ورکړل شي
په اعلامیه کې د ایین اتلسمې ترمیم باندې د پوره عمل، د هغې پر ضد د سازشونو مخنیوی، او د این ایف سي ایوارډ د سمدستي اجرا غوښتنه شوې. همداراز، د هر ډول تاوتریخوالي ردولو، د “ښه او بد ترهګر” تفریق ختمولو، او د ټولو وسلوالو ډلو د ختمولو غوښتنه وشوه
اعلامیه وایي، ریاست باید له جنګي معیشت او د تشدد ډکو پالیسو لاس واخلي، د 2014 نیشنل ایکشن پلان پوره عملي شي، او له 2019 راهیسې په صوبه کښې نافذ ایکشن این ایډ آف سول پاور د ختمیدلو اعلان وشي
همدارنګه، جبري لاپته کول دې جرم وګرځول شي، ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، او د قانون پوره واک دې پولیسو ته وسپارل شي. .
جرګې د پښتنو په خاوره د پراکسي جګړو رد وکړ، او ویې ویل چې بدامني د ځینو خاصو عناصرو د آمدن یوه وسیله ګرځېدلې، نو دغه عناصر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. همداراز، د ترهګرۍ او فوځي عملیاتو له امله تباه شوي انفراسټرکچر د بیا رغونې، بې ځایه شوو خلکو د بحالۍ، او د تېر فوځي اپریشن له امله د شوي زیان په اړه دې مرستو کولو غوښتنه وشوه
اعلامیه ټینګار کوي چې پاکستان باید د نړیوالو طاقتونو په سیالیو کې بې طرفه پاتې شي، او د نورو جګړو نه ځان وساتي. همداراز، له ګاونډیو هېوادونو سره دې ورورولۍ اړیکې ټینګې کړي، د افغانستان ټول تجارتي لارې دې خلاصې او د دوی انتظام دې خیبرپښتونخوا ته وسپارل شي
په نورو غوښتنو کښې هم د ولسواکۍ حاکمیت، د پارلمان بالادستي، په سیاست کښې غیرآینی مداخلت ختمول، د صوبې رایلټی ورکول، د نوي این ایف سي ایوارډو ، د ضم ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپیو ژمنه، په هره ضلع کښې یو پوهنتون جوړول او د لسو کالو لپاره د ټیکس معافي هم په غوښتنو کښې شاملې وې.
جرګې د ۲۲ زره خاصه دار فورس نوکري باوري کول، د ښځو تعلیم لپاره کار، سکولونو جوړول او د بیارغونې او د پرمختګ لپاره بیا سروې کولو غوښتنه هم وکړه
اعلامیه زیاتوي چې د ضم شویو ضلعو لپاره ځانګړې شوې میډیکل او انجنیرنګ سیټونه دې عملي شي، او هائیر ایجوکیشن سکالرشیپس دې بحال شي
دا غوښتنه هم وشوه چې د فرنټيئر کانسټیبلري لومړیتوب باید د خیبرپښتونخوا خلکو ته ورکړل شي، او دا د وفاق تر ماتحت راوستل د قبایلي خلکو په حقونوبرید اوبلل شو
په پای کې، اعلامیه کښې دا ټینګار وشو چې د وړوکو قامونه استحصال د بندولو لپاره دې په اتلسم آیني ترمیم بشپړه باوري او عملي شي او د اتلسم ترمیم له مخې دې صوبو ته پوره او پرلهپسې واک انتقال شي. جرګې خبرداری ورکړ چې پښتانه نور د بدامنۍ زغم نه لري، او له ریاسته یې غوښتنه وکړه چې د ایین، جمهوریت، او د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې واکم عملي او ګوټلي ګامونه پورته کړي
 
								 
								 
								 
								 
								 
								 
								