تازه خبرونه

په وادي تیراه ټي ټي پي ډله له اولس باج اخلي

1 min read

په وادي تیراه ټي ټي پي ډله له اولس باج اخلي

په وادي تیراه کښې مشرانو اعلان کړې چې دوی به وسله والو ډلو له باج او عشر نه ورکوي او که چا ورکړو نو دوی به ی پنځوس لکه روپۍ جرمانه کوي او کور به ی سوځوي.

July 26, 2025

پاک افغان بارډر سره نښتې د ضلع خیبر لرې پرته سیمه وادي تیراه کښې ځایی اولس له وسله والو تنګ شوي دي او د وسله ولو ډلو کسانو په ضد ی غونډې او جرګې کول پیل کړي دي

یو څو ورځې وړاندې په رسنیو داسې ویډیو خپره شوې چې پکښې یو قبایلي مشر ناستو د جرګې کسانو ته په وینا کښې په وسله والو ډلو نیوکې کوي

حاجي ظاهر شاه افریدي وایی چې ځایی خلق د وسله والو ډلو غړو څخه تنګ راغلي دي

په خيله وینا کښې مشر وایی او په لاس کښې ی یوه د کاغذ ټکړه نیولې او د کیمرې مخې ته ی رانزدې کوي او پوښتنه کوي چې آیا دې تاسو دا شریعت دې چې خلقو څخه بهتې غواړې؟

مشر وایی چې د وسله والې ډلې لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې کسانو ماته په موبایل اوویل چې دا پرچې مونږ نه دي تقسیم کړي او دا کار مونږ نه دې کړې، خو بیا مشر وایی چې په دې پرچه تحریک طالبان پاکستان لیکل شوي دي

مشر وایی او د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولي محسود نوم اخلي او وایی چې آیا تاسو دا کسان دې ته رالیږلي چې خلقو نه به باج اخلي ، دا مشر زیاتوي چې ددې باوجود چې ځایی اولس عشر او زکات دې ډلو له ورکوي خو بیا هم ددې سیمې په کورونو ننوځي او ماشومان ی په ګولو ولي

نوموړي پوښتنه کوي چې دا څنګه شریعت دې؟ د قوم مشرانو ته وایی چې دا ثبوتونه دي او زه حیران یم چې دا قوم څله داسې داوثي کوي او بې غیرتي کوي

هغه وایی او په لاس کښې یوه د کاغذ ټکړه اوچتوي چې دا ددوی ثبوتونه دي او د قوم مشرانو ته وایی چې تاسو ولې داسې بې غیرتي کوې چې د قوم بچي شهیدان کیږي او دوی هیڅ هم نه وایی

مشر اعلان کوي چې اې د قوم خلقو واورې چې نن نه وروسته نه وروسته که چا هم دې وسله والو ډلو له باج ورکړو، یا ی ورله عشر او زکات ورکړو نوی جرګه به هغوی پنځوس لکه روپۍ جرمانه کوي او کوټه به ی هم سوځوو

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې وسله والې ډلې کسان د یو ځایی تن څخه عشر اوغوښتلو او په انکار کولو وسله وال کسان د هغه کور ته ننوتل،ډزې ی پرې وکړو

ددې پیښې وروسته د قام مشرانو په دې پیښه د سخت غبرګون څرګندونه وکړه او

د دې غمجنې پیښې په غبرګون کښې د برقمبرخېل قومي مشران راټول شول، لویه جرګه یې وکړه چې پکې قبایلي مشران او عام ولس برخه واخسته.

په جرګه کښې ګډون والو ته قومي مشر حاجي ظاهر شاه ددې غمجنې پیښې په اړه په وسله والو ډلو سختې نیوکې وکړې او وې ویل چې وسله والو د اولس ژوند تنګ کړې او د ټوپک په زور کورونو ته ننوځي او که څوک عشر نه ورکوي نو په دوی نیغې ګولۍ چلوي.

مشرانو اعلان وکړ چې د دغه ظلم پر ضد به د چهارشنبې په ورځ یوه لویه قومي جرګه کوي.

د دې غیر انساني پېښې وروسته د سیمې خلقو له لوړپوړه چارواکو او امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې زر تر زره دې د وسله‌والو پر ضد ګوټلي ګامونه واخلي د وادي تیراه بې‌ګناه ولس له دې د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې امنیت ورکړي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې وړمه ورځ هم حاجي ظاهر شاه د راروان ګل په ورځ یوې قومي جرګه کولو او احتجاج اعلان وکړو او او وې ویل چې دا ډیره د افسوس او اندیښنې خبره ده چې ددوی پرلت دوام لري او تراوسه وسله والې ډلې مشرانو په دې اړه دوی سره هیڅ کومه اړیکه نه ده نیولې .

مشر اوویل چې د ګل په ورځ به د سکولونو ماشومان په دې جرګه او پرامن احتجاج کښې قران پاک په لاسونه کښې وی او احتجاج به کوي او له وسله والو ډلې به غواړي چې دوی سره دې دا ظلم بند کړي.

Related Articles

نن وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي په باړه تحصیل کې د خیبر امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس مایوسه ښکاري ځکه هغه کومه پرمختیایی پروژه اعلان نه کړه

October 25, 2025

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې چې د صوبې حق دې زر تر زره موږ ته راکړل شي

October 25, 2025

د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې کمانډر صدام عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په مهال راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

October 25, 2025

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *