واشنګټن کښې د امريکې تهنګ ټينک اټلانټک کونسل ته د وينا په وخت خارجه وزير اسحاق ډار پاکستان کښې د ترهه ګروخلاف روان عمليات او د سيمې سيکيورټۍ صورتحال بشمول په مختلف موضوعاتو خبرې کړيدي ۔ د هغه وينا وه چې
په نړي وال کچ حالات د بدلون په لور روان شويدي د يو ذمه وار او پرامن ايټمي رياست په حيث پاکستان هم د دې حالاتو مطابق خارجه پاليسي جوړه کړې چې پکښې امن له خصوصي ترجيح ورکړي شويده، اسحاق ډار وائي چې پاکستان د شخړو په پرامن حل باور لري هم دې سلسله کښې سلامتي کونسل د پاکستان قرارداد هم منظور کړي وو۔
هند د ترهه ګرو مرستيال هيواد دې،اسحاق ډار
اسحاق ډار وئيلي دي چې د شخړو او ملکونو ترمينځ تاؤ تريخوالي لوجې د جنوبي ايشيا امن د خطرو سره مخ دے، د کشمير مسئله د پاکستان او هند ترمينځ لويه تنازعه ده، د متحده قامونو سلامتي کونسل د قراردادونو باوجود هند واکمن کشميريانو له خپل حق نه ورکوي او په مقبوضه کشمير اويا کالو راهسې قابض دے ۔ خارجه وزير زياته کړيده چې پاکستان په نړۍ کښې د بدنامولو لپاره هند منفي پروپګنډې شورو کړيدي او په پاکستان د ترهه ګرو د سپورټ بے بنياده تورونه ئې لګولي دي حالانکه هند په خپله سيمه کښې د ترهه ګرو مرستيال لوئې هيواد دے،پاکستان کښې بدامنۍ واقعاتو کښې هم هندوستان ککړ دے ۔ اسحاق ډار دا هم وئيلي دي چې د سيمې هيڅ يو ملک سره تاؤ تريخوالې نه غواړو خو هند د پهلګام حملې نه پس بغير د څه تحقيقاتو په پاکستان الزامونه ولګول او د جارحيت مظاهره ئې وکړه ،د هند واکمنو جارحانه عزائمو او د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزۍ نه پس پاکستان هم د خپل دفاع لپاره هندوستان کښې کارروائي کولو باندې مجبورا شو او د کامياب بنيان مرصوص عملياتو د لارې په دې منطقه د هند د اجاره دارې او تسلط نظريه او پاليسي مو ورله خاورو سره خاورې کړه ۔ خارجه وزير د پاکستان او هند جنګ بندۍ لپاره د صدر ټرمپ د کوششونه وستائيل ۔
افغان دولت نه د ترهه ګرو خلاف کارروائۍ مطالبه
اټلانټک کونسل ته وينا په مهال خارجه وزير اسحاق ډار د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې تير څو کالو راهسې خرابې وې ولې د دوه کاله کوششونو نه پس اوس دا تعلقات د ښه والي په طرف روان شويدي،د دواړو ملکونو حکومتي وزيرانو دورې شورو کړيدي او کابل کښې په ټرانس افغان ريلوے لائن تاريخي معاهده لاس ليک شوېدے ۔ اسحاق ډار وائي چې افغانستان کښې د ترهه ګرو ټهکانو په موجودګۍ انديښمن يو دا معامله د افغان دولت سره پورته کړي شويده د سيمې امن لپاره هم پرامن افغانستان ضروري دي بايد چې د افغانستان خاوره د هيڅ ملک خلاف استعمال نشي ۔
امريکې سره اقتصادي تعلقات قائموؤ،خارجه وزير
اټلانټک کونسل ته وينا په وخت خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې دوره ګټه ور ګرځولي ده وئيلي دي چې د سيمې د امن او استحکام او ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د دواړو ملکونو ترمينځ باوري تعلقات قائم دي اوس امريکې سره اقتصادي تعلقات قائمولو لپاره مذاکرات جاري دي،اسحاق ډار وائي چې د امريکې نه امداد نه بلکه د برابرۍ په بنياد ورسره تجارت کول غواړو ،ډير زر به د دواړو ملکونو ترمينځ تجارتي معاهده باندې لاس ليک اوشي ۔د اسحاق ډار وينا ترمخه پاکستان د امريکې تجارتي منډو پورې د رسائې خواهش لري او غواړو چې پاکستاني مصنوعات دې امريکې ته برآمد کړو۔
ايران اسرائيل جنګ بندۍ کښې د پاکستان کردار ستائينه
د امريکې خارجه محکمي د اسحاق ډار د دورې او مارکو روبيو سره واشنګټن کښې شوي د ملاقات اعلاميه جاري کړيده، اعلاميې ترمخه خارجه وزير مارکو روبيو د سيمې د استحکام او په خصوصي توګه د ايران او اسرائيل ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالې ختمولو کښې د پاکستان د دريم ګړي کردار ستائينه کړيده،اعلاميه کښې د سيمې د امن بحالۍ لپاره د پاکستان د مستقل کوششونو اعتراف هم شوېدے ۔
ترهه ګرۍ مخنيوي په موضوع پاک امريکه ډائيلاک کيږي
د امريکې خارجه محکمې اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان او امريکې د وزيرانو ملاقات په مهال د ترهه ګرۍ مخ نيوي په کوششونو هم خبرې شويدي،دواړو مشرانو د داعش خراسان ګروپ خلاف مشترکه کارروائي کولو نه علاوه د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمے لپاره دوه اړخيزه تعاون سيوا کولو باندې اتفاق کړېدے او دې سلسله کښې د اګست په مياشت کښې به اسلام آباد کښې پاک امريکه انسداد دهشت ګردي ډائيلاک کيږي ۔ اعلاميې ترمخه مارکو روبيو او اسحاق ډار د دواړو ملکونو ترمينځ تجارتي رابطې سيوا کولو او معاشي تعاون ته وده ورکولو باندې زور راوړېدے، معدنيات او مائننګ سيکټر کښې د دوه اړخيزه تعاون په امکاناتو هم دې ملاقات کښې خبرې شويدي ۔