تازه خبرونه

واشنګټن:اسحاق ډار ۔ مارکو روبيو ملاقات، ترهه ګرۍ خلاف جنګ او سيمه ايز مسائلو حل لپاره په شريکه کار کولو باندې اتفاق

پاکستان او امريکه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې مشترکه کوششونه کولو باندې متفق
د خارجه وزير اسحاق ډار او امريکني هم منصب ملاقات ،د رابطو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق

د پاکستان او امريکې خارجه وزيرانو ملاقات،سيکيورټي تعاون باندې اتفاق

امريکې د منطقې امنيت لپاره د پاکستان د کردار ستائينه کړې،
دوه اړخيزه تجارت،سرمايه کارۍ ته وده ورکول او رابطې سيوا کولو فيصله

د پاکستان او امريکې د خارجه وزيرانو ملاقات کښې دوه اړخيزه اړيکو،تجارت،سرمايه کارۍ او نورو شعبو کښې د همکارۍ په معاملو خبري شويدي او دوه اړخيزه تعاون نور هم مضبوطولو باندې زور راوړلي شوېدے ۔ دواړو مشرانو د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ،د سيمې او نړۍ په صورتحال هم خبرې کړيدي،امريکني خارجه وزير مارکو روبيو د ترهه ګرۍ خلاف په جنګ کښې د پاکستان د قربانو اعتراف کړے، وئيلي ئي دي چې پاکستان د سيمې او نړۍ د امنيت او څوکالۍ کښې تل مهم کردار لوبولې دے۔ خارجه وزير د پاکستان خلاف د هند جارحيت او د هغې وروستو پيدا شوي صورتحال نه خپل هم منصب خبر کړېدے او د دواړو ملکونو ترمينځ د جنګ بندۍ کوشش کولو باندې ئې د صدر ټرمپ هلې ځلې ستائيلي دي ۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځ دا وړومبې ملاقات وو دې نه مخکښې دواړو مشرانو ترمينځ به د ټيلي فون د لارې رابطې کيدې ۔ د امريکې نور چارواکي هم دې ملاقات کښې موجود وو۔

امريکه پاکستان سره اړيکې ښه کول غواړي

د پاکستان او امريکې د خارجه وزيرانو په دې مهم ملاقات کښې د نورو موضوعاتو نه علاوه د دواړو ملکونو ترمينځ تجارت او اقتصادي رابطو ته وده ورکولو په معاملو هم د خيالاتو بدلون شوېدے ۔ اسحاق ډار په دې موقع ووئيل چې د پاکستان معيشت د پرمختګ په لور روان شوېدے د نړۍ ملکونو سره تجارتي تعاون په معاملو خبرې روانې دي د امريکې سرمايه کارو له بلنه ورکوؤ چې پاکستان کښې د سرمايه کارۍ د موقعو نه فائده پورته کړي ۔ دواړو وزيرانو کرکيله، معدنيات او ټيکنالوجۍ بشمول نورو شعبو کښې تعاون باندې اتفاق کړېدے ، مارکو روبيو او اسحاق ډار د پاکستان او امريکې ترمينځ د تجارتي معاهدې لپاره روان مذاکراتو باندې د اطمينان اظهار کړيدے او وئيلي ئي دي چې د علاقائي امن او څوکالۍ په حواله د دواړو ملکونو مفادات مشترکه دي د دې لپاره ضروري ده چې د دواړو ملکونو ترمينځ دې ښه تعلق قائم وي،په حکومتي او اولسي سطح دې د رابطو او ملاقاتونو د نوې سلسلې آغاز
اوشي ۔ د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي او منطقه کښې رامخې ته شوي واقعاتو او پرمختګونو په تناظر کښې د پاکستان او امريکې د خارجه وزيرانو دا ملاقات خصوصي اهميت لري ،پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د امريکې يو باوري شراکت دار دې امريکني چارواکو څو وارې د پاکستان د دې کردار ستائينه کړيده،د خارجه وزير اسحاق ډار د واشنګټن دورې نه مخکښې فيلډ مارشل عاصم منير هم د امريکې دوره کړې وه او صدر ډونلډ ټرمپ د هغه په درناوے کښې د دعوت اهتمام هم کړي وو ۔ امريکني صدر ټرمپ هم په مختلفو موقعو د سيمې د امن او استحکام او د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره د پاکستان کردار ستائيلي دے ۔

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *