تازه خبرونه

پاکستان ، افغانستان او چين تعلقاتو کښې پرمختګ د هندوستان واکمن پريشانه کړيدی

د پاکستان نه پس أفغانستان کښې د هند مداخلت

1 min read

سی پيک کښی أفغانستان پورې غزولو خلاف يو،هند

سی پيک کښی د افغانستان شموليت او د هند تشويش

July 26, 2025

هند د سی پيک منصوبه افغانستان پورې د غزولو مخالفت کړيدے

په داسې مهال چې افغانستان، پاکستان او چين ورځ تر بله يو بل ته نزدې کيږي،د درې واړو ملکونو په تعلقاتو کښې ښه والې روان دے، تجارتي،معاشي او سيکيورټي معاهدې لاس ليک کيږي نو بلخوا سيمه کښې رامخې ته کيدونکې دې پرمختګونو د هندوستان د واکمنو خوبونه حرام کړيدي او دا تعلقات د خرابولو په هڅه کښي دي ۔ د پاکستان خلاف جارحيت او د ناکامه آپريشن شندور نه پس نريندر مودي انتظاميې که يو خوا د پاکستان او چين خلاف منفي پروپګنډې شورو کړيدي نو بلخوا د ګاونډي هيواد افغانستان امنييت او څوکالي هم د هند نه هضميږي ۔هند واکمن په دې هڅه کښې دې چې افغانستان دې د چين يا د پاکستان سره ژورې اړيکي نه پالی او په خصوصی ډول دې د تجارت په معاملو کښې دواړه هيوادونه نظرانداز کړی. د هند واکمنو دا معتصبانه رويه او پاليسي ډيره پخوانۍ ده. د امريکې او افغانستان اوږد مهاله جهګړې دوران هم هند د افغانستان په کورنی معاملو کښې لاس وهنه درلوده او د پاکستان او چين په ضد د بغض او فريب سیاست به ئې کوؤ او هم د دې تګ لارې د مخې ئې افغانستان ته د “را “جاسوسان لیږلی وو او د افغانستان په خاوره به ئې پاکستان کښې او په خصوصی ډول بلوچستان کښې د بدامنۍ د خورولو سازشونه کول.

سی پيک منصوبۍ په ضد سازش

د هندوستان رسنيو راپورونو کښې وئيلي شويدی چې نريندر مودی انتظاميه د پاکستان چين اقتصادي راهداری( سی پیک) منصوبه تر افغانستان غزولو باندې انديښنه څرګنده کړې او د دې ئې مخالفت کړيدے.اګرچه دا منصوبه په اقتصادي لحاظ درې واړو هيوادونو بشمول د منطقې په ګټه کښې ده خو هند دې منصوبه کښې د أفغانستان په شامليدو تحفطات څرګند کړېدی. هند ميډيا ترمخه د خارجه امورو وزير مملکت کريتي وردهن راجيا سبا ته استولي شوی تحريري جواب کښې وئيلی دی چې دا منصوبه هند ته د منلو نه ده .د هند وزير وائي چې دا منصوبه د جمو او کشمير نه علاوه د لداخ په هغه علاقو تيريږي په کومو سيمو چې د هندوستان د چين او پاکستان سره شخړه روانه ده او دا منصوبه د هند د خپلواکۍ خلاف ورزی ګنو. سی پيک منصوبه کښی افغانستان د شاملولو فيصله د مئي مياشت په ۲۱ نيټه بيجينګ کښې د پاکستان افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ملاقات او سه فريقی مذاکراتو دوران شوی وه. سفارتی او معاشي پوهان پاک چين اقتصادي راهدارۍ (سي پيک) منصوبه افغانستان پورې غزولو باندې د هند مخالفت بےځايه ګرځولې دے..ماهرينو رائے تر مخه په دفاعي او معاشي توګه د پاکستان او چين د مقابلې توان نه لرونکی ملک هندوستان اوس په سی پيک منصوبه اعتراضات کوی کوم چې د درې واړو ملکونو په کورني معاملو کښې ښکاره لاس وهنه ده. سی پيک د چين د کاشغر ښار نه تر ګوادر پوری لويه تجارتي منصوبه ده کومه چی کال ۲۰۱۵ کښې شورو کړې شوي وه د دې منصوبې څه برخے مکمل شويدي او په څه منصوبو کار روان دے. دا منصوبه مکمل کيدو سره د پاکستان او چين نه علاوه ډ منطقه په نورو ملکونو کښې به معاشی انقلاب راشي. پاکستان په دې منصوبه کښې هند او ایران حکومتونو له هم د شريک کيدو وړانديزونه کړې وو.

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *