تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کښې د فوځي عملیاتو به اجازه ور نه کړو: وزیراعلی ګنډاپور

ایمل ولي خان په غبرګون کښې وېلي چې که هغه تېر وفاقي حکومت ۴۰ زره ترهګر بېرته نه وې ځای پر ځای کړي، ۱۰۲ خطرناک ترهګر ی له بندي خانو نه وې خوشي شوي نو نن به داسې حالت نه وې
خیبر پښتونخوا کښې د فوځي عملیاتو به اجازه ور نه کړو: وزیراعلی ګنډاپور

ګنډا پور اوویل چې تېر اپریشنو کومې خاصې نتیجې نه دي ورکړي نو نور به په صوبه کې د هېڅ قسمه آپرېشن اجازه ورنه کړل شي

پېښور: د وزیراعلي علي امین ګنډاپور د آل پارټیز کانفرانس نه پس په خبري کانفرنس ته خپله وینا کښې مهمې خبرې کړي دي

علی امین ګنډاپور وویل چې زه د ټولو سیاسي ګوندونو نه مننه کوم چې دامن په خاطر یې اے پي سي کښې برخه واخیسته،هغه اوویل چې دا غونډه یواځې د امن لپاره وه

ګنډا پور اوویل او ټینګار ی وکړو چې د امن دپاره په صوبه کې مختلف تجربې شوې، چې پکې زرګونه خلک شهیدان شوي او ډېر مالي زیان شوی

ګنډا اپور اوویل چې په هره ضلع کې به د سیاسي ګوندونو مشران راوبلل شي او ملاقات به ورسره وشي،ټینګار ی وکړو چې یوه لویه د امن جرګه به راوبلل شي.
وې ویل چې تېر اپریشنو کوم خاصې نتیجې نه دي ورکړي، نو نور به په صوبه کې د هېڅ قسمه آپرېشن اجازه ورنه کړل شي.

د صوبې وزیراعلی دا هم اوویل چې د ډرو بریدونو له امله عام اولس ته زیان رسیږي نو مونږ باید د ډرون بریدونو اجازه ور نه کړو

په داسې وخت کښې چې وزیراعلی ګڼداپور په صوبه کښې د اپریشن نه کولو او یو شمیر نورو ستونزو په اړه د ټولو سیاسي ګوندونو غونډه راغوښتنې وه، د اپوزیشن ګوندونو له لوري بیلابیل غبرګونونو مخې ته راغلې دي او په وزیراعلی ی سخت ټکونه کړي دي.

ایمل ولي خان، د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ، په خپل غبرګون کښې ویلي دي چې د پختونخوا حکومت د خیبر ضلعې په وادي تیراه کې د عملیاتو منظوري ورکړې ده او له متاثره شویو کورنیو سره د میاشتني شل زره روپیو د مرستې اعلان هم شوی دی

هغه اوویل چې په داسې حال کې د وزیراعلی لخوا د آل پارټیز کانفرانس (اې پي سي) راغوښتل یوازې یوه خبره روښانه کوي او هغه دا چې له وړاندې نه شوي پرېکړو په اړو له ټولو سیاسي ګوندونو څخه د ربړ سټېمپ په توګه کار اخستل غواړي او ددوی رسمي تائید ترلاسه کول غواړي

هغوی زیاته کړه چې اصلي خبره دا ده چې که همدا وزیراعلی او د هغه تېر وفاقي حکومت ۴۰ زره ترهګر بېرته نه وې ځای پر ځای کړي، ۱۰۲ خطرناک ترهګر ی له بندي خانو نه وې خوشي شوي، خپلو وزیرانو له لارې ی ورته پیسې نه ورکولې، او د ترهګرو ملاتړ نه کېدلې نو نن به حالات دومره خراب نه وې.

ایمل ولي خان اوویل چې که دا حکومت له مونږ څخه څه مشوره غواړي نو مونږ ورته وایو او دا وړاندیز به کوو چې نور په دې صوبه رحم وکړو.

زیاته ی کړه چې نور دې ترهګرو ملاتړ پریږدي او هغوی لپاره دې دفترونو جوړولو خیال له ذهنه اوباسي. دوی دې دا هم خیال له ذهنه اوباسي چې دا زمونږ خپل خلق دي.

ایمل ولي خان اوویل چې که تحریک انصاف اې پي سي غونډه د یو سیاسي ګوند او غونډې په توګه راغوښتلې وې نو عوامي نیشنل ګوند به هم په دې کښې ګډون کړې وې.

نوموړي اوویل او زیاته ی کړه چې هر بحران حل د سیاسي مشرانو ترمینځ خبرې اترې دي خو یو داسې حکومت چې مصلحت پال وي هغوی سره عوامي نیشنل ګوند په اې پي سی کښې ګډون نه دې کړې

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *