تازه خبرونه

پاکستان سنجيدګۍ سره هند له د مذاکراتو بلنه ورکړيده د جواب او فيصلې په انتظار ئې يو،خارجه دفتر

د پاکستان خلاف که دوباره هند د حملې غلطي وکړه نو د معرکه حق نه د زيات شدت جواب سره به مخ شي،شفقت علي خان

1 min read

پاکستان سنجيدګۍ سره هند له د مذاکراتو بلنه ورکړيده د جواب او فيصلې په انتظار ئې يو،خارجه دفتر

افغانستان او امريکې سره پاکستان اړيکو کښې پرمختګ شوي،خارجه دفتر

July 24, 2025

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان هفته وار پريس بريفنګ ته وينا په وخت وئيلي دي چې پاکستان ټولې شخړې د مذاکراتو د لارې حل کولو باندې باور لري ګاونډي ملک هند له هم مونږ د خبرو اترو وړانديز کړېدے،پاکستان د نوي دلي انتظاميې سره ګټه ور او سنجيده مذاکراتو خواهش لري اوس د نريندر مودي خپله خوښه ده چې څه قسمه پاليسي خپلوي ۔ د خارجه دفتر ترجمان هند له خبر دارې ورکړېدے که چرې د پاکستان خلاف دوباره د څه قسم جارحيت مظاهره ئې وکړه نو داسې سخت جواب به ورته ملاؤ شي چې د معرکه حق جوابي ګزار به ترې هير شي، د مذاکراتو وړانديز د پاکستان کمزوري ګڼل نه دي پکار د ملک دفاع لپاره هر وخت تيار يو او د هر قسم خطرو مخنيوي به کوؤ ۔

پاک ۔ افغان اړيکو کښې ښه والې راغلې

پريس بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمان د افغانستان او پاکستان اړيکو او افغان مهاجرينو انخلا په حواله د خبريالانو د پوښتنو جواب ورکولو دوران وئيلي دي چې د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کښې مثبت پرمختګ شوېدے، په حکومتي سطح د دورو او رابطو سلسله جاري ده، خارجه دفتر اسحاق ډار او وزير داخله محسن نقوي د کابل اهمې دورې کړيدي او د اسلامي امارت د چارواکو سره ئې ملاقاتونو په مهال دوه اړخيزه اړيکو پراختيا،د پولو امنيت او سيمې په صورتحال ګټه ور خبرې کړيدي ،افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي هم راتلونکي څو ورځو کښې د پاکستان دوره کوي ۔ شفقت علي خان وائي چې افغانستان کښې د ترهه ګرو خوندي مرکزونه د پاکستان سالميت سره سره د دواړو ملکونو تعلقاتو لپاره غټه خطره ده، داخله وزير محسن نقوي د افغان هم منصب سراج الدين حقاني سره دا معامله هم پورته کړي وه او افغان وزير د پاکستان د تحفظاتو مثبت ردعمل ښودلې وو۔ افغان کډوالو انخلا په حواله د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې پي او آر کارډ لرونکي افغانانود قيام نيټه ديرشم جون باندې ختم شويده دې کښې نور توسيع ورکولو په حواله حکومت ته تجويز وړکړې شوېدے ۔ پاک افغان تجارتي اړيکو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې دواړه هيوادونو ترمينڅ د ترجيحي سوداګرۍ تړون لاس ليک شوېدے د سبزيانو او ميوؤ په درآمدات او برآمداتو د محصولاتو شرح کمه شويده او راتلونکي وخت کښې به دې نور شيان هم شامل کړو ۔

خارجه وزيراسحاق ډار امريکه دوره او اميدونه

د خارجه دفتر ترجمان پريس بريفنګ کښې د ملکي او نړي وال نور مهم موضوعاتو نه علاوه د خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې دورې او هلته شوي ملاقاتونو تفصيلات هم په ډاګه کړيدي ۔ شفقت علي خان وينا ترمخه خارجه وزير اسحاق ډار او امريکني هم منصب مارکو روبيو ترمينځ د جمعے په ورځ ملاقات کيږي چې پکښې دوه اړخيزه تعلقاتو پراختيا،پاکستان او هند جنګ بندۍ نه پس صورتحال،د سيمې او مشرقي وسطي په معاملو به تفصيلي خبرې کيږي دا ملاقات به مستقبل لپاره د پاکستان او امريکې په اړيکو مثبت اثرات پريباسي، اسحاق ډار او مارکو روبيو په دې مهمه ملاقات کښې به د کشمير د مسئلې حل راويستو لپاره د تجويزونو او خيالاتو بدلون هم کيږي ۔

اسحاق ډار نيويارک کښې د متحده قامونو بحث مباحثې سيشن کښې د پاکستان نمائندګي کړي وه،د هغه په مشرۍ کښې د سلامتي کونسل اجلاس شوي وو چې پکښې د پاکستان د قرارداد منظوري ورکړي شوي وه

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *