تازه خبرونه

ترهګرۍ په ضد مبارزه: امریکا پاکستان له مرستې ورکوي

د فاعي کارپوهان او نور چارواکي وایی چې امریکا وړاندې هم د ترهګرۍ په ضد مبارزه کښې د پاکستان حکومت مرسته کړې

1 min read

ترهګرۍ په ضد مبارزه: امریکا پاکستان له مرستې ورکوي

د امریکا لوري پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد مبارزه کولو لپاره په اربونو ډالر مالي مرسته ورکړل شوي ده

July 24, 2025

په رسنیو کښې داسې یوه ویډیا خپره شوې ده چې یو امریکایی چارواکي د پاکستان په اړه خبرې کوي

په دې ویډیو کښې امریکایی چارواکې وایی چې امریکا د ترهګرۍ په ضد مبارزه کښې د پاکستان هیواد سره مالي مرسته کوي

دا امریکایی حکومتي نماینده وایی چې پاکستان د پایه تخت ابې ګیټ مخې ته د داعش ډلې ځانمرګري برید پلان کولو کښې ککړ د داعش ډلې وسله وال امریکا ته ته ورکړې چې ښایی چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه او جنګ کښې د امریکا بشپړه مرسته کوي.

د راپورونو ترمخه د کال ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې امریکا پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد مبارزه کولو لپاره په اربونو ډالر مرسته ورکړې ده

د یو راپور ترمخه په دې ذکر شوي وخت کښې امریکا د سیکوریټي لپاره د پاکستان تر ۱۶ بلین ډالر پورې مالي مرسته کړې

په راپور کښې راغلي چې دا مالي مرسته پاکستان سره د کولیشن سپورټ فنډ په توګه شوې وه چې په هغه وخت کښې د امریکا په مشرۍ افغانستان کښې نیټو ځواکونو شتون لرلو

د راپور ترمخه دا مالي مرسته به پاکستان ته په افغانستان کښې نیټو ځواکونو ته لاجسټک سپورټ ورکولو لپاره پاکستان ته ورکول کیدله

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د کال ۲۰۲۲ وروسته پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جنګ کښې د مالي مرستو ورکول بند شوي وو

په سیمه کښې د روان امنیتي وضعیت او ترهګرۍ پیښو ته په کتلو سره د امریکا حکومت یو ځل بیا ژمنه کړې جې پاکستان ته به د تر هګرۍ په ضد جنګ لپاره مالي ورسته ورکړل شي

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *