تازه خبرونه

پاکستان او افغان چارواکو ترمینځ تجارتي تړون لاسلیک شوې

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشرانو د سوداګرۍ دا تړون او ټیکس راکمول په ښو ټکو کښې ستایلې دې

1 min read

پاکستان او افغان چارواکو ترمینځ تجارتي تړون لاسلیک شوې

د پاکستان او افغانستان چارواکو نن په پایه تخت اسلام آباد کښې تجارتي تړون لاسلیک کړو

July 23, 2025

د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې نن په ۲۳م جولایی د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان چارواکو ترمینځ یو د سوداګرۍ تړون لاس لیک شو ، د تړون ترلاندې به دواړه هیوادونو په خوراکي توکو ټیکس راکم کړي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر ملا احمدالله زاهد او د پاکستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ مرستیال وزیر ښاغلي جاوېد پال ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ او د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو لپاره یو تړون لاسلیک شو

د یاد وزارت له لوري په خپور شوي راپور کښې وایی چې ددې تړون له مخې بهپاکستان د انګورو، انارو، مڼو او روميانو د واردولو په سر ټېکس راکم کړي اوافغانستان به د ام، مالټو، کیلو او آلو واردولو په سر ټېکس راټیټ کړي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاکستان او افغانستان سوداګر بیا بیا له حکومتونو غوښتنه کړې چې دوی دې په خوراکي توکو ټیکس راکم کړي

د خپورشوي بیان ترمخه پخوا به په دغو توکو ټېکس له ۶۰٪ څخه زیات وو خو اوس ددې نوي تړون ترمخه به په دې یادو توکو ټیکس ۲۷٪ سلنه راکم شي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې دا یو کلن تړون به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې نافذ شي، او امکان شته چې بیا لپاره هم نوې شي۔

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشرانو او په تورخم کښې سودګرو دا تجارتي تړون په ښو ټکو کښې ستایلې دې

ضیاالحق سرحدي ، د پاک افغان ګډې سوداګرۍ خونې یو مشر دې او وایی چې دواړو هیوادونو دا یوه ښه پریکړه ده چې په دې خوراکي توکو ی ټیکس راکم کړو

هغوی اوویل چې وس به په دواړو هیوادونو کښې ددې خوراکي توکو قیمتونه هم راټیټ شي او اولس په ښه بیعه خوراکي توکي چې پکې تازه میوې او سبزي شامله ده، ترلاسه کړي

حاجي ظاهرالله شینواري هم ایکسپورټر دې او په تورخم پوله له ډیر وخت راهیسي کاروباري هلې ځلې مخ په وړاندې وړي

هغه هم وایی چې د پاکستان او افغانستان دا پریکړه او تړون د دوه اړخیزه سوداګرۍ به وده ورکولو او اولس لپاره په ډیره ګټه تمام شي

هغه اوویل او ټینګار ی وکړو چې دې سره دوه اړخیز تجارت وده وکړي او د دواړو هیوادونو اولس ته به په ارزانه بیعه خوراکي توکي په لاس راشي

ځایی اولس دا هم غوښتنه کړې چې حکومتونه خو ټیکس کم کړي خو په مارکیټ کښې ددې خوراکي توکو بیعې نه راکمیږي. هغوی غوښتنه وکړه چې انتظامیه باید د هغه سوداګرو او دوکاندارانو په ضد ګام واخلي چې د ټیکس راکمولو پرته هم د خوراکي توکو قیمتونه نه راټیټوي

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *